ایران ته د امریکا خبرداری: د یمن د حوثي وسلوالو ملاتړ بند کړئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خپل سیمه ییز سفر په دوام بحرین ته رسېدلی او نوموړي په بحرین کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ بند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د خپل سیمه ییز سفر په دوام بحرین ته رسېدلی او نوموړي په بحرین کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ بند کړي.
د یمن حوثي یاغیانو، چې د ایران یوه نیابتي وسلواله ډله ده، په پرله پسې ډول په سور سمندرګي کې پر نړۍوالو کښتیو بریدونه کړي دي.
دغې ډلې د نومبر په ۲۸مه د سره سمندرګي په جنوب کې ګیلیکسي کښتۍ وتښتوله.
د امریکا متحده ایالتونو د وړمې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.
د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»
د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.
دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې نېږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه دفتر د اټکل له مخې؛ د افغانستان نېږدې نیمايي وګړي، چې ډېری یې ښځې دي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۰مه) په یوه بیان کې لیکلي، چې په افغانستان کې نازک اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو شدید نه خوندیتوب بهد ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې ۱۵،۸ میلیونه وګړي اغېزمن کړي.
د دغې اعلامیې له مخې؛ ژورې بې وزلۍ، پرله پسې جګړې، طبیعي پېښې، د ماشومانو کار، په کم عمر کې ودونه، د مهاجرینو راستنېدل او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې خنډونه له ډېرو خطرونو سره تړلي دي.
په دغه اعلان کې راغلي، چې په دغه هېواد کې ۶۵ سلنه کورنۍ په ۲۰۲۳ کال کې له اقتصادي ځوړ سره مخ شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې؛ ښځې په افغانستان کې د نفوسو تر ټولو زیانمنې ډلې دي، چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له خطرونو سره مخ دي.
اوچا زیاته کړه، چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې له وچکالۍ سره مخ دي او ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې طبیعي پېښو په افغانستان کې اړتیاوې زیاتې کړي دي، ځکه په هرات ولایت کې د درې اعشاریه شپږ درجې له زلزلې وروسته ۲۷۵ زره کسان بېړنیو سرپنا ځایونو ته اړتیا لري.
اوچا زیاته کړه، چې د 23.7 میلیونه خلکو څخه چې بشري مرستو ته اړتیا لري، بشري سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې د 17.3 میلیونه خلکو سره د اړتیا وړ خلکو سره مرستې ته لومړیتوب ورکړی.
دې دفتر اټکل کړی، چې د دوی سره د مرستې لپاره شاوخوا ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو دغه دفتر به د افغانستان له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو، ماشومانو او معلولینو سره د خوراکي توکو د وېش، د څښاک اوبو ته د لاسرسي د څرنګوالي، روغتیا ساتنې، ښوونې او روزنې او د زیانمنو شویو ډلو د ملاتړ په برخه کې مرسته وکړي.

شمالي وزیرستان کې د پښتونخوا د صوبايي پارلمان لپاره نوماند کلیم الله او ور سره دوه ملګري یې د وسلوالو په برید کې ووژل شول. د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې پولیس د پېښې په تایید سره وایي، چې څه مهال مخکې کلیم الله داوړ د وسلوالو له برید څخه روغ وتلی و.
د ځايي چارواکو په خبره؛ کلیم الله داوړ د صوبايي پارلمان لپاره خپلواک نوماند و.
د نوموړي مړی روغتون ته لېږدول شوی دی.
څه مهال مخکې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د قامي اسمبلۍ پر پخواني غړي او د پي ډي اېم پر بنسټګر محسن داوړ هم برید شوی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د «افغان کشالې» د هوارولو اړتیا تر سرلیک لاندې په يوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ زغم نه لري. دغه وزارت ليکلي، چې پخوانيو کشالو ته د حل لارې تر پيدا کولو پرته د نويو دوسيو پرانيستل د افغانستان اوسنۍ ستونزه نه شي حلولای.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دې خبرپاڼې په خپرولو سره په نړیوال سازمان کې د افغانستان د ژرګډون غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ایران د سیمه ییزو اړيکو يوې ډلې پر جوړولو ټینګار شوی دی.
