• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ په توګه وپېژندل شو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۰

سربېره پر دې چې زرګونه افغانان لا هم د پاسپورټ اخیستو ته انتظار کوي، د ټایم مجلې په یوه نوي راپور کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د پاسپورټ د اعتبار کچه ښودلې ده. د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د اعتبار په لحاظ د لېست اخري ځای خپل کړی او تر ټولو کم اعتباره پاسپورت بلل شوی دی.

په تېرو پنځو کلونو کې سینګاپور او جاپان د نړۍ تر ټولو پیاوړي پاسپورټونه درلودل، چې خپلو وګړو ته یې د نورو هېوادونو په پرتله د وېزې پرته ډېرو هېوادونو ته د لاسرسي اجازه ورکوله؛ خو سږ کال ډېر څه بدل شوي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د څلورو اروپایي هېوادونو د پاسپورټ اعتبار لا پسې لوړ شوې او د لیست په سر کې سینګارپور او جاپان سره یو ځای شوي، چې لومړی مقام یې خپل کړی.

د فرانسې، جرمني، ایټالیا او هسپانیې وکړي اوس له ۲۲۷ هېوادونو څخه ۱۹۴ هغو ته له وېزې پرته سفر کولی شي، د دغو هېوادونو شمېر تېر کال ۱۹۱ و.

سویلي کوریا، سوېډن او فنلینډ بیا دوم مقام خپل کړی او وګړي یې کولی شي، چې ۱۹۳ هېوادونو له وېزې پرته سفر ولري.

اتریش، ډنمارک، ایرلینډ او هالنډ بیا درېیم مقام خپل کړی او وګړي یې ۱۹۲ هېوادونو ته پرته له وېزې د سفر اجازه لري.

انګلستان د سږکال په لېست کې څلورم ځای لري، چې وګړي یې ۱۹۱ هېوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي او امریکا بیا اووم مقام تر لاسه کړي او وګړي یې ۱۸۸ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولای شي.

یوه لسیزه وړاندې، امریکا او انګلستان په دغه لیست کې لومړی مقام درلوده.‌

عربي متحده اماراتو بیا د دغه لېست پړاونونه په چټکۍ سره تېر کړي او یوولسم پړاو ته یې ځان رسولی، چې وګړي یې ۱۸۳ هېوادونو ته بې له وېزې سفر کولی شي.

چین بیا په ۶۲ مقام کې ځای لري او وګړي یې ۸۵ هېوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي، د دغو هېوادونو شمېر د تېرې لسیزې په پرتله دوه چنده شوی دی.

افغانستان چې د دغه لېست کې وروستۍ مقام خپل کړی، وګړي یې یوازې ۲۸ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي. تر افغانستان مخکې سوریه، اعراق او یمن هېوادونو ځای اخیستې او وګړي یې د ۲۹ او ۳۵ هېوادونو ترمنځ بې ویېزې سفر کولای شي.

د افغانستان پاسپورټ چې د نړۍ کم اعتباره پاسپورټ دی، د اخیستو لپاره یې زرګونه خلک په میاشتو - میاشتو انتظار باسي
100%
د افغانستان پاسپورټ چې د نړۍ کم اعتباره پاسپورټ دی، د اخیستو لپاره یې زرګونه خلک په میاشتو - میاشتو انتظار باسي

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات: برېتانیا په راتلونکي کې له افغانستان سره تعامل زیاتوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافېر رابرټ ډکسن له قوله لیکلي دي، چې دغه هېواد په راتلونکي کې له افغانستان سره د تعامل زیاتېدو ته لېوالتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې رابرټ ډکسن دغه څرګندونې کابل کې له شېر محمد عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

بلخي زیاته کړې: « د برېتانیا شارژدافېر وویل، له افغانستان سره به په راتلونکي کې تعامل لا زیات شي او دې موخې ته رسېدل مهم دي.»

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم ویلي، چې طالبان له ټولو خواو سره خبرې او تعامل د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ګڼي.

له دې سره هممهاله؛ تېره ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرو مېچل په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې په کابل کې د سفارت پرانېستو غوښتنه ارزوي؛ خو تر څنګ یې پر طالبانو فشارونه هم دوامداره ساتي، چې خپل چلند کې تغییر راولي.

