د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه ۴۰۵ تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ‏۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۲۳ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.