طالبان: ‏ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې کړې

د طالبانو د ریاست الوزرا په اېکس پاڼه راغلي، چې د دغه ‏ریاست‌ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تېره ورځ د مرغومي په ۱۹مه نېټه ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شویو پروژو په اړه بحث وشو.