
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافېر رابرټ ډکسن له قوله لیکلي دي، چې دغه هېواد په راتلونکي کې له افغانستان سره د تعامل زیاتېدو ته لېوالتیا لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې رابرټ ډکسن دغه څرګندونې کابل کې له شېر محمد عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
بلخي زیاته کړې: « د برېتانیا شارژدافېر وویل، له افغانستان سره به په راتلونکي کې تعامل لا زیات شي او دې موخې ته رسېدل مهم دي.»
بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم ویلي، چې طالبان له ټولو خواو سره خبرې او تعامل د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي.
له دې سره هممهاله؛ تېره ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرو مېچل په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې په کابل کې د سفارت پرانېستو غوښتنه ارزوي؛ خو تر څنګ یې پر طالبانو فشارونه هم دوامداره ساتي، چې خپل چلند کې تغییر راولي.
برېتانوي چارواکي پر داسې مهال افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستو له ارزونې او طالبانو سره د تعامل له زیاتېدو خبر ورکوي، چې بلاروس هم ویلي نېږدې ورځو کې به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، په دشت برچي کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې ده؛ خو ځینو سرچینو په دې چاودنه کې د پنځو تنو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې چاودنې مسووليت په غاړه نه دى اخستى او د طالبانو د پوليسو وياند هم د دغې پېښې د څېړنې او عاملينو په باب څه نه دي ويلي.
د کابل د لوېدیځ اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ (د جدې په ۲۱ مه) شاوخوا ۳:۱۰ بجې په دشت برچي کې د یوې چاودنې خبر ورکړ.
د دې پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د چاودنې له امله یو شمېر کسان پر ځمکه لوېدلي او خلک ټپيان لېږدوي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، دغه پېښه د کابل په لوېديځ کې د برچي سوداګريز مرکز ته څېرمه شوې ده.
تېره شنبه هم د کابل په دشت برچي کې یو مسافر وړونکي بس د چاودنې ښکار شو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د دغې پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۵ تنه اعلان کړی و.
داعش د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا د کابل په دشت برچي کې څلورمه چاودنه ده.
وروسته له هغې چې په کابل او یو شمېر ولایاتو کې د طالبانو له خوا د بې حجابۍ په تور یو شمېر نجونې او مېرمنې ونیول شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» ویلي، چې د وروستیو پېښو په اړه په ژوره توګه اندېښمن دي.
یوناما نن په اعلامیه کې ویلي، چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې یې، په کابل او دایکنډي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي، چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په پلازمینه کابل کې په لویه کچه ښځو او نجونو ته اخطارونه ورکړل شوي او توقیف شوې دي. همدا راز د دایکنډي ولایت په نیلي ښار کې هم ښځې او نجونې توقیف شوې دي.
په اعلامیه کې یوناما د ناسم چلنداو له خبریدو پرته نیونو د پلټنې خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې د اجرايي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوې دي.
یوناما وړاندې وايي: “د دوی د خلاصون لپاره محرم، یا نارینه سرپرست را غوښتل شوی تر څو یو راتلونکی اجرایي ضمانت لاسلیک کړي، که نه له سزا سره به مخامخ شي. یوناما همدارنګه د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي چې ددوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې”.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا په حواله ویل شوي: ”په پلي کېدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکوونکی او خطرناک دي“.
نوموړې زیاته کړې: "توقیفونه له ځانه سره یوه لویه بدنامي لري چې افغان میرمنې له لا ډیر خطر سره مخامخ کوي او همداشان عامه باور له منځه وړي."
په ورته وخت کې یوناما ویره څرګنده کړې، چې د ښځو د ځپلو اوخپلسرو نیول کېدو د وېرې له امله به مېرمنې لا نورې انزوا سره مخ شي.
یوناما یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې افغانستان د یوه دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړۍوالو سندونو غړی پاته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پریکړه لیک هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بېرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ګټې اخیستو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځته کوي.
د نوي لمریز کال له پیله په کابل، غزني او بامیان ولایتونو کې طالبانو یو شمېر مېرمنې د بې حجابۍ په تور نیولې او ځینې یې له پلټنو او ضمانت اخیستو وروسته خوشې کړې؛ مګر ځینې یې لا هم لادرکه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې نیول شوې مېرمنو غوښتل چې په افغانستان کې بې حجابۍ ته کار وکړي او له یو شمېر بهرنیو کړیو څخه یې د دغه کار په موخه امکانات تر لاسه کول.