برېتانوي چارواکي پر داسې مهال افغانستان کې د خپل سفارت د پرانېستو له ارزونې او طالبانو سره د تعامل له زیاتېدو خبر ورکوي، چې بلاروس هم ویلي نېږدې ورځو کې به په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

طالبان: د دشت برچي په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، په دشت برچي کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي. خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې ده؛ خو ځینو سرچینو په دې چاودنه کې د پنځو تنو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې چاودنې مسووليت په غاړه نه دى اخستى او د طالبانو د پوليسو وياند هم د دغې پېښې د څېړنې او عاملينو په باب څه نه دي ويلي.

د کابل د لوېدیځ اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ (د جدې په ۲۱ مه) شاوخوا ۳:۱۰ بجې په دشت برچي کې د یوې چاودنې خبر ورکړ.

د دې پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې د چاودنې له امله یو شمېر کسان پر ځمکه لوېدلي او خلک ټپيان لېږدوي.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا، دغه پېښه د کابل په لوېديځ کې د برچي سوداګريز مرکز ته څېرمه شوې ده.

تېره شنبه هم د کابل په دشت برچي کې یو مسافر وړونکي بس د چاودنې ښکار شو.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د دغې پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۵ تنه اعلان کړی و.

داعش د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا د کابل په دشت برچي کې څلورمه چاودنه ده.

کاکړ د پاکستان وسلوالو مخالفینو ته: که لس حملې راباندې وکړئ زر وارې ځواب در کوو

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د پاکستان موقت سرپرست لومړی وزیر وايي، چې د حکومت وسلوالو مخالفانو ته به سخت ځواب ورکوي. نوموړي پر پاکستاني پولیسو او ځواکونو غږ کړی، چې د وسلوالو مخالفانو پر وړاندې په پوره اعتماد سره وجنګېږئ.

انوارالحق کاکړ نن پنجشنبه ( د مرغومې ۲۱مه) په پېښور کې د پولیسو په یوه غونډه کې ویلي، چې که څه هم وسلوال مخالفان بې ګناه انسانان وژني خو دوی ترې وېره نه لري او ډېر ژر به دا ډلې له منځه یوسي.

هغه ویلي: "دا فکر به کله هم نه کوئ، کوم جنګ چې تاسو کوئ دا په اخلاقي توګه سم نه دی، ترهګرو په خپله د جګړې پرېکړه کړې او چا پرې زور نه دی کړی."

کاکړ زیاته کړې ده، چې حکومت یې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات کوي او د پولیسو هڅې ستايي.

هغه وویل:" دغه بې غیرته چې خلک وژني دوی ته حیا پکار ده، دوی انسانان وژني او ورته وایو چې لس حملې وکړئ زر وارې ځواب درکوو".

کاکړ وايي، چې وسلوال مخالفان یې د اسلام په نوم له دوی سره جنګیږي، مګر په پاکستان کې به همدا قانون تطبیقیږي ځکه چې دوی یو نړۍوال منل شوی قانون لري.

نوموړي زیاته کړه: "په برېتانیا، امریکا او چین کې هم ورته قانون دی او هماغه قانون خپلو ساتونکو ته همدا ډول دریشي ورکړې ده".

د پاکستان لنډ مهالی سرپرست لومړی وزیر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو او اردو د مخالفانو بریدونو زور اخیستی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر پاکستاني څېړونکو ویلي، چې په خېبر پښتونخوا کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته د پولیسو د دندو د پرېښودو قضیې ډېرې شوې دي.

همدا راز د روان کال په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزات اعلان کړی، چې داعش په پاکستان کې د خپلو مرکزونو د جوړلو هڅې پیل کړې دي.

امریکايي چارواکي د امریکا تر خاورې د حزب الله د احتمالي بریدونو له پراخېدو اندېښمن دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

امریکايي رسنۍ پولیټیکو راپور ورکړی، چې واشنګټن وېره لري، چې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې بریدونه ښايي د امریکا تر خاورې هم راوغځول شي. حزب الله یوه جنګي ډله ده، چې د ایران په ملاتړ په منځني ختیځ کې فعالیت کوي.

