• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د چین شینهوا خبری آژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د چین د مرکزي هینان ولایت د پینګ دینګشان ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او 15 نور لادرکه دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په داسې حال کې چې لا په کان کې د ژغورنې عملیات روان دي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه په ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د ډبرو سکرو او ګازو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. د ډبرو سکرو دغه کان د پینګدینګشان ټایټان کمپنۍ ملکیت دی.

د بیړنيو حالاتو د مدیریت ادارې په وینا، د چاودنې پر مهال په کان کې 45 کسان وو چې اته یې مړه شوي او 15 نور لادرکه دي،‌ خو د پاتې ۲۲ کسانو سره د ژغورونکو له خوا اړیکه ټینګه شوې ده.

د چارواکو له خولې ویل شوي چې د پیښې پر محال د ځمکې لاندې په بیلابیلو کانونو کې ټولټال 425 کسانو کار کاوه، او 380 کسان تر چاودنې وروسته له کانونو راویستل شوي دي.‌

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او بریټانیا بریدونو ۵ وسله وال وژلي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د حوثي شعیه وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع منلې، چې د دوی پر مرکزونو د امریکا او بریټانیا په بریدونو کې د دې ډلې پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ښاغلي سریع ویلي، امریکا او برېټانیا تر اوسه د دغې ډلې پر مرکزونو ۷۳ هوايي بریدونه کړي دي.

تر دې مخکې د یمن د حوثيانو ویاند محمد عبدالسلام په یوې اعلامیه کې ویلي و: « د امریکا او بریټانیا له خوا په یمن کې د حوثيانو پر پوځي موخو بمباري به دغه ډله په سور سمندر کې د اسراییل اړوندو بیړیو باندې له بریدونو را ونه ګرځوي."

امریکا او بریټانیا د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ د پنجشنبې په شپه یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

دغه بریدونه د صنعا، صعده، حدیده او ذمار په ګډون د یمن په بیلابیو سیمو ترسره شوي وو.

په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو په مرکزونو د امریکا او بریټانیا د بریدونو له پیل سره، راپورونه وايي چې د یمن په ښارونو کې چاودنې هم شوي دي.

دغه بریدونه په سیمه او نړۍ کې له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

جرمني او ډنمارک د دغو بریدونو ملاتړ کړی خو عمان او روسیې بیا دغه بریدونه غندلي دي.

اسراییل د هاګ په نړیواله محکمه کې په غزه کې د نسل وژنې تور رد کړ

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۰

اسراییل د جمعې په ورځ د هاګ په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا له لوري په غزه کې د نسل وژنې تورونه رد کړل او له محکمې یې وغوښتل چې په غزه کې د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه ونه مني.

سويلي افریقا اسراییل د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړی او په غزې کې یې سمدستي د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

سویلي افریقا د پنجشنبې په ورځ، په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د اسراییل پر وړاندې د شکایت کولو پر مهال، وویل چې د اسراییل هوایي او ځمکني عملیات چې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا تر اوسه یې څه باندې ۲۳ زره کسان وژلي، « په غزه کې د اوسیدونکو خلکو د له منځه وړلو په موخه» ترسره کیږي.‌

خو د اسرایلو د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي سلاکار تال بیکر محکمې ته ویلي چې په غزه کې د کیدونکو پيښو په اړه د سویلي افریقا تفسیر په پراخه کچه تحریف شوی دی.

بل خوا دغه اسراييلي چارواكی حماس د اسراييلو پر نسل وژنې تورنوي.

د 1948 د نسل وژنې په کنوانسیون کې، نسل وژنه د هغه عمل په توګه تعریف شوې چې "د یوې ملي، نژادي، یا مذهبي ډلې په بشپړه یا یوه برخه یې له منځه یوړل شي".

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراييلو پر جنوبي سيمو له ناڅاپي بريد وروسته، چې په ترڅ کې يې ١٢٠٠ کسان ووژل شول او ٢٤٠ تنه د حماس له خوا يرغمل شول، اسراييل په غزه کې د دغې ډلې د ځپلو لپاره پراخ عمليات پيل کړل.

