• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

داعش د کابل ښار په الوخېلو کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه چې له امله یې په یوه ګاډي کې درې کسان ووژل او څلور ټپیان شول. داعش خپل تلګرا کانال کې وايي، دا برید یې د څرخي پله زندان پر کارمانانو کړی او له امله یې لس کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وياند پرون تایید کړه، چې د کابل په الوخېلو کې په يو موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په یوه مرسیډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې او په شک یې یو کس نیولی دی.

دا له یوې اونۍ په کم وخت کې دویم ځل دی چې داعش په کابل کې د دوو بریدونو مسوولیت مني.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په زندانونو کې یې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بنديان دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دې ډلې په زندانونو کې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بندیان دي. حبيب الله بدر وويل، چې طالبان هيڅ سياسي بنديان نه لري او دغه ټول زندانیان په جنايي جرمونو تورن دي.

د طالبانو دغه چارواکې د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزيون سره په مرکه کې تاييد کړه، چې د دوی په زندانونو کې لږ شمېر بهرنیان هم د جنايي جرمونو په تور بنديان دي.

نوموړي د بهرنیو بنديانو دقیقه شمېره ونه ویله.

د حبيب الله بدر په وينا، د دوی په زندانونو کې ٩ زره ښځينه پوليسې دندې لري.

د ملګرو ملتونو دفتر په تېره چنګاښ میاشت کې د طالبانو په زندانونو کې د بنديانو شمېر ۱۵ زره ښودلی و.

يوناما په دې راپور کې تايید کړې وه، چې طالبان زندانيان «شکنجه کوي» او «برقي شاکونه» ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) د وږي مياشت کې په يوه بل راپور کې هم د طالبانو د استخباراتو او کورنيو چارو وزارت په زندانونو کې د بنديانو د شکنجې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د يوناما د راپور له مخي د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې د بنديانو د شکنجو لږ قضيې مستندي شوي دي.

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال د بندیانو شکنجه رد کړه.

د بشري حقونو سازمانونو په وار ـوار ويلي، چې د طالبانو په زندانونو کې بنديانو د محکمې شفاف بهير او مدافع وکیلانو ته لاس رسی نه لري.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي بخښنې له اعلان سره ـ سره، په لویه کچه پخواني دولتي کارکوونکي او سرتېري، د ښځو د حقونو فعالاني، خبریالان او د پوهنتون استادان په بېلابېلو تورونو نیولي او بنديان کړي دي.

ملا هبت الله د مدرسو له فارغو شاګردانو غوښتي، چې د دوی د نظام د بقاء لپاره لاس په دعا شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې له مدرسو څخه له نویو فارغانو غوښتي، چې د دوی د نظام د بقاء لپاره دې لاس په دعا شي.

ملا هبت الله اخوندزاده د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) په یوه پیغام کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړی د مدرسو څخه فارغو زده کوونکو ته ویلي: «دعاگانې ډېرې کوئ، خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندې د استقامت او عدالت دعاوې کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ.»

100%

ظاهرأ دلته یې له اسلامي نظام څخه موخه د طالبانو خپل حکومت دی.

تر دې مخکې هم د طالبانو رییس الوزرا ویلي وو: "راځئ چې خدای ته بغارې وکړو چې مشکلات مو حل کړي."

ملا محمد حسن اخوند پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره په خپلې لومړې وینا کې دې ته په اشارې سره چې ګواکې د دوی له راتګ سره خلک بېکاره شوي وویل: «دا ستونزې له امارت سره راغلې که مخکې موجودې وې؟ د رزق وعده امارت له تاسې سره نه ده کړې، د رزق وعده الله تعالی کړې او راځئ چې هغه ذات ته بغارې (چيغې) کړو، چې دغه مشکلات مو حل کړي.»

د طالبانو لوړ رتبه چارواکي اکثر وخت د دنیاوي چارو او د دوی د واکمنۍ د چارو لپاره له خلکو د دعاګانو غوښتنې کوي.

طالبان په کندهار کې هغه ښوونځي چې د جګړې پرمهال د دوی سنګرونه وو بيا ترمیم او جوړوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د کندهار د طالبانو د پوهنې اداره وايي، په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ هغه ښوونځي او مدرسې بيا جوړوي، چې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ او تخريب شوي دي. د افغانستان په ډېرو سېمو کې د تېرو جګړو پر مهال طالبانو له ښوونيزو مرکزونو څخه د سنګر په توګه کار اخيستی.

د کندهار د طالبانو د پوهنې ادارې مسولينو نن سې شنبه د پنجوايي ولسوالۍ د هغه ښوونځۍ د ترميم چارې شروع کړې، چې د تېرو جګړو پر مهال تخريب شوې وه.

د دې ادارې د نشراتو کارکوونکي قدرت الله عرفان رسنيو ته وويل، چې دا مهال په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ مدرسې او ښوونځي بيا ترميم ته اړتيا لري.