په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفير د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل «نامناسب» بللي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ټېنګار کړی، چې له ګاونډیانو سره د همږغۍ لپاره د افغانستان غوره شوې لاره به هغه ترتیب برابر کړي چې د نړیوال نظام په جوړښت او تنظیم کې د نویو ماموریتونو د تامینولو لار به هواره کړی.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د نوې پرېکړه لیک په اړه وړانديز کړی، چې له نوي او جنست ځپلي چلن مخکې باید د دغه هېواد د اوسنيو ستونزو د حل لپاره باید هڅې او مثبتې پايلې ترلاسه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ « ایران په دې باور دی، چې په افغانستان او سیمه کې ثبات او امنیت ته اړتیا ده، چې ملګري ملتونه د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو سره بايد مسایلو، ستونزو او بشري وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې په راتلونکې ازموينه کې ناکامي به په نړيواله سوله او امنيت منفي او ناوړه اغېز وکړي.
که څه هم ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دوو کلنو راهيسې يې له طالبانو سره خپلې سياسي، ډيپلوماټيکې او اقتصادي اړيکې ټينکې کړې دي.
تر دې مخکې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي وو، چې دوی دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو له طالبانو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
په دې وروستيو کې د امريکا د دفاع وزارت يوه پخواني لوړ رتبه چارواکي ويلي وو، چې ایران له ۲۰۱۲ کال راهيسي هر کال طالبانو ته سل مېلېونه ډالره ورکوي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان پخواني سلاکار کارټر مالکاسیان ویلي، چې ایران په افغانستان کې «دوه ګونی لوبه» کوي.

د ایران د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې د دغه هېواد د سیستان بلوچستان په راسک کې د پولیسو پر مرکز د برید مسوولیت ومانه د ایراني رسنیو د راپور له مخې په دې برید کې چې نږدې درې ساعت یې دوام درلود یو پولیس وژل شوی، خو جیش العدل وايي پولیسو ته یې ډېر مالي او ځاني تاوان اړولی دی.
د راسک یوه امنیتی چارواکي سلیم کدخدا هم رسنیو ته ویلي وسلوالو تاڼې یا پوستې ته د ننوتلو هڅه کوله، خو د مرستندوی ځواکونو رسېدو سره په شا وتمبول شول.
د بلوڅانو اړوند خبرونو وېبپاڼه حال وش وايي، د وسلوالو برید پسې جګړه پیل شوه چې تر څلورو ساعتونو یې دوام درلود. د دې رسنۍ د راپور له مخې په دې برید کې پر ډزو سربېره څو درنې چاودنې هم شوې دي.
دې وروستیو کې پر ایراني ځواکونو د جیش العدل بریدونه ډېر شوي دي.
دې ډلې د تېر ډیسمبر پر ۱۵ هم د راسک پر امنیه قومندانۍ برید وکړ چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل او څو نور ټپیان شول.
تر هغه مخکې یې په زاهدان کې هم د پولیسو پر مرکز برید کړی و.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد او برېټانیا ځواکونو د ایران په ملاتړ د حوثیانو ۱۸ بې پیلوټه الوتکې، دوه د بیړۍ ضد کروز توغندي او یو د بېړۍ ضد بالستیک توغندی ویشتلي دي. سنټکام زیاته کړه چې دا بې پیلوټه الوتکې او توغندي د سره سمندرګي د کښتیو لارو په لور توغول شوي و.
د سینټکام په وینا، په دغو بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی او نه هم کوم مالي زیان اوښتی دی.
سنټکام وویل، «درې امریکایي کیښتیو او جنګي الوتکو، د برېټانیا له توغندي ویشتونکي کیښتۍ ایچایمایس ډایمنډ سره په ګډه دا ډرون او توغندي ویشتلي دي. د لړم له ۲۸ نیټې راهیسې دا د حوثیانو ۲۶م برید دی چې په سوداګریزو بار وړونکو بیړیو ترسره کیږي.»
په وروستیو اونیو کې یمني حوثيانو په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو کارګو په نښه کړې دي.
دغه ډله وايي چې له اسراييل سره په جګړه کې له فلسطينه د ملاتړ په پار دغه بريدونه ترسره کوي.
د حوثیانو له لوري په بیړیو باندې بریدونه، زیات شمېر هیوادونو د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د اندیښنې وړ بللي دي.