په یمن کې د حوثیانو پر مورچلو د امریکا د دویم ځلي بریدونو خبرونه ورکړل شوي

د یمن سره تړلې د المسیره شبکې رپوټ ورکړی، چې امریکايي او بریتانوي ځواکونه پر صنعا د بریدونو په حال کې دي. رویټرز او سي اېن اېن هم د باخبرو سرچینو له خولې په صنعا د امریکا د بریدونو خبر ورکړی دی.