• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او برېټانوي ځواکونو، سور سمندرګي کې د حوثیانو ۲۱ بې پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، چې د دغه هېواد او برېټانیا ځواکونو د ایران په ملاتړ د حوثیانو ۱۸ بې پیلوټه الوتکې، دوه د بیړۍ ضد کروز توغندي او یو د بېړۍ ضد بالستیک توغندی ویشتلي دي. سنټکام زیاته کړه چې دا بې پیلوټه الوتکې او توغندي د سره سمندرګي د کښتیو لارو په لور توغول شوي و.

د سینټکام په وینا، په دغو بریدونو کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی او نه هم کوم مالي زیان اوښتی دی.

سنټکام وویل، «درې امریکایي کیښتیو او جنګي الوتکو، د برېټانیا له توغندي ویشتونکي کیښتۍ ایچ‌ایم‌ایس ډایمنډ سره په ګډه دا ډرون او توغندي ویشتلي دي. د لړم له ۲۸ نیټې راهیسې دا د حوثیانو ۲۶م برید دی چې په سوداګریزو بار وړونکو بیړیو ترسره کیږي.»

په وروستیو اونیو کې یمني حوثيانو په سور سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو کارګو په نښه کړې دي.

دغه ډله وايي چې له اسراييل سره په جګړه کې له فلسطينه د ملاتړ په پار دغه بريدونه ترسره کوي.

د حوثیانو له لوري په بیړیو باندې بریدونه، زیات شمېر هیوادونو د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د اندیښنې وړ بللي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

باوري سرچينې: د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو د یوې کورنۍ اته غړي وژلي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۰

سرچینې وايي د لکي مروت په تختې خيلو سېمه کې تېره شپه د يوې کورنۍ اته غړي وسله والو په ډزو وژلي دي. افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) له سیمې څخه باوري سرچینې ويلي چې د نور محمد مروت په نامه د یوه تن د کورنۍ اته تنه وسله والو وژلي دي.

په وژل شویو کسانو کې څلور سړي، دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
سرچینې زیاتوي چې دغې کورنۍ ته په سیمه کې د ټي ټي پي د یوه ځايي قوماندان ټيپوګل مروت له لوري پخوا ګواښونه هم شوي وو. خو تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې ولې دغې کورنۍ ته ګواښونه شوي وو.

ځايي پولیسو د خبر تر خپرېدو یو ساعت وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې په دغې پېښه کې د ۱۱ کسانو د وژل کیدو خبره کړې.
خو تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټيپوګل مروت د ټي ټي پي هغه قوماندان و چې د راپورونو له مخې دوه میاشتې وړاندې په کونړ کې ووژل شو.
سرچینې زیاتوي چې د سیمې خلک قهرېدلي او په وسله والو پسې یې د غچ اخیستلو په پار وسلو ته لاس کړی.
ویل کیږي تر دغې پیښې وروسته په یاده سیمه کې د ځايي پولیسو له لوري چاڼیز عملیات روان دي.
په دې ورستيو کې دا دريم ځل دی چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د ولسي وګړو د وژلو پېښه رامنځته کیږي.
په تېرو پنځو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په قبايلې سېمو وزيرستان،کرمه ایجنسۍ، بنو، میرعلي، لکي مروت، دېره اسمعیل خان، ټانک او نورو سیمو کې د وسله والو بریدونو له امله ولسي خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې.
سرچینې وايي، تېره ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې مخ پټو وسله والو په سیمه کې ځايي سوداګرو او د نورو سیمو کارګرانو ته ګواښ کړی چې سیمه دې پریږدي.

ملګري ملتونه وايي، په اوکراین کې تر ۱۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د اوکراین شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي (۱۴.۶ میلیون کسان) سږکال بشري مرستو ته اړتیا لري. د اوچا په وینا، د روسیې د یرغل له امله نور ۶.۳ میلیونه خلک د هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د اوچا ویاند ینس لارک وویل چې د لویې کچې بشري عملیاتو دوام د تل په څېر په دغه هیواد کې بیړنۍ اړتیا ده.

پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا دوه کلنې جګړې د اوکراین اقتصادي بنسټ کمزوری کړی او د اوکراین اقتصاد تر ډېره د لوېدیځو هېوادونو په مالي ملاتړ تکیه کړې، اوس کییف اندېښمن دی چې دا ملاتړ به دوام ونه کړي.

تر دې مخکې د اوکراین د مالیې وزیر هم اعتراف کړی و چې اروپايي ټولنه سږ کال د دغه هېواد د ۴۵ سلنه مالي اړتیاوو په برابرولو سره د دغه هېواد تر ټولو ستره تمویلونکې او په مستقیم ډول ملاتړې ده.

۳۴ کلن ګابرېیل اتال د فرانسې لومړی وزیر شو

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

سي این این راپور ورکړی، چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه ) ۳۴ کلن ګابرېیل اتال د هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه. ښاغلی اتال له ۱۹۵۸ کال راهیسې د فرانسې تر ټولو ځوان لومړی وزیر دی.

ایمانویل مکرون پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي: "ګرانه ګابرېیل اتال، زه پوهېږم چې زه کولی شم د فرانسې خلکو ته د خدمت کولو لپاره ستاسو په انرژي او ژمنتیا حساب کړم."

سي این این راپور ورکړی، چې ګابرېیل اتال په فرانسه کې لومړی په ښکاره همجنسباز سړی دی، چې د هېواد دويم ځواکمن سیاستوال په توګه دنده ترسره کوي.

ګابرېیل اتال د ایمانویل میکرون متحد او د فرانسې د رینسیس ګوند غړی دی. هغه تر دې مخکې د فرانسې د پوهنې د وزیر په توګه کار کړی دی.

تر ګابرېیل اتال مخکې د فرانسې لومړۍ وزیره الیزابت بورن وه، چې د ایمانویل مکرون په رضایت یې استعفاء وکړه.

په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۲ تنو ته ورسید

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۶ GMT+۰

د جاپان د حکومت د تازه شمېرو له مخې؛ په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۲۰۲ تنو ته رسېدلی دی. د چارواکو په وینا؛ په دې زلزله کې تر ۵۶۵ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ایشیکاوا سیمه ییزو چارواکو د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) احصایې خپرې کړې، چې ښيي په تېرو ۹ ورځو کې ۲۰۲ کسان وژل شوي او ۱۰۲ کسان لادرکه دي.

ژغورونکي وايي؛ سړې هوا، نړېدلې ودانۍ او بند سړکونه د ژغورنې او مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

تېره اونۍ په جاپان کې د ریښتر په کچه د ۷،۶ درجې زلزله وشوه، چې ورپسې بار - بار سختې زلزلې وشوې.
​

په غزه کې د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د غزې په مرکز کې یوازې له یوه روغتون څخه یې د ۵۶ تنو د مړینې خبر تر لاسه کړی دی. په ورته وخت کې د غزې په شمال کې د اسراییل په برید کې یو زیات شمېر کسان وژل شوي دي. اسراییل ویلي، چې د خان یونس په برید کې یې د حماس ۴۰ جنګیالي وژلي دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په شمال کې د حماس مرکزونه له هوا او سمندر څخه په نښه کړي دي.

د اسراییل قوماندانانو په وینا؛ د خان یونس په برید کې یې د «۴۰ تروریستانو» پر وژلو سربېره د حماس څو تونلونه او د مهماتو ډیپو هم موندلي دي.

د اسراییل پر جنوبي سیمو د حماس له ناڅاپي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۱۳۰۰ کسان ووژل شول، اسراییل پوځ په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا؛ په دغو بریدونو کې تر ۲۲ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د اسراییل پوځ د نهو نورو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي دي. دغه عسکر چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۵ کلونو ترمنځ وو، د غزې په جنوبي او مرکزي سیمو کې د جګړو پر مهال وژل شوي دي.

د ټایمز اف اسراییل ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په غزه کې د اسراییل د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۸۵ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.