• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بایډن: امریکا د ټایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۸ GMT+۰

امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالات د ټایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. دا څرګندونې یې وروسته له هغه کړي چې په ټایوان کې رای ورکوونکو په ټاکنو کې د چین مخالفت وکړ او واکمن ګوند ته یې د دریمې دورې لپاره د ولسمشرۍ واک وروسپاره.

د شنبې په ورځ، د تایوان واکمن ډیموکراټیک پرمختګ غوښتنونکي ګوند نوماند، لای چینګ ټی، د ټاکنو له ګټولو وروسته وویل چې د چین فشار ته به غاړه نه ګدي. هغه ژمنه وګړه چې د چین په وړاندې به دریږي او د خبرو اترو غوښتنه به کوي.

د هغه ګوند پر ټایوان د چین د حاکمیت اصلي مخالف بلل کیږي.

کله چې له ښاغلي بایډن نه د ټایوان د ټاکنو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل:‌ "موږ د (ټایوان) د خپلواکۍ ملاتړ نه کوو ..."

د ټاکنو له پیلیدو څو ساعته مخکې، واشنګټن خبرداری ورکړی و چې د "هېڅ" هیواد لپاره به په ټاکنو کې لاسوهنه "د منلو وړ نه وي."

ټایوان، د چین یو ګاونډی ټاپو دی چې دغه هیواد یې خپل قلمرو بولي. ټایوان کې په 1996 کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو راهیسې، دغه هیواد د دیموکراسۍ یو بریالۍ بیلګه بلل کیږي هغه څه د زور او پوځي واکمنۍ په وړاندې د لسیزو مبارزې پایله ده.

ټایوان سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د نه لرلو سربیره بیا هم امریکا د دغه ټاپو تر ټولو مهم نړیوال ملاتړی هیواد او د وسلو برابرونکې دی.

د بایډن اداره ویره لري چې ټاکنې، د واک لیږد او نوې اداره به له بیجینګ سره د دغه ټاپو ستونزې ډیرې کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته د بریتانیا د ډیپلوماټ پر سفر اعتراض کړی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

هند د شنبې په ورځ ویلي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته یې د یوه جګپوړي بریتانوي ډیپلوماټ د سفر په اړه خپل اعتراض وړاندې کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه سفر «د هند له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» څخه سرغړونه ده.

هند او پاکستان دواړه پر ټول کشمیر دعوه لري، خو دغه اټومي هیوادونه یوازې د کشمیر په یوه برخه حاکمیت کوي او له ۱۹۴۷ کال راهیسې د همالیا په دغه سیمه کې د دواړو هیوادونه ترمنځ دوه جګړې او ډیری نښتې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په پاکستان کې د بریتانیا عالي کمېشنر جین میریټ د جنورۍ په ۱۰ مه په داسې حال کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیره لیدنه کړې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي یې هم ملګرتیا کوله.‌

په اعلامیه کې راغلي چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وینای کواترا په هند کې د بریتانیا عالي کمیشنرۍ ته د دې سفر په اړه "سخت اعتراض" وړاندې کړی او دا سفر یې "د نه منلو وړ" بللی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په دې اړه له نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.

اردوغان: امريکا او بريتانیا هڅه کوي سور سمندرګی «د وينو په سمندرګي» بدل کړی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر په يمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او بریتانیا بريد « د قوت څخه ناسمه ګټه اخيستنه» وبلله. رجب طيب اردوغان وويل، امريکا او بريتانيا دا مهال په خپل ټول توان هڅه کوي، چې سور سمندرګی د « وينو په سمندرګي» بدل کړي.

د ترکيې د ولسمشر په وينا، دا بريدونه به په سېمه کې د امریکا او بريتانيا لپاره د « د ضروري جواب» پايله ولري.

ترکيه یمن کې په رسميت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي او همدا ډول د دغه حکومت او حوثیانو ترمنځ ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

انقرې تر دې مخکې پر سعودي عربستان د حوثيانو توغندیز بریدونه غندلي وو.

ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې ده ته د بېلا ـ بېلو چینلونو له لارې خبر ورکړل شوی، چې د یمن حوثيانو د امریکا او برتانیا د بریدونو په وړاندې "بریالۍ دفاع او ځواب" ښودلی دی.

هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وویل، چې په يمن باندې د امريکا او بریتانیا له بريدونو وروسته ایران په دې هڅه کې دی، چې « څنګه کولای شي ځان د هغه څه څخه وژغوري، چې پېښيږي.»

امریکا او بریتانیا د پنجشنبې په شپه په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د الوتکو او جنګي بېړیو په واسطه لسګونه بریدونه وکړل.

تر دې وړاندي رسنیو خبر ورکړی و، چې نن شنبه ( د مرغومي ۲۳ مه) امریکا يو ځل بيا په يمن کې د حوثيانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

سي اين این ليکلي، چې دا بريدونه يوازي د امريکا له خوا شوي دي.

دغه بریدونه د یمن د حوثيانو له خوا په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړيو د څو بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

حوثيانو ويلي دي، چې پر هغو بېړيو به بريدونه کړي، چې اسراييل ته ځي.

دوی زياتوي، چې په سور سمندرګي کې د دوی بريدونه د فلسطين په ملاتړ دي.

بلوچستان او پښتونخوا کې ۴ پاکستاني سرتېري او ۴ وسلوال ووژل شول

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان په کېچ کې نن د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګاډي چاودنه شوې چې له له امله یې څلور سرتېري ووژل او درې ټپیان شول. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپال په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې دوو جلا عملیاتو کې څلور وسلوال ووژل.

پوځ نن په یوه بیان کې زیاتوي چې دوه وسلوال یې شمالي وزیرستان او دوه نور یې د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې وژلي دی.

په دې دواړو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ډېر شوي دي.

طالبان: د افغانانو د روغتيا لپاره له ایران سره دوه اړخيزې همکارۍ ته اړتيا لرو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د روغتيا وزير ويلي، د روغتيا په برخه کې د ایران تجربو ته اړتيا لري او غواړي، چې له ایران سره دوه اړخيزه روغتيايي همکاري پراخه کړي. قلندر عباد وايي، جې روغتيايی برخه کې د ایران له تجربو د ګټې اخيستنې، د روغتيايي سيستم د پياوړتيا او د ساري ناروغيو د کنټرول په لټه کې دي.

د طالبانو د روغتيا وزير قلندر عباد په اسلام باد کې د روغتيا نړیوال امنيت د غونډې په يوې برخه کې د ایرنا له خبريال سره په مرکه کې ويلي، « دواړه هېوادونه د شرایطو په درک کولو سره د افغانانو د روغتيا د ښه کولو لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځ ته کولای شي.»

د طالبانو د حکومت د روغتيا وزير په ایران کې د پنځمې غونډې وروستي سفر ته په اشارې وويل: « په ایران کې مو خلګو ته په بېلا ـ بېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کول او پرمختګونه ولېدل، د روغتيا او د ساري نارغيو سره مبارزه زموږ باور زياتوي، چې د افغانانو له لپاره دوه اړخيزې همکارۍ پراخي کړو.»

نوموړي له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له ایرن سره دوه اړخيزې همکارۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې د روغتيا، ويروسونو او ساري ناروغيو په برخو کې ننګونې هيڅ حد او پوله نه پېژنې.

د هغه په خبره: « د روغتيا په برخه کې د ګډو ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ولسونو ګډون او د سېمې د حکومتونو ترمنځ همکاري مهمه ده.»

بلاول بوټو زرداري: بې پرې، ازادې او عمومي ټاکنې غواړو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ګوند یې ازادې، مناسبې او عمومي ټولټاکنې غواړي. نوموړي نن د پنجاب په ملتان کې خبري غونډې ته وویل، ګوند یې د ولس د ستونزو کمول او اقتصادي ټیکاو جوړول غواړي.

ښاغلي زرداري زیاته کړه، چې دغه ګوند د حلکو د ستونزو د حل لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي او په بریالیتوب سره به دا ډله انفلاسیون کنټرول او د توکو بیې کمې کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې نور ګوندونه د اشرافو لپاره ټاکنو کې برخه اخلي، خو پیپلز ګوند د ولس او غریبو عوامو لپاره دا کار کوي.

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې میاشتې پر اتمه کېږي او هغه هم په داسې حال چې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنیتي حالت خراب دی.

مخکښو ګوندونو ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ټولو مهمه موضوع د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت کنټرولول او امنیت ټینګول دي.