د شمالي وزیرستان په میرعلي کې پر امنیتي پوستې برید کې دوه وسلهوال وژل شوي

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی. له دغه برید وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې دوه وسلهوال وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وسلهوالو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی. له دغه برید وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي ډزې وکړې، چې په پایله کې یې دوه وسلهوال وژل شوي دي.
د رسمي سرچینو په وینا، په دغه پېښه کې یو سرتېری هم ټپي شوی دی او په سیمه کې د لټون عملیات لا هم روان دي.
امنيتي ځواکونه وايي ښایي، چې په ځوابي ډزو کې نورو وسلهوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.تحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د دغه برید پړه په غاړه اخیستې ده.


طالبانو او پاکستان د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې ورسره د تورخم په ښارګوټي کې سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل. په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر منلې، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه.
د هغه په وینا، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.
په پېښور کې هم د ګمرک چارواکي وایي، د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې ده.
په دغه ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي، د پاسپورټونو پرته پاکستان ته د افغان موټر چلوونکو د ننوتو مخه نیول شوې ده.
سرچینې وایي، له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته داخلېدای شي، چې پاسپورټونه لري.
د دغه نوي ګام له اخیستو سره سم له افغانستانه سلګونه بار وړونکي لارۍ هغې غاړې ته اېسارې پاتې دي.
اوسمهال د تورخم دواړو غاړو ته سوداګریز فعاليتونه ځنډول شوي دي.
د پېښور د ګمرک په وینا، د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لا دمخه نافذ شوی و؛ خو بیا وروسته یې دوی ته د یوې میاشتې وخت ورکړ او د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافي هم د دروازې د تړل کېدو پخلی کړی او دا کار یې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې خنډ بللی دی.

د جمعیت علمای اسلام په اېکس پاڼه راغلي، چې مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل. مولانا فضل الرحمان په دغې لیدنه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د کورني او بهرني ټیکاو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
مولانا فضل الرحمان ویلي، چې ولس یې د افغانانو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
ورته مهال سراج الدین حقاني په دغې لیدنه کې د افغانستان د کورني امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
مولانا فضل الرحمان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته وویل، زموږ د سفر موخه په دواړو هېوادونو کې د کورني او بهرني ټیکاو راوستل دي« د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی به د سولې او سوکالۍ لامل شي.»
سراج الدین حقاني هم له پاکستان سره د ښو اړیکو لرلو هیله څرګنده کړه.
د حقاني له قوله ویل شوي:« موږ غواړو، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سرحدي مسایلو په اړه د همکارۍ او خبرو اترو له لارې پرمخ لاړ شو.»
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ په اوومه نېټه افغانستان ته سفر کړی و، چې د دغه سفر په لړ کې یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره خبرې کړې دي.
خو تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د مولانا له دغه سفره ملاتړ نه کوي، هغه په شخصي سفر تللی؛ خو له ستنېدو وروسته به ترې بشپړ مالومات واخلي.

د یمن سره تړلې د المسیره شبکې رپوټ ورکړی، چې امریکايي او بریتانوي ځواکونه پر صنعا د بریدونو په حال کې دي. رویټرز او سي اېن اېن هم د باخبرو سرچینو له خولې په صنعا د امریکا د بریدونو خبر ورکړی دی.
د سي اېن اېن د راپور له مخې، دغه بریدونه یوازې د امریکا له خوا شوي او په ترڅ کې یې د حوثیانو رادار سیسټمونه په نښه شوي دي.
العربیه هم راپور ورکړی، امریکا د ادیلمي اډه چې د صنعا د هوايي ډګر سره نږدې پرته ده په نښه کړې ده.
دغه برید د یمن پر حوثیانو د امریکا او بریتانیا له ګډ برید یوه ورځ وروسته شوی دی.
د یمن حوثیانو د امریکا او بریتانیا د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د دغو بریدونو غچ به اخلي او لندن او واشنګټن به د هغې «درنه بیه پرې کوي.»
د پنجشنبې شپې له بریدونو یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی و، که حوثیان په سره سمندرګي کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د امریکا متحده ایالات به یې ځواب ووايي.
پر یمن د امریکا او بریتانیا په بریدونو کې هالنډ، کاناډا، استرالیا او بحرین لوژیستیکي او اطلاعاتي ملاتړ کاوه؛ خو اېټالیا، اسپانیا او فرانسې په دغو بریدونو کې له برخې اخیستلو ډډه کړې.
پنټاگون ویلي، چې د امریکا او بریتانیا په بریدونو کې په ۲۸ برخو کې ۶۰ موخې په نښه شوي او د دغې ډلې پوځي ځواکمنتیا یې را کمه کړې ده.
حوثیانو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د هغوی پنځه تنه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغوی ګوت څنډنه کړې، چې په سره سمندرګي کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې د بریتانیا سمندریز امنیتي شرکت امبري ویلي و، چې د حوثیانو یو توغندی د عدن په خلیج کې د روسیې د تېلو د یوې بېړۍ په ۴۰۰ مترۍ کې لګېدلی.
امبري ویلي، چې دغه کښتۍ پخوا د بریتانیا اړوند وه او داسې ګومان دی چې حوثیانو د پخوانیو اطلاعاتو پر بنسټ پر هغې برید کړی دی.

