• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان له هند سره لوبلړۍ کې نشي لوبېدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي. راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »

۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.

هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.

ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»

راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.

د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د ایران بهرنیو چارو وزارت: اوسنی افغانستان د نویو ناکامیو زغم نه لري

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د «افغان کشالې» د هوارولو اړتیا تر سرلیک لاندې په يوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ زغم نه لري. دغه وزارت ليکلي، چې پخوانيو کشالو ته د حل لارې تر پيدا کولو پرته د نويو دوسيو پرانيستل د افغانستان اوسنۍ ستونزه نه شي حلولای.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دې خبرپاڼې په خپرولو سره په نړیوال سازمان کې د افغانستان د ژرګډون غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ایران د سیمه ییزو اړيکو يوې ډلې پر جوړولو ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفير د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل «نامناسب» بللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ټېنګار کړی، چې له ګاونډیانو سره د همږغۍ لپاره د افغانستان غوره شوې لاره به هغه ترتیب برابر کړي چې د نړیوال نظام په جوړښت او تنظیم کې د نویو ماموریتونو د تامینولو لار به هواره کړی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د نوې پرېکړه لیک په اړه وړانديز کړی، چې له نوي او جنست ځپلي چلن مخکې باید د دغه هېواد د اوسنيو ستونزو د حل لپاره باید هڅې او مثبتې پايلې ترلاسه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ « ایران په دې باور دی، چې په افغانستان او سیمه کې ثبات او امنیت ته اړتیا ده، چې ملګري ملتونه د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو سره بايد مسایلو، ستونزو او بشري وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې په راتلونکې ازموينه کې ناکامي به په نړيواله سوله او امنيت منفي او ناوړه اغېز وکړي.

که څه هم ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دوو کلنو راهيسې يې له طالبانو سره خپلې سياسي، ډيپلوماټيکې او اقتصادي اړيکې ټينکې کړې دي.

تر دې مخکې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي وو، چې دوی دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو له طالبانو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

په دې وروستيو کې د امريکا د دفاع وزارت يوه پخواني لوړ رتبه چارواکي ويلي وو، چې ایران له ۲۰۱۲ کال راهيسي هر کال طالبانو ته سل مېلېونه ډالره ورکوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان پخواني سلاکار کارټر مالکاسیان ویلي، چې ایران په افغانستان کې «دوه ګونی لوبه» کوي.

داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

داعش د کابل ښار په الوخېلو کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه چې له امله یې په یوه ګاډي کې درې کسان ووژل او څلور ټپیان شول. داعش خپل تلګرا کانال کې وايي، دا برید یې د څرخي پله زندان پر کارمانانو کړی او له امله یې لس کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وياند پرون تایید کړه، چې د کابل په الوخېلو کې په يو موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په یوه مرسیډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې او په شک یې یو کس نیولی دی.

دا له یوې اونۍ په کم وخت کې دویم ځل دی چې داعش په کابل کې د دوو بریدونو مسوولیت مني.

طالبان وايي په زندانونو کې یې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بنديان دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دې ډلې په زندانونو کې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بندیان دي. حبيب الله بدر وويل، چې طالبان هيڅ سياسي بنديان نه لري او دغه ټول زندانیان په جنايي جرمونو تورن دي.

د طالبانو دغه چارواکې د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزيون سره په مرکه کې تاييد کړه، چې د دوی په زندانونو کې لږ شمېر بهرنیان هم د جنايي جرمونو په تور بنديان دي.

نوموړي د بهرنیو بنديانو دقیقه شمېره ونه ویله.

د حبيب الله بدر په وينا، د دوی په زندانونو کې ٩ زره ښځينه پوليسې دندې لري.

د ملګرو ملتونو دفتر په تېره چنګاښ میاشت کې د طالبانو په زندانونو کې د بنديانو شمېر ۱۵ زره ښودلی و.

يوناما په دې راپور کې تايید کړې وه، چې طالبان زندانيان «شکنجه کوي» او «برقي شاکونه» ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) د وږي مياشت کې په يوه بل راپور کې هم د طالبانو د استخباراتو او کورنيو چارو وزارت په زندانونو کې د بنديانو د شکنجې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د يوناما د راپور له مخي د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې د بنديانو د شکنجو لږ قضيې مستندي شوي دي.

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال د بندیانو شکنجه رد کړه.