له افغانستان څخه راپورونه وایي، چې نن د کابل ښار په دشت برچي کې تر چاودنې څه مهال مخکې د بلخ په مرکز مزار شریف کې هم چاودنه شوې ده. تر اوسه په دواړو چاودنو کې د مرګ ژوبلې کره شمېر مالوم نه دی. په ورته مهال ازادۍ جبهه د کابل په خیرخانه کې پر طالبانو د برید ادعا کوي.
ویل کېږي د مزار شریف د څلورمې حوزې په بلخ دروازه کې دا چاودنه د ښخ شوي ماین له امله شوې ده.
ځینې شاهدان وايي، طالبانو هغه کسان ونیول چې غوښتل یې د پېښې انځور یا ویډیو وکړي.
پر مزار شریف سربېره د کابل په دشت برچي کې هم چاودنه شوې چې لا یې د مرګ ژوبلې کره مالومات نشته.
په ورته مهال ازادۍ جبهې د کابل په خیرخانه کې د طالبانو پر امر باالمعروف د برید خبر ور کړی او ویلي یې دي چې درې طالبان یې وژلی او دوه یې ټپي کړي دي.
له یوې اونۍ په کم وخت کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کېږي.
شپږ ورځې وړاندې په دشت برچي کې د چاودنې له امله پنځه کسان ووژل او ۱۵ ټپیان شول.
درې ورځې مخکې هم د کابل الوخېلو کې په مارسیدیس موټر کې چاودنه شوې ده او طالبان وايي درې کسان پکې وژل شوي دي.
د داعش د تېرو دوو چاودنو مسوولیت منلی دی.
له ډېرو ورځو په مېډيا دا خبر خپريږي چې په کابل ښار کې د امر بالمعروف محتسبينو ښځې د بې حجابۍ په تور نيولې دي او قضایي ارګانو ته یې سپارلې دي. په دوی الزام دی چې په اسلامي ټولنه کې بې حجابی خپروي.
په ټولو رسنيو کې دا فقط يو خبر يو غږ نه دی، بلکې په کابل کې د ښځو د ژوند ژواک تعليم او روزګار معاش او د ګرځېدو په هکله د طالب چارواکو سختي او مزاج ښکاره کوي چې له دې د زوړ او نوي طالب څرګندونه هم اسانه شي.
پرون اونن طالب کې څه فرق نشته د وړومبنۍ تجربې په رڼا کې نوی پرده پوښ انداز دی نور خو که د نړۍ په عېنکو ورته وکتل شی نو!!
""ګل په ګلشن کې ولاړ څيرې ګريوان هغسې دی""
خو--!!
څيرې ګريوانونه د حجاب په حکم کې پټ دي ښکاري نه، خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې په افغانستان کې د جينکو په تعليم پابندي ده، مکتبونه پوهنتونونه تړل شوي دي او د کابل د ښځو په لباس اوسنی د بې حجابۍ تور او د امربالمعروف د محتسبينو کاروايي د يوې لړۍ کړۍ ده، چې د کابل ډېر پخوانی غږ رايادوي!!
"کابل چې سور وو نو تک شين وو
خو چې شين شو
داسې سور شو
چې سره یې هم ګوته په غاښ کړل"
سور سپين او شين دا دی اوس تور پټکیو او سپينو جامو په خپل خپل وار څه عجيبه عجيبه لوبې وکړې،هره لويه لوبه کابل نړيوالو ته سواليه نښه جوړه کړې ده او جواب یې څه موده پس هم نړيوال ورکوي، ځکه چې مېدان د افغانانو دی لويه لوبه پکې د نړيوالو ده- د پوښتنو جوابونه هم له هغوی سره دي.
دا اوس چې د ښځو په لباس کوم اعتراض راغلی دی نو د طالبانو د وړومبنۍ دورې ياد تازه کوي. په هغه دوره کې ښځه ذات په شټل کاک بورقه کې هم په لښتو ووهل شوه، چې پټ مخ د بازار د ګرځېدو ګرځنده سزا وه، نن خو محتسبينو سره دا جواز بهانه خو شته چې ښځه لوڅ مخ ده او جامې یې د اسلامي تهذيب خلاف دي. ټولنې ته د بې حجابۍ ترغيب ورکوي.