د اسراییلو د عملیاتو له پیل راهیسې د غزې شاوخوا ۲،۳ میلیونه اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو پور تصویب کړ

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د پاکستان مالیې وزارت وايي، د پیسو نړیوال وجهي صندوق دغه هیواد ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو پور منظور کړ چې د درې میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي ملاتړ د پروګرام برخه ده. دغه وزارت خپل اېکس کې پرون لیکلي، دغه صندوق د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړنۍ بیا کتنه هم پوره کړې ده.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق بورډ هم ویلي چې د دغه مالي پروګرام بیا کتنې بشپړولو سره یې د پاکستان د پور کچه ۱،۹ میلیارډ ډالرو ته راکته کړې ده.

دا صندوق دا هم وايي چې په دغې مرستې سره اوس د پاکستان په اقتصاد کې د تحرکاتو د پیلیدو او د بهرني فشارونو د کمیدو لنډمهاله نښې لیدل کیږي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:‌ "د دغه مالي پروګرام دوامداره قوي مالکیت لاهم ډېر مهم دی ترڅو چې دا یقیني کړي چې اوسنی اقتصادي تحرکات دوام پیدا کړي او د پاکستان د اقتصاد ثبات ټینګیدو سبب شي."

دغه د سویلي آسیا هیواد چې اوس د سرپرست حکومت له خوا اداره کیږي په جولای میاشت کې د پیسو د نړیوال وجهي صندول د پور د یو پروګرام له تصویب سره د دیوالي کیدو له خطره بچ شو.

د دغه مالي ملاتړ له پروګرام له پیل مخې، پاکستان د پیسو د نړیوال وجهي صندول له خوا ټاکل شوې ځینې کړنې ترسره کړې چې په هغې د بودجې بیا کتنه، د سود نرخ زیاتول، او د بریښنا او ګازو د بیو لوړول راځي.

کانګو سیند سلګونه کسان مړه کړل

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

چارواکي وايي، د کانګو سیند پورته کېدلو سره په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او کانګو جمهوریت کې په تېرو میاشتو کې تر درې سوو ډېر کسان مړه شول. د چارواکو په خبره، دا په تېرو شپېتو کلونو کې اول ځل دی چې کانګو سیند دومره مستېږي او دواړه هېوادونه زیانمنوي.

کمزوری ښاري پلان او کمزورې ودانۍ د دې سبب شوې چې د افریقا ځینې هېوادونو کې له باران وروسته سېلاب ډېر ورانی وکړي او اقلیمي بدلون سره دا تاوان نور هم زیات شوی دی.

تېره چارشنبه کانګو سیند د سمندر له کچې ۶.۲۰ مترو ته پورته شو. تر دې مخکې پر ۱۹۶۱ کال دا سیند ۶.۲۶ مترو ته رسېدلی و.

ځايي چارواکي وايي ښايي سیند نور هم جګ شي او په همدې وجه خلکو ته هرومرو پکار دي چې له شاوخوا سیمو ووځي.

د دې سیند له امله پر ۳۰۰ ډېرو کسانو مړه کېدو سربېره تر درېو لکو کورونه زیانمن شوي ، لسګونه زره نور له منځه تللي دي.

په کانګو جمهوریت کې هم دغه سیند د پلازمېنې په ګډون شپږو سیمو کې ۱۷ کسان مړه کړي او تر شپېتو زرو کورونه یې زیانمن کړي دي.

د پښتونخوا پولیس وايي پر ایمل ولي خان او مولانا فضل رحمان د برید پلانګر یې ونیول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د پښتونخوا پولیس وايي، هغه دوه کسان یې نیولي چې د ملی عوامي ګوند پر صوبايي مشر او د جمعیت علمای اسلام پر رهبر یې د ځانمرګي برید پلان درلود. د پاکستان کورنیو چارو وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې ویلي و چې د دغو دوو مشرانو ژوند ته ته خطر دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د ځانګړو عملیاتو مشر نجم الحسنین د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، چې دا کسان یې د پېښور په متنو کې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال د داعش غړي دي او پر مولانا فضل رحمان او ایمل ولي خان یې د برید پلان درلود.

د پاکستان امنیتی چارواکي وايي، دې دوو کسانو هم منلې ده چې پر دغو مشرانو یې د برید پلان درلود.

د پاکستان د ټولټاکنو په درشل کې پر امنیتي ځواکونو سربېره د ټاکنو پر نوماندانو او غونډو یې هم بریدونه ډېر شوي دي.

درې ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې هم د صوبايي اسمبلۍ لپاره یو خپلواک نوماند کلیم الله داوړ په وسلوال برید کې ووژل شو.