• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو پور تصویب کړ

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د پاکستان مالیې وزارت وايي، د پیسو نړیوال وجهي صندوق دغه هیواد ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو پور منظور کړ چې د درې میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي ملاتړ د پروګرام برخه ده. دغه وزارت خپل اېکس کې پرون لیکلي، دغه صندوق د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام لومړنۍ بیا کتنه هم پوره کړې ده.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق بورډ هم ویلي چې د دغه مالي پروګرام بیا کتنې بشپړولو سره یې د پاکستان د پور کچه ۱،۹ میلیارډ ډالرو ته راکته کړې ده.

دا صندوق دا هم وايي چې په دغې مرستې سره اوس د پاکستان په اقتصاد کې د تحرکاتو د پیلیدو او د بهرني فشارونو د کمیدو لنډمهاله نښې لیدل کیږي.

په دغه اعلامیه کې راغلي:‌ "د دغه مالي پروګرام دوامداره قوي مالکیت لاهم ډېر مهم دی ترڅو چې دا یقیني کړي چې اوسنی اقتصادي تحرکات دوام پیدا کړي او د پاکستان د اقتصاد ثبات ټینګیدو سبب شي."

دغه د سویلي آسیا هیواد چې اوس د سرپرست حکومت له خوا اداره کیږي په جولای میاشت کې د پیسو د نړیوال وجهي صندول د پور د یو پروګرام له تصویب سره د دیوالي کیدو له خطره بچ شو.

د دغه مالي ملاتړ له پروګرام له پیل مخې، پاکستان د پیسو د نړیوال وجهي صندول له خوا ټاکل شوې ځینې کړنې ترسره کړې چې په هغې د بودجې بیا کتنه، د سود نرخ زیاتول، او د بریښنا او ګازو د بیو لوړول راځي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

کانګو سیند سلګونه کسان مړه کړل

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

چارواکي وايي، د کانګو سیند پورته کېدلو سره په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او کانګو جمهوریت کې په تېرو میاشتو کې تر درې سوو ډېر کسان مړه شول. د چارواکو په خبره، دا په تېرو شپېتو کلونو کې اول ځل دی چې کانګو سیند دومره مستېږي او دواړه هېوادونه زیانمنوي.

کمزوری ښاري پلان او کمزورې ودانۍ د دې سبب شوې چې د افریقا ځینې هېوادونو کې له باران وروسته سېلاب ډېر ورانی وکړي او اقلیمي بدلون سره دا تاوان نور هم زیات شوی دی.

تېره چارشنبه کانګو سیند د سمندر له کچې ۶.۲۰ مترو ته پورته شو. تر دې مخکې پر ۱۹۶۱ کال دا سیند ۶.۲۶ مترو ته رسېدلی و.

ځايي چارواکي وايي ښايي سیند نور هم جګ شي او په همدې وجه خلکو ته هرومرو پکار دي چې له شاوخوا سیمو ووځي.

د دې سیند له امله پر ۳۰۰ ډېرو کسانو مړه کېدو سربېره تر درېو لکو کورونه زیانمن شوي ، لسګونه زره نور له منځه تللي دي.

په کانګو جمهوریت کې هم دغه سیند د پلازمېنې په ګډون شپږو سیمو کې ۱۷ کسان مړه کړي او تر شپېتو زرو کورونه یې زیانمن کړي دي.

د پښتونخوا پولیس وايي پر ایمل ولي خان او مولانا فضل رحمان د برید پلانګر یې ونیول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د پښتونخوا پولیس وايي، هغه دوه کسان یې نیولي چې د ملی عوامي ګوند پر صوبايي مشر او د جمعیت علمای اسلام پر رهبر یې د ځانمرګي برید پلان درلود. د پاکستان کورنیو چارو وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې ویلي و چې د دغو دوو مشرانو ژوند ته ته خطر دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د ځانګړو عملیاتو مشر نجم الحسنین د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، چې دا کسان یې د پېښور په متنو کې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال د داعش غړي دي او پر مولانا فضل رحمان او ایمل ولي خان یې د برید پلان درلود.

د پاکستان امنیتی چارواکي وايي، دې دوو کسانو هم منلې ده چې پر دغو مشرانو یې د برید پلان درلود.

د پاکستان د ټولټاکنو په درشل کې پر امنیتي ځواکونو سربېره د ټاکنو پر نوماندانو او غونډو یې هم بریدونه ډېر شوي دي.

درې ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې هم د صوبايي اسمبلۍ لپاره یو خپلواک نوماند کلیم الله داوړ په وسلوال برید کې ووژل شو.

جان اڅکزی: د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره ښکېله ده

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، د دغې صوبې په ناامنۍ کې د هند استخباراتي ډله را ښکېله ده. نوموړي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دوښمن ته به اجازه ور نه کړل شي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، نوموړي خپلو خبرو کې هغو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ چې پاکستان کې د امن لپاره وژل کېږي.

تر دې مخکې د پاکستان پخواني سرپرست کورنیو چارو وزیر هم هند د بلوچستان صوبې په ناامنۍ کې ښکېل بللی و.