د هغه په خبره؛ له دې جملې يې دا مهال د ۳۱ ښوونځیو د ترميم چارې پيل کړي، چې د درېيو مياشتو په موده کې به ورغول شي.

د طالبانو په جګړو کې د وران شوي ښوونځي تصویر
100%
د طالبانو په جګړو کې د وران شوي ښوونځي تصویر

د معلوماتو له مخې؛ پر هر ښوونځی د تخريب محاسبې ته په کتو له ۱۰۰ زره افغانيو څخه تر يو میليون افغانيو پورې لګښت راځي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له بوديجې ورکول کيږي.

عرفان وايي؛ د کندهار په پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب، ارغستان، معروف، ښورابک، تخته پل، ميوند، غورک او يو شمېر نورو لرو پرتو سېمو کې دغه ښوونځي د تېرو جګړو پر مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې تخريب شوي دي.

د سېمې اوسېدونکي وايي، چې د جګړو او تخريب شويو ښوونځيو پر مهال يې اولادونه تر ډېره له زده کړو بې برخې وو.

طالبانو د افغانستان په ډېرو سيمو کې د تېر جمهوري نظام سره په جګړه کې ښوونځي، ښوونيز مرکزونه او نورو عامو ځايونو څخه د سنګر په توګه کار اخيست او د جګړې په ګرم ساتلو کې به یې استفاده ترې کوله.

د ځايي طالبانو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په کندهار کې ۳۶۶ ښوونځي فعال دي او تر سل زيات نور ښوونځي د تشکيل او بودېجې د نه شتون له کبله بندي پاتې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو را وروسته دغه ډلې د ښوونځیو او نصاب لويه برخه ديني مدرسو ته تغير کړې ده.

سیاف طالبانو ته: تاسو د کوم اسلامي جواز له مخې د یوې ښځې بدن لمسوئ چې محرم یې هم نه یاست؟

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۹ GMT+۰

په کابل کې د بې حجابۍ په تور د نجونو د نیول کېدو په اړه د افغانستان سیاسي او جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف هم د طالبانو دغه عمل له شرعي لحاظه تر پوښتنې لاندې راوستی دی. سیاف طالبانو ته لیکلي: «تاسو د کوم اسلامي جواز له مخې د یوې ښځې بدن لمسوئ چې محرم یې هم نه یاست؟»

ښاغلي سیاف د سې شنبې په ورځ (د مرغومي۱۹مه) په اېکس ټولنیزې شبکې کې په یوه یادښت کې د طالبانو له خوا د ښځو پر «بندولو، وهلو او ځورولو» نیوکه کړې ده.

عبدالرب رسول سیاف د طالب وسله والو له خوا د ښځو وهل او ځورولو په نیوکې سره ویلي دي: «تر ​​اوسه د نارینه و د زنداني کولو په اړه د امت د علماو تر منځ کومه موافقه نه ده شوې، څه لا پاتې د ښځو د زنداني کولو خبره.

دغه جهادي رهبر طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: «له خدای ووېریږئ او له خلکو وشرمیږئ. د هېواد اسلامي ارزښتونه او ملي دودونه مو تر پښو لاندې کړل.»

سیاف زیاته کړې ده: «له خپلو ناوړه او متکبرانه کړنو سره مو خلک له دین څخه لېرې کړل او په زړونو کې مو ورته د دین مینه کمه کړه.»

یوه اونۍ وړاندې طالبانو په کابل کې د «بې حجابۍ» په تور د یو شمېر ښځو او نجونو نیول پیل کړل، چې د بشري حقونو فعالانو او نړۍوالو سازمانونو له پراخ غبرګونونو سره مخ شول.

اتمر: د کابل په واټونو کې د نجونو نیونه د افغاني ټولنې ارزښتونو ته «سپکاوی» دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزیر د کابل په واټونو کې د طالبانو له خوا د نجونو نیونه، د افغاني ټولنې ارزښتونو ته «سپکاوی او شرمناکه کړنه» بللې ده. محمد حنیف اتمر له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دغو نجونو د نیول کېدو عاملین محاکمه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۹مه) په اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې د افغاني ټولنې په ارزښتونو کې د ښځو کرامت ته په هر ډول شرایطو کې درناوی فرض دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې "وحشیانه" کړنې عاملینو سره باید حساب وشي.

ښاغلي اتمر د یوناما دفتر او د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته په خطاب کې ویلي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په ځانګړې توګه د یوناما دفتر دنده لري چې ژر تر ژره په دې قضیه کې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملین یې تر نړۍوال عدالت لاندې راولي.»

په تېرو څو ورځو کې طالب وسله والو د کابل په یو شمېر سیمو کې د ښځو د جامو د اغوستلو په ډول کنټرول پیل کړی او یو شمېر نجونې یې د حجاب د نه مراعتولو له امله وهلي، نیولي او بندیانې کړې دي.