په بلوچستان کې د بې عدالتۍ، لادرکه شویو او مرموزو وژنو پرضد احتجاجونه لاهم دوام لري

په تربت، پنجګور او د مکران په نورو ښارونو کې د سیاسي کارکوونکو او زده‌کړیالانو د جبري لادرکه کولو او غیر عدالتي وژنو پرضد احتجاجونه دوام لري. د پنجګور احتجاجي جلسه د بلوچ يکجهتي کميټې له‌خوا رابلل شوې وه.