پاکستانۍ ورځپاڼه: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز کړکېچ سوداګر سخت زیانمن کړي دي

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید مکدا له قوله لیکلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسي کړکېچونو له امله زیانمنې شوې چې زیان یې د دواړو خواوو سوداګرو او عام ولس ته رسېدلی دی.