پولیټیکو په واشنګټن کې د باخبره چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي دا احتمال ورکوي چې د لبنان حزب الله ډله په منځني ختیځ او حتا د امریکا په دننه کې پر امریکایانو احتمالي بریدونه وکړي.

چارواکو ویلي، حزب الله ښايي لومړی په منځني ختیځ کې امریکايي اتباع په نښه کړي.

دوی زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو د حزب الله په اړه معلومات راټول کړي او دا په ګوته کوي، چې دا ډله له لبنان څخه بهر په متحده ایالاتو یا ډېپلوماټانو باندې د بریدونو په اړه فکر کوي.

دغو چارواکو ویلي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره به د امریکا پر خاوره د برید احتمال هم زیات شي.

دوی د حزب الله د بریدونو د څرنګوالي په اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه؛ خو ویې ویل، دا ډله چې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا یې ملاتړ کېږي، هغه وړتیاوې لري چې په سیمه کې نورې ترهګرې ډلې یې نه لري.

د لبنان جنوبي جبهه لا هم د تاوتریخوالي او جګړو شاهده ده او اسراییل د حزب الله پر وړاندې خپل ګواښونه زیات کړي دي.

د اسراییل د جنګي کابینې غړي بیني ګانټز بیا ویلي، چې که لبنان وغواړي چې خپل اتباع د حزب الله او ایران لپاره انساني ډال وګرځوي، دوی به د لبنان په سویل کې هم فعال شي.

د حزب الله په وړاندې د اسراییل د پوځ لوی درستیز بیا ویلي، چې د هغه ځواکونه کولی شي، چې په لبنان کې دننه هره سیمه او کلی چې دوی یې وغواړي ویجاړ او له خاورو سره خاورې کړي.

لبناني رسنیو دغه څرګندونې یو "اورېدونکی پیغام" بللی.

د اسراییل د پوځ ویاند په دې وروستیو کې تایید کړه، چې د حزب الله یو جګپوړی قوماندان علي حسین برجي چې د اسراییل په شمال کې د لسګونو بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسوول و، د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.

له دې وړاندې د اسراییل پوځ د حماس یو لوړپوړی چارواکی د لبنان په مرکز بېروت کې له خپلو ملګرو سره وواژه.

مولوي فضل: له هغو نوماندانو سره جهاد واجب دی چې د دین په نوم رایه اخلي او شریعت نه نافذوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی مولوي فضل وايي، کوم کس چې پارلمان ته په تللو سره شریعت نافذ نه کړي او بیا د دین او مذهب په نوم له خلکو رایه اخی، «جهاد ور سره واجب دی.» مولوي فضل دا خبرې پرون د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې واڼه پرېس کلب کې کړې دي.

نوموړی په خپلو خبرو کې د پاکستان د پخواني لوی مفتي فرید فتوا یادوي او زیاتوي: که یو ملا د شریعت په نوم رایه وغواړي او اسمبلي ته لاړ شي، خو هلته د شریعت مطالبه ونه کړي او یا شریعت نافذ نه کړي او که شریعت یې نافذولی نه شو، له پارلمان استعفا ونه کړي او بیا پارلمان ته د تلو لپاره د دین په نوم رایه غواړي، نو له دغه سړي سره جهاد واجب دی.

د نوموړي په خبره، دا ډول کسان چې د دین په نوم رایه اخلي، پر اسلام تمسخر کوي.

که څه هم مولوي فضل کوم مشخص ګوند ته ګوته ونه نیوله، خو په وزیرستان کې تر ډېره د مولانا فضل رحمان ډله چې ځان مذهبي بولي پراخ نفوذ لري.

د مولوي فضل دا خبرې په داسې حال دي چې راتلونکې فبروري پر اتمه په پاکستان کې ټولټاکنې کېږي.

د دې ټاکنو ته د کمپاین پیلېدو سره په مختلفو سیمو په تېره وزیرستان کې پر نوماندانو هم بریدونه پیل شوي دي.

پرون د شمالي وزیرستان مرکز سره نږدې د پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته ازاد نوماند کلیم الله داوړ د وسلوالو په برید کې ووژل شو.

تر هغه مخکې د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر پخواني غړي او د پي ډي اېم پر مشر محسن داوړ هم په دغه سیمه کې برید شوی و.