• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتمر: د کابل په واټونو کې د نجونو نیونه د افغاني ټولنې ارزښتونو ته «سپکاوی» دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزیر د کابل په واټونو کې د طالبانو له خوا د نجونو نیونه، د افغاني ټولنې ارزښتونو ته «سپکاوی او شرمناکه کړنه» بللې ده. محمد حنیف اتمر له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د دغو نجونو د نیول کېدو عاملین محاکمه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۹مه) په اېکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي، چې د افغاني ټولنې په ارزښتونو کې د ښځو کرامت ته په هر ډول شرایطو کې درناوی فرض دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دې "وحشیانه" کړنې عاملینو سره باید حساب وشي.

ښاغلي اتمر د یوناما دفتر او د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته په خطاب کې ویلي: «د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره په ځانګړې توګه د یوناما دفتر دنده لري چې ژر تر ژره په دې قضیه کې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملین یې تر نړۍوال عدالت لاندې راولي.»

په تېرو څو ورځو کې طالب وسله والو د کابل په یو شمېر سیمو کې د ښځو د جامو د اغوستلو په ډول کنټرول پیل کړی او یو شمېر نجونې یې د حجاب د نه مراعتولو له امله وهلي، نیولي او بندیانې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کابل قوماندانۍ وياند: د کابل په ختيځ کې د يوې چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وياند تایید کړه، چې په کابل کې په يو موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. خالد ځدراڼ نن سې شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په یوه مرسیډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې.

په کابل کې د پولیسو د ویاند په وینا؛ چاودنه نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د الو خېلو په سیمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې ډلې امنيتي ځواکونه د چاودنې په ځاى کې موجود وو او يو شکمن کس يې په دې چاودنه کې د لاس لرلو په تور نيولى دى.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

تر دې مخکې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د قلعه زمان خان په ۶۰ متره سړک کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې چاودنه شوې ده.

په وروستیو ورځو کې دا په کابل ښار کې دویمه چاودنه ده.

د شنبې په ورځ (د جدي۱۶مه) د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس موټر چاودنه وشوه.

د یوناما په وینا؛ په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره ګان وژل شوي او ټپیان دي.

د صعنت او سوداګرۍ اداره: د بلخ په ۱۷۰۰ فابرېکو کې ۳۰ زره کسان په کار بوخت دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د افغانستان د شمالې ولایت بلخ د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسولين وايي، چې د دې ولایت په ۱۷۰۰ صنعتي فاريکو کې شاوخوا ۳۰ زره کسان په دندو بوخت دي. بل لورې ته بيا د افغانستان په ډېرو برخو کې د ځوانانو لويه برخه د کار د نه شتون له کبله مايوسه شوي او پر کورنو ناست دي.

د بلخ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر نن سې شنبه د طالبانو تر واک لاندي باختري خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې په دې ولایت کې تېر کال ۲۰۰ توليدي فابرېکو ته نوي جوازونه او د فعالت اجازه ورکول شوې.

د طالبانو د دې ادارې مشر امام الدین سنايي وايي، چې د ښار او ولسواليو په درېيو صنعتي ښارګوټو کې ۱۷۰۰ توليدي فابرېکې فعاله دي او تر ۳۰ زره پوري کسان په کار بوخت دي.

د سنایي په خبره؛ له دې توليدي فابرېکو څخه د غذايي موادو او مشروبات تر څنګ ۶۴ بېلا بېل مواد توليديږي.

نوموړي د ځان بسايني لپاره هيله مندي وښوده او له واکمني ډلې يې وغوښتل، چې په کور دننه افغاني تولیدات استعمال او ورته بازار پيدا کړي.

واک ته د طالبانو په رسېدو د ځوانانو لويه برخه بې دندو شوې او د کار په پيدا کولو کې لالهانده هڅې کوي.

د پاکستان په کوېټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.

دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.
​

طالبانو د پنجشېر ۱۵۱۹ قیراطه زمردو د خرڅلاو اعلان وکړ

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي رادیو او ټلویزیون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشېر له کانونو څخه نوي ایستل شوي ۱۵۱۹ قیراطه زمردو د خرڅلاو اعلان وکړ. د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست وايي، چې دغه زمرد په يوه ليلام کې په ١٩٨ زره ٢٠٠ ډالرو پلورل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د پنجشیر زمرد په نهو لیلامونو کې پلورلي دي. په نهم پړاو کې دوه زره او ۷۴۶ قیراطه زمرد په اتيا زره ډالرو پلورل شوي دي.

طالبانو د تېرې اسد مياشتې له نيمايي څخه په پنجشېر کې د زمرد د کانونو په استخراج پيل کړى او د کانونو او پټروليم وزارت د چارواکو په وينا؛ په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي، چې ٥٠٠ يې فعال دي.

د نړۍوالې ټولنې د مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو استخراج ته زیاته پاملرنه وکړي.
​

د ایران د پارلمان رییس: داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په تهران کې د ایران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی. محمد باقر قالیباف وویل، چې په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت پایله ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) داعش خراسان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ وباله او ویې ویل: "په سیمه کې د داعش بنسټ اېښودونکي او پراختیا ورکوونکي پېژنو."

خو د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس د "داعش جوړونکي او پراختیا ورکوونکي" په اړه معلومات ورنه کړل.

ښاغلي قالیباف همدا راز ټینګار وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د ترورېزم، وسلو او مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د ایران اسلامي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې رستم امام علي هم د افغانستان وضعیت د ایران او تاجکستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه د تاجکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: "له ترهګرۍ او قاچاق سره د مقابلې لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ په منظمه توګه د نظریاتو او معلوماتو تبادلې ته اړتیا ده."

په تېرو دوو کلونو کې تاجکستاني چارواکو په وار - وار خبرداری ورکړی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هڅه کوي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

رستم امام علي همدا راز وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت به د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه هېواد د بېلابېلو برخو لپاره منفي پایلې ولري او تاجکستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې باید د ټولو سیاسي او قومي ډلو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ شي.

په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ، چې هغه له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان دی.