د وړومبني او دوېم دواړو دورونو د کابل مور خور لور سزاواره وه چې دا ولې د حوا لور افغانستان کې نشته او دا هېواد د ادم د زامنو دی، یا لکه چې د استازانو صاحبانو کور کې زنانه نشته، خو روستو معلومه شوه چې څوک د افغانستان د لور نه قلم کتاب د ګناه په توګه اخلي د هغوی خپلې لوڼه په نورو هېوادونو کې تعليمونه حاصلوي.
دا ټوکه د پاکستان بنسټ پالو ګوندونو هم کړې ده چې د افغانستان جهاد او فساد دواړو برخو کې یې شاګردان اخوا ليږلي وو او ډېر پکې ژوندي ورک دي، څه نوم ورکي شهيدان شوي دي خو خپل زامن لوڼه یې د امريکا يورپ د پوهنتونونو نه فارغ التحصيل د پوره اسنادو سره راغلي دي او په لويو ادارو کې په اهمو چوکیو ناست دي.
د سوات او دير زلمي چې د مولانا صوفي محمد او فضل الله سره جهاد له تللي وو د هغوی مېندې نن هم ورک جهاديان بچي ژاړي او بيا ځانله دا تسلي ورکوي چې بچي مو جنت ته تللي دي.
اوس چې کابل بيا د طالبانو لاس ته وسپارل شو نو په نوي طالب کې کله کله زوړ طالب راښکاره شي او ټول زور ښځې ذات ته راشي چې هم یې په بورقه پړده کې په لښتو وهي او هم ورله اوس په لباس د بې حجابۍ تور لګوي چې ټولنه ترې د بې حجابۍ اثر اخلي.
د کابل د جينکو په تعليم بندېز خو اوس عادي کار شو، ټولو نړيوالو په خپل خپل ځای طالبانو باندې زور راوړ خو مټ یې ورله تاو نه کړ، چې په دې خبره یې پوهه کړي، چې د کوم قام لوڼه د تعليم نه محرومه پاتې شي او د سبا مور شي نو د بچي د تش خوب غېږه خو درسګاه نشي کېدی او چې چرته د يو هېواد چارواکي د ښځو د لباس په معامله کې ونښلي او فقط ښځه ورته د ټولنې د بې حجابۍ سوب وښکاري او د اسلامي تهذيب خطره پکې ګوري نو د سعودي عرب اسلامي نظام ته به څه وایي.
اوس خو د سعودي په اسلام کې هم د ښځې د نوې دنيا بدلون کې د کور او ګور تصور ختم شو، د نړۍ په دغوټولو بدلونونو کې که د کابل د طالبانو په لاس د پوليو څاڅکي د ماشوم په خوله کې باتصويره روا شول، نو د ښځو په لباس دومره حده پورې انتها پسندي ولې کيږي چې ترمنځه یې د پښتني کلتور روايات هم امربالمعروف محتسبينو په خپلو احکاماتو يووړل او ښځې زنداني شوې چې اوس به قضایي واکمنو ورته څه فېصله کړې وي، که ضمانت یې ورکړی وي يا نوره سزا ' خو هغه کار وشو چې يو سړي چغې وهلې مار دی مار--- خلکو رامنډې کړې چې مار وخوړې??
سړی جواب ورکړ: مار مې په سينه تېر شو خوړلی یې نه يم خو د مار دا لاره مې خوښه نه شوه.
د کابل چارواکو چې د ښځو پر ضد په لباس کوم تور ولګاوه او بيا یې لکه د ملزمانو ونيولې، نو دا عمل د نور تېز عکس العمل لاره جوړوي، ځکه چې د چا د کور تورسرې د اوسپنې پنجرې ته ورسېږي نو د کور څښتن به څه تصور کوي.
د طالبانو په کابل د وړومبنۍ دورې احکامات د سړو د ږيرو په حقله وو چې د ږيرو ناف به یې ورله کولو چې تر پېښور پورې یې اثرات رارسېدلي وو.
ما يو ورځ په پېښور کې د زوړ تېر شوي دور د کابل يو ملګری وليد ما نه پېژانده، هغه مسکي مسکي کتلو کې ماته غاړه وتو، له پېژندګلو نه پس یې زما د پوښتنې نه وړاندې وویل!!
