حنفي:يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو د خپرولو ډډه وکړي

د طالبانو ‏د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وايي، چې يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي او مخکې تر دې چې يوه موضوع يې له دغې ډلې په ځانګړي ډول ‏د امر بالمعروف وزارت سره نه وي شريکه کړې بايد په خپل سر قضاوت ونه کړي.