
د بلوچستان په کېچ کې نن د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګاډي چاودنه شوې چې له له امله یې څلور سرتېري ووژل او درې ټپیان شول. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپال په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې دوو جلا عملیاتو کې څلور وسلوال ووژل.
پوځ نن په یوه بیان کې زیاتوي چې دوه وسلوال یې شمالي وزیرستان او دوه نور یې د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې وژلي دی.
په دې دواړو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ډېر شوي دي.

د طالبانو د روغتيا وزير ويلي، د روغتيا په برخه کې د ایران تجربو ته اړتيا لري او غواړي، چې له ایران سره دوه اړخيزه روغتيايي همکاري پراخه کړي. قلندر عباد وايي، جې روغتيايی برخه کې د ایران له تجربو د ګټې اخيستنې، د روغتيايي سيستم د پياوړتيا او د ساري ناروغيو د کنټرول په لټه کې دي.
د طالبانو د روغتيا وزير قلندر عباد په اسلام باد کې د روغتيا نړیوال امنيت د غونډې په يوې برخه کې د ایرنا له خبريال سره په مرکه کې ويلي، « دواړه هېوادونه د شرایطو په درک کولو سره د افغانانو د روغتيا د ښه کولو لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځ ته کولای شي.»
د طالبانو د حکومت د روغتيا وزير په ایران کې د پنځمې غونډې وروستي سفر ته په اشارې وويل: « په ایران کې مو خلګو ته په بېلا ـ بېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کول او پرمختګونه ولېدل، د روغتيا او د ساري نارغيو سره مبارزه زموږ باور زياتوي، چې د افغانانو له لپاره دوه اړخيزې همکارۍ پراخي کړو.»
نوموړي له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له ایرن سره دوه اړخيزې همکارۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې د روغتيا، ويروسونو او ساري ناروغيو په برخو کې ننګونې هيڅ حد او پوله نه پېژنې.
د هغه په خبره: « د روغتيا په برخه کې د ګډو ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ولسونو ګډون او د سېمې د حکومتونو ترمنځ همکاري مهمه ده.»
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ګوند یې ازادې، مناسبې او عمومي ټولټاکنې غواړي. نوموړي نن د پنجاب په ملتان کې خبري غونډې ته وویل، ګوند یې د ولس د ستونزو کمول او اقتصادي ټیکاو جوړول غواړي.
ښاغلي زرداري زیاته کړه، چې دغه ګوند د حلکو د ستونزو د حل لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي او په بریالیتوب سره به دا ډله انفلاسیون کنټرول او د توکو بیې کمې کړي.
نوموړي دا هم وویل، چې نور ګوندونه د اشرافو لپاره ټاکنو کې برخه اخلي، خو پیپلز ګوند د ولس او غریبو عوامو لپاره دا کار کوي.
د پاکستان ټاکنې د راتلونکې میاشتې پر اتمه کېږي او هغه هم په داسې حال چې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنیتي حالت خراب دی.
مخکښو ګوندونو ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ټولو مهمه موضوع د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت کنټرولول او امنیت ټینګول دي.
طالبانو او پاکستان د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې ورسره د تورخم په ښارګوټي کې سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل. په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر منلې، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه.
د هغه په وینا، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.
په پېښور کې هم د ګمرک چارواکي وایي، د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې ده.
په دغه ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي، د پاسپورټونو پرته پاکستان ته د افغان موټر چلوونکو د ننوتو مخه نیول شوې ده.
سرچینې وایي، له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته داخلېدای شي، چې پاسپورټونه لري.
د دغه نوي ګام له اخیستو سره سم له افغانستانه سلګونه بار وړونکي لارۍ هغې غاړې ته اېسارې پاتې دي.
اوسمهال د تورخم دواړو غاړو ته سوداګریز فعاليتونه ځنډول شوي دي.
د پېښور د ګمرک په وینا، د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لا دمخه نافذ شوی و؛ خو بیا وروسته یې دوی ته د یوې میاشتې وخت ورکړ او د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافي هم د دروازې د تړل کېدو پخلی کړی او دا کار یې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې خنډ بللی دی.
د یمن پر حوثي وسله والو د امریکا او بریټانیا له ګډو هوايي بریدونو نږدې ۲۴ ساعته وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یو تازه پیغام کې دغه بریدونه غندلی دی.
امیر عبداللهیان د جمعې په ماښام په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې خپور کړي یو پیغام کې اسراییل سره پر تړلو بیړیو د حوثیانو د بریدونو ننګه کړې او له امریکا یې غوښتي، چې له اسراییل خپل ملاتړ پای ته ورسوي.
د هغه په خبره، «د غزې د مېرمنو او ماشومانو په ملاتړ او د اسراییل له لوري د نسل وژنې پر وړاندې د یمن دغه کړنه د ستایلو وړ ده. صنعا د سمندر او د بیړیو امنیت ته بشپړه ژمنتیا لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز له امریکا غوښتي، چې په سیمه کې د بشپړ امنیت د ټینګیدو په موخه دې د غزې پر وړاندې د اسراییل د بریدونو له هر اړخیز ملاتړه لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او بریټانیا تېره شپه د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ د یمن په بېلا بېلو ښارونو کې د حوثي وسله والو په مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه کړي دي.
د یمن حوثي وسله والو بیا د امریکا او بریټانیا دغه بریدونه « ترهګري » بللې او د سخت غچ اخېستو خبرداری يې ورکړی دی.
د فلسطین روغتیایی چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په غزه کې پر یو کور د اسراییلو هوايي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او په دې سره د اسراییل وروستي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه 151 کسانو ته رسیدلی دی.
د غزې روغتیایی چارواکو ویلي چې دغه برید سهار وختي د دیرالبله په ښار کې په یوه کور شوی چې د فیاد کورنۍ پورې اړه لري.
د غزې اوسیدونکو په داسې حال کې د اسراییلو لخوا په ټوله غزه د هوایي او ځمکني بریدونو د دوام خبر ورکوي، چې دغه هیواد، حماس سره په جګړه کې د ملکي وګړو د پراخې مرګژوبلې له امله تر نړیوال فشار لاندې دی.
اسراییل وايي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د محدودولو لپاره په پراخه کچه کار کوي او په حماس تور لګوي چې په قصدي ډول له ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کار اخلي خو حماس دغه تورونه ردوي.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، چې اسراییلي چارواکو د په شمال کې د میشتو بې ځایه شوو فلسطینیانو سره د دوی د مرستو مخه نیولې ده.
په لاندې شوو فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي د دفتر مشر اندریا دی دومینیکو وايي، "اسراییل په سیسټماټیک ډول د غزې شمال ته زمونږ د مرستو د رسیدو مخه نیسي. "
هغه وايي: "اسراییل مونږ ته روغتونونو سره د مرستې اجازه نه راکوي او دا یو غیر انساني عمل دی چې زه یې نشم درکولای."
اسراییل په دغه هیواد د حماس د اکټوبر د اوومې نیټې د برید په بدل کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د د غزې روغتیایی چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې ۲۳ او ۷۰۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ډیر ټپیان شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.