دا زما په مخ د طالبانو ږيره ده زما نه ده-
دا هاغه ورځې وې چې دلته په پښتونخوا کې د بنسټ پالو حکومت و، په موسيقۍ پابندي وه، په سړکونو اشتهاراتي غټ غټ بورډونو باندې د جينۍ تصوير و په هغه د سياهی تور رنګونه اچول شوي وو، د ګاډو ټېپونو د سندرو په ځاې نعتونه غږول.
دغه شان حالاتو په وړومبني او اوس دویم دور هم سندر غاړو فنکارانو ته په خوله لاسونه کېښودل، د موسيقۍ الات یې ورله مات کړل، حالانکې د فنکار په وړاندې د هغه الات ماتول لکه په اور سېځل داسې وي؛ لکه د پلار په وړاندې د بچي وژل دي خو !!
""دا د تاريخ جبر دی او جبر نازولی دی""
زمونږ فنکاران او روښان فکره خلک چې هر څوک د تاريخ د جبر تبر ووهي نو د خپلې خاورې نه ووځي، خو افغان فنکاران چې ديخوا د زړو پخوانو انصارو خوا ته پناه ته راغلل نو د غېر قانوني په تور پوليسو ونيول او زنداني یې کړل او چې په زوره یې د پولې اخوا اړول نو هغوی حېران و چې څه وکړي، يو خوا ډانګ و بل خوا پړانګ.
پښتون افغان د تاريخ جبر په بېلا بېلونو مونو وهلی او ځپلی دی. دلته داسې وختونه مونږ هم ليدلي دي چې د طالبانو استازانو د خپلو شاګردانو تقليد کولو د کابل طالبان د خپلو استازانو نه زيات تېز وو ځکه نو دلته یې استازانو د سېکولر پاکستان ږيرې هم د ګېډو نه رابهر کړې.
په دې حقله د پاکستان سيکولارزم او بنياد پرستي د وخت او د حالاتو د ضرورت تر مخه خپل شکلونه زر بدلوي. د شاګردانو او استازانو دغه تعلق زمونږ پښتونخوا هم ليدلی دی چې سندرغاړي یې نعت خوانان شول او د سوات سندرغاړې هنر مندې حلالې شوې.
جنګونه' انقلابونه' جهادونه' فسادونه هر څه ښځه ذات د ټولو نه زياته ژړوي، ځوروي د مور خور لور او کورودانې په صفت په هره رشته کې ښځه ذات ژاړي او ګزار هم په دوی کيږي ځکه چې تور تهمت الزام په زنانه تورسرې په اسانه لګېدی شي او دغېرت په نوم یې وژني.
بل خوا داسې کارونه کلتور د مذهب په ضد دروي، حالانکې پښتو او مذهب د يوبل سره جوخت دي، خو مذهب او رياست د يو بله جدا ساتل دي، ځکه چې په رياست کې د هر مذهب د هر قوم او ځانله ځانله ژبې ويونکي ژوند کوي، نو په زوره په چا رياست د مذهب احکامات ورمنلی نشي، لکه د کابل طالب چارواکي چې په زوره د چا ږيرې اوږدولو او د زنانه لباس په خپل ناف د جوړولو حکم ته اسلامي قانون وایي.
د جينکو په تعليم باندې بندېز لګوي او د افغانانو ټولنې ته فقط د سړو ټولنه وایي، خو هغه د مذهب استازان چې د شريعت اسلامي احکامات فقط ښځو باندې مسلط کوي ښځې ته دې په دې شعر کې هم وګوري-----!!
وجود زن سےہے تصویر ِکائنات میں رنگ
اِسی کے ساز سےہے زندگی کا سوزِ دروں
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.
د کابل لوېدیځ کې اوسېدونکي وايي، نن ځايي وخت څه باندې درې بجې په دشت برچي کې چاودنه وشوه. تر اوسه د دې چاودنې د ډول او مرګ ژوبلې په هکله مالومات نشته.
افغانستان انټرنشنل ته د دې چاودنې رسېدلو ویډیوګانو کې د خلکو وارخطايي ښکاري او هم لیدل کېږي چې څو کسان پر ځمکه پراته دي.
طالبانو هم لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
نږدې اونۍ مخکې هم دې سیمه کې په کاسټر موټر کې چاودنه شوې وه چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او تر ۱۵ ټپیان و.
داعش د هغې چاودنې مسوولیت منلی دی.