د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر پولیسو یوه برید کې څلور کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې وسله‌والو د لاچي په ټول پلازه برید کړی، چې له امله یې د ۳ پولیسو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي. په لاچي کې یوه پولس افسر رسنیو ته وویل:« وسله‌والو په دغه برید کې پرمختللې وسلې کارولې دي.»