خوست کې زوم د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي ووژل

د خوست لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې د دې ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یو کس بېګا د خپلې خسرګنۍ پنځه غړي وژلي دي. دا اداره یوه اعلامیه کې زیاتوي؛ پېښه په نریزیو سیمه کې شوې او طالب ځواکونو تورن کس نیولی دی.

د دې اعلامیې له مخې؛ د راګل په نوم دغه ۳۳ کلن تورن منلې ده، چې خپل خسر، خواښې، دوه خوښینې او یو اوښی وژلي دي.

طالبان وايي، چې دا کس یې د دې ډلې عدلي ارګانونو ته سپارلی دی.