• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کانګو سیند سلګونه کسان مړه کړل

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

چارواکي وايي، د کانګو سیند پورته کېدلو سره په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او کانګو جمهوریت کې په تېرو میاشتو کې تر درې سوو ډېر کسان مړه شول. د چارواکو په خبره، دا په تېرو شپېتو کلونو کې اول ځل دی چې کانګو سیند دومره مستېږي او دواړه هېوادونه زیانمنوي.

کمزوری ښاري پلان او کمزورې ودانۍ د دې سبب شوې چې د افریقا ځینې هېوادونو کې له باران وروسته سېلاب ډېر ورانی وکړي او اقلیمي بدلون سره دا تاوان نور هم زیات شوی دی.

تېره چارشنبه کانګو سیند د سمندر له کچې ۶.۲۰ مترو ته پورته شو. تر دې مخکې پر ۱۹۶۱ کال دا سیند ۶.۲۶ مترو ته رسېدلی و.

ځايي چارواکي وايي ښايي سیند نور هم جګ شي او په همدې وجه خلکو ته هرومرو پکار دي چې له شاوخوا سیمو ووځي.

د دې سیند له امله پر ۳۰۰ ډېرو کسانو مړه کېدو سربېره تر درېو لکو کورونه زیانمن شوي ، لسګونه زره نور له منځه تللي دي.

په کانګو جمهوریت کې هم دغه سیند د پلازمېنې په ګډون شپږو سیمو کې ۱۷ کسان مړه کړي او تر شپېتو زرو کورونه یې زیانمن کړي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا پولیس وايي پر ایمل ولي خان او مولانا فضل رحمان د برید پلانګر یې ونیول

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د پښتونخوا پولیس وايي، هغه دوه کسان یې نیولي چې د ملی عوامي ګوند پر صوبايي مشر او د جمعیت علمای اسلام پر رهبر یې د ځانمرګي برید پلان درلود. د پاکستان کورنیو چارو وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې ویلي و چې د دغو دوو مشرانو ژوند ته ته خطر دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د ځانګړو عملیاتو مشر نجم الحسنین د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، چې دا کسان یې د پېښور په متنو کې نیولي دي.

د نوموړي په خبره، دا وسلوال د داعش غړي دي او پر مولانا فضل رحمان او ایمل ولي خان یې د برید پلان درلود.

د پاکستان امنیتی چارواکي وايي، دې دوو کسانو هم منلې ده چې پر دغو مشرانو یې د برید پلان درلود.

د پاکستان د ټولټاکنو په درشل کې پر امنیتي ځواکونو سربېره د ټاکنو پر نوماندانو او غونډو یې هم بریدونه ډېر شوي دي.

درې ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې هم د صوبايي اسمبلۍ لپاره یو خپلواک نوماند کلیم الله داوړ په وسلوال برید کې ووژل شو.

جان اڅکزی: د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره ښکېله ده

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی وايي، د دغې صوبې په ناامنۍ کې د هند استخباراتي ډله را ښکېله ده. نوموړي نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، دوښمن ته به اجازه ور نه کړل شي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، نوموړي خپلو خبرو کې هغو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ چې پاکستان کې د امن لپاره وژل کېږي.

تر دې مخکې د پاکستان پخواني سرپرست کورنیو چارو وزیر هم هند د بلوچستان صوبې په ناامنۍ کې ښکېل بللی و.

سرفراز بګټي د بلوچستان په مستونګ کې د تېر سپټمبر پر ۲۹ له ځانمرګي برید ورووسته چې ۵۹ کسان پکې ووژل او تر ۶۰ ډېر ټپیان شول هند د ترهګرۍ مور وباله.

هغه زیاته کړه: «بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د هند استخباراتي اداره را لاس لري، چې د ترهګرۍ د پلانوونکو، اسانچارو او ترهګرو مور ده.»

په مقابل کې د هند چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې د نوي ډېلي ضد وسلوالو ته پنا ور کړې ده.

ایران: د کرمان ځانمرګی بریدګر د تاجکستان تبعه دی چې د ترکیې له لارې افغانستان ته تللی و

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزرات وایي، چې د کرمان په ښار کې د دوو ځانمرګو بریدونو څخه یو بریدګر د تاجکستان تبعه دی چې د ترکیې له لارې افغانستان ته تللی و. دا بریدونه چې قاسم سلیماني د مړیني د تلین په مراسمو کې ترسره شول په تړاو یې ۳۵ کسان د ایران له څو ولایتونو څخه نیول شوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې؛ د دغه برید اصلي طرح کوونکی تاجک تبعه عبدالله تاجکي دی، چې له یوې مېرمنې او ماشوم سره په ناقانونه توګه د هېواد له جنوبي پولې کرمان ولایت ته داخل شوی دی.

همداراز عبدالله تاجکی د بم جوړولو ماهر هم دی او له برید دوه ورځې وړاندې له هېواده وتلی و.

مطبوعاتي اعلامیه د دوو ځانمرګو برید کونکو څخه د یوه کس هویت په ډاګه کړی.

تاجک تبعه ۲۴ کلن بازروف (بوزروف) د ټیلیګرام له لارې له داعش (اسلامي دولت) سره په تماس کې شو، چې د ترکیې څخه افغانستان ته لاړ او له افغانستان څخه په ناقانونه توګه ایران ته داخل شو.

