• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کوېټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۲ GMT+۰

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.

دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پنجشېر ۱۵۱۹ قیراطه زمردو د خرڅلاو اعلان وکړ

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي رادیو او ټلویزیون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د پنجشېر له کانونو څخه نوي ایستل شوي ۱۵۱۹ قیراطه زمردو د خرڅلاو اعلان وکړ. د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست وايي، چې دغه زمرد په يوه ليلام کې په ١٩٨ زره ٢٠٠ ډالرو پلورل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د پنجشیر زمرد په نهو لیلامونو کې پلورلي دي. په نهم پړاو کې دوه زره او ۷۴۶ قیراطه زمرد په اتيا زره ډالرو پلورل شوي دي.

طالبانو د تېرې اسد مياشتې له نيمايي څخه په پنجشېر کې د زمرد د کانونو په استخراج پيل کړى او د کانونو او پټروليم وزارت د چارواکو په وينا؛ په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي، چې ٥٠٠ يې فعال دي.

د نړۍوالې ټولنې د مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو استخراج ته زیاته پاملرنه وکړي.
​

د پاکستان لومړي وزیر قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې پر پولو د قاچاق مخه ونیسي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر د سرحدي ځواکونو، ګمرکونو او ځايي ادارې په ګډون د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې په پولو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. انوارالحق کاکړ دغه حکم له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ د بیا کتنې په غونډه کې وکړ.

د پاکستان د انټرنشنل نیوز د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې ښاغلي کاکړ په دې غونډه کې وويل: "د هېواد په سرحدي سيمو کې د ځانګړو اقتصادي او صنعتي زونونو په جوړولو سره بايد د خلکو لپاره بديل کار برابر شي."

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د مالیې وزیر شمشاد اختر، د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو چارواکو هم ګډون درلود.

ښاغلي کاکړ په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد څو نفوذي کسان د مالونو له قاچاق څخه ګټه پورته کوي.

هغه وويل: "د پاکستان موقت حکومت به د خپلې دورې تر پايه پورې د مالونو د قاچاق د ختمولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي."

په دې برخه کې ښاغلي کاکړ د ملي لوجستیک شرکت ته امر وکړ، چې د چمن په پوله کې د سکینر او معاینې د سیستم پروژې ته لومړیتوب ورکړي او بشپړه یې کړي.

د ترکیې ساحلي ګارد ۴۰ نور افغان کډوال نیولي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په ترکیه کې د پناه غوښتونکو له نیول کېدو وروسته د دغه هېواد ساحلي ساتونکو ۴۰ نور افغانان په چاناک‌ قلعه ولایت کې ونیول. د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس خبر ورکړی؛ دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې له پولې څخه په ناقانونه توګه ووځي کله چې وپېژندل شول ونیول شول.

د دغه خبري اژانس د خبر له مخې؛ دغو کسانو غوښتل چې د ترکیې د اوبو له لارې اروپا ته ولاړ شي خو د ترکیې ساحلي ګارد یې مخه ونیوله.

په ترکیه کې د دوی شتون هم "غیر قانوني" اعلان شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې ټاکل شوې دغه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي.

ترکيې په تېرو مياشتو کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د پېژندنې، نيولو او شړلو لړۍ تېزه کړې او معمولاً هره اوونۍ د هغوی د شړلو راپور خپروي.

په تېرو دوو کلونو کې لسګونه زره افغانان له دغه هېواده راستانه شوي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، زرګونه افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ترکي چارواکو اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي عملیات لا هم دوام لري.

د ایران د پارلمان رییس: داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

په تهران کې د ایران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سیال رستم امام علي سره په کتنه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ په لټه کې دی. محمد باقر قالیباف وویل، چې په کرمان کې وروستۍ چاودنې په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت پایله ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) داعش خراسان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ وباله او ویې ویل: "په سیمه کې د داعش بنسټ اېښودونکي او پراختیا ورکوونکي پېژنو."

خو د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان رییس د "داعش جوړونکي او پراختیا ورکوونکي" په اړه معلومات ورنه کړل.

ښاغلي قالیباف همدا راز ټینګار وکړ، چې په اوسنیو حالاتو کې په افغانستان کې د ترورېزم، وسلو او مخدره موادو له قاچاق سره د مبارزې لپاره پراخې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د ایران اسلامي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې رستم امام علي هم د افغانستان وضعیت د ایران او تاجکستان لپاره د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه د تاجکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ویې ویل: "له ترهګرۍ او قاچاق سره د مقابلې لپاره د اړوندو بنسټونو ترمنځ په منظمه توګه د نظریاتو او معلوماتو تبادلې ته اړتیا ده."

په تېرو دوو کلونو کې تاجکستاني چارواکو په وار - وار خبرداری ورکړی، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او هڅه کوي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

رستم امام علي همدا راز وویل، چې په افغانستان کې روان وضعیت به د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه هېواد د بېلابېلو برخو لپاره منفي پایلې ولري او تاجکستان په دې باور دی، چې په افغانستان کې باید د ټولو سیاسي او قومي ډلو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ شي.

په کرمان کې له وروستیو چاودنو وروسته د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ، چې هغه له دوو ځانمرګو بریدګرو څخه یو یې د تاجکستان دی.

سرچینې: د پاکستان په راولپنډۍ کې دوه افغانې کډوالې نامعلومو کسانو په چاړه وهلې دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۸ GMT+۰

سرچینې وايي نن سهار د پاکستان پنجاب ایالت د راولپنډۍ په خیابان سرسعید سیمه کې دوه افغانې کډوالې د نامعلومو کسانو له لوري په چاړه وهل شوې او ټپیانې دي. ويل کیږي دواړه ټپي شوې افغانې مېرمنې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

تر اوسه پورې لا د پېښې انګیزه نه ده معلومه چې ولې دغه افغانې میرمنې په چاړه ټپیانې شوې دي خو میاشت وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په پيښور موړ سیمه کې یو افغان کډوال د غلو له لوري په ډزو ووژل شو.

سرچینې وايي دواړو مېرمنو په لاسونو د چړې ګوزارونه لیدلي دي.

تر اوسه پورې په سیمه کې پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په اسلام اباد کې د پمز په نوم روغتون ډاکتران وايي چې د دواړو ټپي شویو مېرمنو روغتیایي حالت ښه دی.

غوښتل مو چې په دې اړه خپله له داوړو ټپي شویو افغان مېرمنو سره خبرې وکړو خو هغوی د ځينو امنیتي دلیلونو له مخې و نه غوښتل چې په دې اړه نظر ورکړي.