د بشري حقونو سازمانونو په وار ـوار ويلي، چې د طالبانو په زندانونو کې بنديانو د محکمې شفاف بهير او مدافع وکیلانو ته لاس رسی نه لري.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي بخښنې له اعلان سره ـ سره، په لویه کچه پخواني دولتي کارکوونکي او سرتېري، د ښځو د حقونو فعالاني، خبریالان او د پوهنتون استادان په بېلابېلو تورونو نیولي او بنديان کړي دي.

ملا هبت الله د مدرسو له فارغو شاګردانو غوښتي، چې د دوی د نظام د بقاء لپاره لاس په دعا شي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې له مدرسو څخه له نویو فارغانو غوښتي، چې د دوی د نظام د بقاء لپاره دې لاس په دعا شي.

ملا هبت الله اخوندزاده د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) په یوه پیغام کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړی د مدرسو څخه فارغو زده کوونکو ته ویلي: «دعاگانې ډېرې کوئ، خصوصاً د اسلامي نظام د بقاء او خپلو امیرانو ته پر شریعت باندې د استقامت او عدالت دعاوې کوئ او موږ ته هم دعاء کوئ.»

100%

ظاهرأ دلته یې له اسلامي نظام څخه موخه د طالبانو خپل حکومت دی.

تر دې مخکې هم د طالبانو رییس الوزرا ویلي وو: "راځئ چې خدای ته بغارې وکړو چې مشکلات مو حل کړي."

ملا محمد حسن اخوند پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره په خپلې لومړې وینا کې دې ته په اشارې سره چې ګواکې د دوی له راتګ سره خلک بېکاره شوي وویل: «دا ستونزې له امارت سره راغلې که مخکې موجودې وې؟ د رزق وعده امارت له تاسې سره نه ده کړې، د رزق وعده الله تعالی کړې او راځئ چې هغه ذات ته بغارې (چيغې) کړو، چې دغه مشکلات مو حل کړي.»

د طالبانو لوړ رتبه چارواکي اکثر وخت د دنیاوي چارو او د دوی د واکمنۍ د چارو لپاره له خلکو د دعاګانو غوښتنې کوي.

طالبان په کندهار کې هغه ښوونځي چې د جګړې پرمهال د دوی سنګرونه وو بيا ترمیم او جوړوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د کندهار د طالبانو د پوهنې اداره وايي، په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ هغه ښوونځي او مدرسې بيا جوړوي، چې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ او تخريب شوي دي. د افغانستان په ډېرو سېمو کې د تېرو جګړو پر مهال طالبانو له ښوونيزو مرکزونو څخه د سنګر په توګه کار اخيستی.

د کندهار د طالبانو د پوهنې ادارې مسولينو نن سې شنبه د پنجوايي ولسوالۍ د هغه ښوونځۍ د ترميم چارې شروع کړې، چې د تېرو جګړو پر مهال تخريب شوې وه.

د دې ادارې د نشراتو کارکوونکي قدرت الله عرفان رسنيو ته وويل، چې دا مهال په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ مدرسې او ښوونځي بيا ترميم ته اړتيا لري.

د هغه په خبره؛ له دې جملې يې دا مهال د ۳۱ ښوونځیو د ترميم چارې پيل کړي، چې د درېيو مياشتو په موده کې به ورغول شي.

د طالبانو په جګړو کې د وران شوي ښوونځي تصویر
100%
د طالبانو په جګړو کې د وران شوي ښوونځي تصویر

د معلوماتو له مخې؛ پر هر ښوونځی د تخريب محاسبې ته په کتو له ۱۰۰ زره افغانيو څخه تر يو میليون افغانيو پورې لګښت راځي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له بوديجې ورکول کيږي.

عرفان وايي؛ د کندهار په پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب، ارغستان، معروف، ښورابک، تخته پل، ميوند، غورک او يو شمېر نورو لرو پرتو سېمو کې دغه ښوونځي د تېرو جګړو پر مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې تخريب شوي دي.

د سېمې اوسېدونکي وايي، چې د جګړو او تخريب شويو ښوونځيو پر مهال يې اولادونه تر ډېره له زده کړو بې برخې وو.

طالبانو د افغانستان په ډېرو سيمو کې د تېر جمهوري نظام سره په جګړه کې ښوونځي، ښوونيز مرکزونه او نورو عامو ځايونو څخه د سنګر په توګه کار اخيست او د جګړې په ګرم ساتلو کې به یې استفاده ترې کوله.

د ځايي طالبانو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال په کندهار کې ۳۶۶ ښوونځي فعال دي او تر سل زيات نور ښوونځي د تشکيل او بودېجې د نه شتون له کبله بندي پاتې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو را وروسته دغه ډلې د ښوونځیو او نصاب لويه برخه ديني مدرسو ته تغير کړې ده.