هغه کله چې افغانستان ته لاړ بدخشان کې مېشت شو، چیرته چې د داعش له (ISKP) څانګې سره یوځای شو. داعش هغه د سراوان ښار له لارې ایران ته واستاوه. له هغه وروسته د کرمان ښار کې مېشت شو او د برید لپاره په تمه و. د دویم بریدګر هویت لا نه دی معلوم.

خو د ایران په کرمان، سیستان بلوچستان، خراسان رضوي، اصفهان، تهران او لوېدیځ اذربایجان په ګډون د هېواد په څو ولایتونو کې د دغه برید په تړاو ۳۵ کسان هم نیول شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې وروستیو کې په مشهد ښار کې د یوه بل ځانمرګي برید مخه نیول شوې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:افغان کډوالو ته د وېزې او استوګنې د اجازې ورکولو ژمنه نه ده شوې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۰ GMT+۰

هاکان فیدان وايي، چې په کابل کې د ترکیې شارژدافیر او طالبانو له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي په اړه سره خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې افغان کډوالو ته د وېزو او د اوسېدو د اجازې ورکولو په برخه کې هېڅ ژمنه نه ده شوې.

ښاغلي فیدان دغه څرګندونې د ترکیې د اپوزیسیون د انقرې مرستیال دینیز دیمیر له خوا په پارلمان کې د هغې پوښتنې په ځواب کې کړي، چې ګواکې افغان کډوالو مېشت په ترکیه کې قانوني کیږي او وېزې ورکول کیږي.

یو شمېر رسنیو داسې رپوتونه ورکړي وو، چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنګ اونال سره لیدلي او د افغان کډوالو د قانوني کېدو او هغوی ته د کار د وېزو د ورکړې په اړه یې خبرې کړي.‌

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د دغې ناستې په اړه ویلي، چې دا د ترکیې د شارژدافیر او د طالبانو د موقتې ادارې د چارواکو ترمنځ عادي ناسته وه.

هغه ویلي: "په دې ناسته کې له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د مبارزې او له ترکیې څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې شوي."

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ په توګه وپېژندل شو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۰

سربېره پر دې چې زرګونه افغانان لا هم د پاسپورټ اخیستو ته انتظار کوي، د ټایم مجلې په یوه نوي راپور کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د پاسپورټ د اعتبار کچه ښودلې ده. د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د اعتبار په لحاظ د لېست اخري ځای خپل کړی او تر ټولو کم اعتباره پاسپورت بلل شوی دی.

په تېرو پنځو کلونو کې سینګاپور او جاپان د نړۍ تر ټولو پیاوړي پاسپورټونه درلودل، چې خپلو وګړو ته یې د نورو هېوادونو په پرتله د وېزې پرته ډېرو هېوادونو ته د لاسرسي اجازه ورکوله؛ خو سږ کال ډېر څه بدل شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د څلورو اروپایي هېوادونو د پاسپورټ اعتبار لا پسې لوړ شوې او د لیست په سر کې سینګارپور او جاپان سره یو ځای شوي، چې لومړی مقام یې خپل کړی.

د فرانسې، جرمني، ایټالیا او هسپانیې وکړي اوس له ۲۲۷ هېوادونو څخه ۱۹۴ هغو ته له وېزې پرته سفر کولی شي، د دغو هېوادونو شمېر تېر کال ۱۹۱ و.

سویلي کوریا، سوېډن او فنلینډ بیا دوم مقام خپل کړی او وګړي یې کولی شي، چې ۱۹۳ هېوادونو له وېزې پرته سفر ولري.

اتریش، ډنمارک، ایرلینډ او هالنډ بیا درېیم مقام خپل کړی او وګړي یې ۱۹۲ هېوادونو ته پرته له وېزې د سفر اجازه لري.

انګلستان د سږکال په لېست کې څلورم ځای لري، چې وګړي یې ۱۹۱ هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي او امریکا بیا اووم مقام تر لاسه کړي او وګړي یې ۱۸۸ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي.

یوه لسیزه وړاندې، امریکا او انګلستان په دغه لیست کې لومړی مقام درلوده.‌

عربي متحده اماراتو بیا د دغه لېست پړاونونه په چټکۍ سره تېر کړي او یوولسم پړاو ته یې ځان رسولی، چې وګړي یې ۱۸۳ هېوادونو ته بې له وېزې سفر کولی شي.

چین بیا په ۶۲ مقام کې ځای لري او وګړي یې ۸۵ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي، د دغو هېوادونو شمېر د تېرې لسیزې په پرتله دوه چنده شوی دی.

افغانستان چې د دغه لېست کې وروستۍ مقام خپل کړی، وګړي یې یوازې ۲۸ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي. تر افغانستان مخکې سوریه، اعراق او یمن هېوادونو ځای اخیستې او وګړي یې د ۲۹ او ۳۵ هېوادونو ترمنځ بې ویېزې سفر کولای شي.

د افغانستان پاسپورټ چې د نړۍ کم اعتباره پاسپورټ دی، د اخیستو لپاره یې زرګونه خلک په میاشتو - میاشتو انتظار باسي
100%
د افغانستان پاسپورټ چې د نړۍ کم اعتباره پاسپورټ دی، د اخیستو لپاره یې زرګونه خلک په میاشتو - میاشتو انتظار باسي