سرفراز بګټي د بلوچستان په مستونګ کې د تېر سپټمبر پر ۲۹ له ځانمرګي برید ورووسته چې ۵۹ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول هند د ترهګرۍ مور وباله.

هغه زیاته کړه: «بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د هند استخباراتي اداره را لاس لري، چې د ترهګرۍ د پلانوونکو، اسانچارو او ترهګرو مور ده.»

په مقابل کې د هند چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې د نوي ډېلي ضد وسلوالو ته پنا ور کړې ده.

‏ټي ټي پي: د مذاکراتو په نوم له هرې چل بازۍ خبر یو او د شیخ او مولانا په خبرو نه غولېږو

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۰:۳۵ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وایي، چې د مذاکراتو په نوم له هرې چل بازۍ خبر دي او د هېڅکله به د کوم شیخ او مولانا په خبرو نه غولېږي.

ټي ټي پي په یوې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې مخاطب کړی دی؛ خو د وینا پاڼې په یوه برخه کې يې خبرداری ورکړی، چې د مذاکراتو په نوم به هېڅ چل ته غاړه کېنږدي او نه د کوم شېخ او مولانا خبرو ته ارزښت ورکوي.

ظاهراً له مولانا څخه د ټي ټي پي موخه مولانا فضل الرحمان دی.

‏اعلامیه کې ویل شوي: « مونږ د مذاکراتو په نوم د حکومت له لوبې او چل بازۍ خبر یوو. د دې کار لپاره د کوم سیاستوال، صوفي، شېخ او مولانا په خبرو نه غولېږو او نه هم د چا د رایې لپاره خپل ماموریت پرېږدو.»

‏دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې مولانا فضل الرحمن او د طالبانو ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په دې خبرې کړي، چې څنګه کېدای شي د پاکستان را روانې ټاکنې په سوله ییز ډول ترسره، د پاکستان دولت او ټي ټي پي تر منځ نږدې راتلونکي کې اعلان شوي یا نا اعلان شوي اوربند ته زمینه مساعده شي.

‏په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نن پنجشنبه یوي خبرې غونډې ته په وینا کې افغان طالبان یو ځل بیا تورن کړل، چې ټي ټي پي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

‏خو تحریک طالبان پاکستاني په خپلې تازه خپرې کړې اعلامیه کې دغه تور رد او ویلي یې دي، « مونږ مخکې هم وضاحت ورکړی او یو ځل بیا ټینګار کوو، چې خپله مبارزه مو له خپلې خاورې جاري ساتلې ده. تېر کال کې پر پاکستانیو ځواکونو ۹۰۰ بریدونه ددې خبرې ثبوت دی او دا ښکاره کوي، چې پاکستاني عوام زمونږ ملاتړي دي.»

‏ټي ټي پي همدا راز د پاکستان پر حکومت تور پورې کړی، چې له مذاکراتو په شا کېږي او په دې برخه کې هېڅ ژمنتیا نه لري.

‏دوی وایي، مونږ به تر هغې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، تر څو چې په پاکستان کې اسلامي نظام نه وي تطبیق شوی.

ایران: د کرمان ځانمرګی بریدګر د تاجکستان تبعه دی چې د ترکیې له لارې افغانستان ته تللی و

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزرات وایي، چې د کرمان په ښار کې د دوو ځانمرګو بریدونو څخه یو بریدګر د تاجکستان تبعه دی چې د ترکیې له لارې افغانستان ته تللی و. دا بریدونه چې قاسم سلیماني د مړیني د تلین په مراسمو کې ترسره شول په تړاو یې ۳۵ کسان د ایران له څو ولایتونو څخه نیول شوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې؛ د دغه برید اصلي طرح کوونکی تاجک تبعه عبدالله تاجکي دی، چې له یوې مېرمنې او ماشوم سره په ناقانونه توګه د هېواد له جنوبي پولې کرمان ولایت ته داخل شوی دی.

همداراز عبدالله تاجکی د بم جوړولو ماهر هم دی او له برید دوه ورځې وړاندې له هېواده وتلی و.

مطبوعاتي اعلامیه د دوو ځانمرګو برید کونکو څخه د یوه کس هویت په ډاګه کړی.

تاجک تبعه ۲۴ کلن بازروف (بوزروف) د ټیلیګرام له لارې له داعش (اسلامي دولت) سره په تماس کې شو، چې د ترکیې څخه افغانستان ته لاړ او له افغانستان څخه په ناقانونه توګه ایران ته داخل شو.

هغه کله چې افغانستان ته لاړ بدخشان کې مېشت شو، چیرته چې د داعش له (ISKP) څانګې سره یوځای شو. داعش هغه د سراوان ښار له لارې ایران ته واستاوه. له هغه وروسته د کرمان ښار کې مېشت شو او د برید لپاره په تمه و. د دویم بریدګر هویت لا نه دی معلوم.

خو د ایران په کرمان، سیستان بلوچستان، خراسان رضوي، اصفهان، تهران او لوېدیځ اذربایجان په ګډون د هېواد په څو ولایتونو کې د دغه برید په تړاو ۳۵ کسان هم نیول شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې وروستیو کې په مشهد ښار کې د یوه بل ځانمرګي برید مخه نیول شوې ده.