د یمن پر حوثي وسله والو د امریکا او بریټانیا له ګډو هوايي بریدونو نږدې ۲۴ ساعته وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یو تازه پیغام کې دغه بریدونه غندلی دی.
امیر عبداللهیان د جمعې په ماښام په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې خپور کړي یو پیغام کې اسراییل سره پر تړلو بیړیو د حوثیانو د بریدونو ننګه کړې او له امریکا یې غوښتي، چې له اسراییل خپل ملاتړ پای ته ورسوي.
د هغه په خبره، «د غزې د مېرمنو او ماشومانو په ملاتړ او د اسراییل له لوري د نسل وژنې پر وړاندې د یمن دغه کړنه د ستایلو وړ ده. صنعا د سمندر او د بیړیو امنیت ته بشپړه ژمنتیا لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز له امریکا غوښتي، چې په سیمه کې د بشپړ امنیت د ټینګیدو په موخه دې د غزې پر وړاندې د اسراییل د بریدونو له هر اړخیز ملاتړه لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او بریټانیا تېره شپه د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ د یمن په بېلا بېلو ښارونو کې د حوثي وسله والو په مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه کړي دي.
د یمن حوثي وسله والو بیا د امریکا او بریټانیا دغه بریدونه « ترهګري » بللې او د سخت غچ اخېستو خبرداری يې ورکړی دی.

د فلسطین روغتیایی چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په غزه کې پر یو کور د اسراییلو هوايي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او په دې سره د اسراییل وروستي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه 151 کسانو ته رسیدلی دی.
د غزې روغتیایی چارواکو ویلي چې دغه برید سهار وختي د دیرالبله په ښار کې په یوه کور شوی چې د فیاد کورنۍ پورې اړه لري.
د غزې اوسیدونکو په داسې حال کې د اسراییلو لخوا په ټوله غزه د هوایي او ځمکني بریدونو د دوام خبر ورکوي، چې دغه هیواد، حماس سره په جګړه کې د ملکي وګړو د پراخې مرګژوبلې له امله تر نړیوال فشار لاندې دی.
اسراییل وايي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د محدودولو لپاره په پراخه کچه کار کوي او په حماس تور لګوي چې په قصدي ډول له ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کار اخلي خو حماس دغه تورونه ردوي.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، چې اسراییلي چارواکو د په شمال کې د میشتو بې ځایه شوو فلسطینیانو سره د دوی د مرستو مخه نیولې ده.
په لاندې شوو فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي د دفتر مشر اندریا دی دومینیکو وايي، "اسراییل په سیسټماټیک ډول د غزې شمال ته زمونږ د مرستو د رسیدو مخه نیسي. "
هغه وايي: "اسراییل مونږ ته روغتونونو سره د مرستې اجازه نه راکوي او دا یو غیر انساني عمل دی چې زه یې نشم درکولای."
اسراییل په دغه هیواد د حماس د اکټوبر د اوومې نیټې د برید په بدل کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د د غزې روغتیایی چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې ۲۳ او ۷۰۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ډیر ټپیان شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.