• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلاول بوټو زرداري: بې پرې، ازادې او عمومي ټاکنې غواړو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ګوند یې ازادې، مناسبې او عمومي ټولټاکنې غواړي. نوموړي نن د پنجاب په ملتان کې خبري غونډې ته وویل، ګوند یې د ولس د ستونزو کمول او اقتصادي ټیکاو جوړول غواړي.

ښاغلي زرداري زیاته کړه، چې دغه ګوند د حلکو د ستونزو د حل لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي او په بریالیتوب سره به دا ډله انفلاسیون کنټرول او د توکو بیې کمې کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې نور ګوندونه د اشرافو لپاره ټاکنو کې برخه اخلي، خو پیپلز ګوند د ولس او غریبو عوامو لپاره دا کار کوي.

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې میاشتې پر اتمه کېږي او هغه هم په داسې حال چې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنیتي حالت خراب دی.

مخکښو ګوندونو ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ټولو مهمه موضوع د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت کنټرولول او امنیت ټینګول دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

د تورخم دروازه د هغو موټر چلوونکو لپاره وتړل شوه، چې ویزې او پاسپورټونه نلري

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۰

طالبانو او پاکستان د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی، چې ورسره د تورخم په ښارګوټي کې سوداګریز فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل. په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر منلې، چې د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري یوځل بیا د ټرانزیټ پرمخ وتړل شوه.

د هغه په وینا، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.

په پېښور کې هم د ګمرک چارواکي وایي، د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې ده.

په دغه ګمرک کې سرچینو افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي، د پاسپورټونو پرته پاکستان ته د افغان موټر چلوونکو د ننوتو مخه نیول شوې ده.

سرچینې وایي، له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته داخلېدای شي، چې پاسپورټونه لري.
د دغه نوي ګام له اخیستو سره سم له افغانستانه سلګونه بار وړونکي لارۍ هغې غاړې ته اېسارې پاتې دي.

اوس‌مهال د تورخم دواړو غاړو ته سوداګریز فعاليتونه ځنډول شوي دي.

د پېښور د ګمرک په وینا، د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لا دمخه نافذ شوی و؛ خو بیا وروسته یې دوی ته د یوې میاشتې وخت ورکړ او د دغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه وتړل شوه.


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي مشر نقیب الله صافي هم د دروازې د تړل کېدو پخلی کړی او دا کار یې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزو چارو کې خنډ بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، اسراییل سره پر تړلو بیړیو د حوثیانو د بریدونو ننګه کړې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د یمن پر حوثي وسله والو د امریکا او بریټانیا له ګډو هوايي بریدونو نږدې ۲۴ ساعته وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یو تازه پیغام کې دغه بریدونه غندلی دی.

امیر عبداللهیان د جمعې په ماښام په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې خپور کړي یو پیغام کې اسراییل سره پر تړلو بیړیو د حوثیانو د بریدونو ننګه کړې او له امریکا یې غوښتي، چې له اسراییل خپل ملاتړ پای ته ورسوي.

‏د هغه په خبره، «د غزې د مېرمنو او ماشومانو په ملاتړ او د اسراییل له لوري د نسل وژنې پر وړاندې د یمن دغه کړنه د ستایلو وړ ده. صنعا د سمندر او د بیړیو امنیت ته بشپړه ژمنتیا لري.»

‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدا راز له امریکا غوښتي، چې په سیمه کې د بشپړ امنیت د ټینګیدو په موخه دې د غزې پر وړاندې د اسراییل د بریدونو له هر اړخیز ملاتړه لاس واخلي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او بریټانیا تېره شپه د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ د یمن په بېلا بېلو ښارونو کې د حوثي وسله والو په مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه کړي دي.

‏د یمن حوثي وسله والو بیا د امریکا او بریټانیا دغه بریدونه « ترهګري » بللې او د سخت غچ اخېستو خبرداری يې ورکړی دی.

په غزه کې د اسراییل په هوايي برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۰

د فلسطین روغتیایی چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې په غزه کې پر یو کور د اسراییلو هوايي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او په دې سره د اسراییل وروستي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه 151 کسانو ته رسیدلی دی.‌

د غزې روغتیایی چارواکو ویلي چې دغه برید سهار وختي د دیرالبله په ښار کې په یوه کور شوی چې د فیاد کورنۍ پورې اړه لري.

د غزې اوسیدونکو په داسې حال کې د اسراییلو لخوا په ټوله غزه د هوایي او ځمکني بریدونو د دوام خبر ورکوي، چې دغه هیواد، حماس سره په جګړه کې د ملکي وګړو د پراخې مرګژوبلې له امله تر نړیوال فشار لاندې دی.‌

اسراییل وايي چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې د محدودولو لپاره په پراخه کچه کار کوي او په حماس تور لګوي چې په قصدي ډول له ملکي وګړي د انساني سپر په توګه کار اخلي خو حماس دغه تورونه ردوي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، چې اسراییلي چارواکو د په شمال کې د میشتو بې ځایه شوو فلسطینیانو سره د دوی د مرستو مخه نیولې ده.‌

په لاندې شوو فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي د دفتر مشر اندریا دی دومینیکو وايي، "اسراییل په سیسټماټیک ډول د غزې شمال ته زمونږ د مرستو د رسیدو مخه نیسي. "

هغه وايي: "اسراییل مونږ ته روغتونونو سره د مرستې اجازه نه راکوي او دا یو غیر انساني عمل دی چې زه یې نشم درکولای."

اسراییل په دغه هیواد د حماس د اکټوبر د اوومې نیټې د برید په بدل کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو،‌ پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل چې تر اوسه د د غزې روغتیایی چارواکو په وینا په دغه بریدونو کې ۲۳ او ۷۰۸ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ډیر ټپیان شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

په یمن کې د امریکا او بریټانیا له بریدونو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۴ GMT+۰

په لسګونو زره یمنیان د جمعې په ورځ - د مرغومې ۲۲ مه - په څو ښارونو کې لاریونونه کړي او په سره سمندرګي کې په بیړیو د حوثي وسله والو د بریدونو په ځواب کې یې په دغه هېواد د امریکا او بریټانیا بریدونه غندلي دي.

د حوثیانو د سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي امریکا ته د شیطان خطاب کړی او ویلي یې دي: «په یمن باندې ستاسو بریدونه ترهګري ده."

حوثي وسله وال، چې د یمن پر ډېره برخه واکمني کوي، خبرداری ورکړی چې اسراییل ته تلونکې ټولې بیړۍ به په نښه کوي. اسراییل له یمن څخه شاوخوا یو زرو ۶۰۰ کیلومټره لرې دی. حوثې ډلې ټولو نړیوالو سوداګریزو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د اسراییل بندرونو له کارولو دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې عراقي وسلوالې ډلې، حرکت النجابه، چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، ویلي چې له دې وروسته به د امریکا او د هغې د ملګرو هېوادونو ګټې خوندي نه وي.

امریکايي چارواکو ویلي چې، د اکتوبر له ۱۷ نیټې راهیسې په عراق او سوریه کې د امریکا او متحدیدنو پر ځواکونو باندې لږ تر لږه ۱۳۰ بریدونه شوي دي.

امریکا او بریټانیا د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ په ملاتړ د پنجشنبې په شپه یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۵ حوثي وسله وال پکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

حوثي جنګیالي د فلسطین پر ملاتړ په سور سمندرګي کې اسراییل ته پر تلونکو بیړیو بریدونه کوي، چې په دغه لار سوداګري یې خورا زیامنه کړې او ډیرۍ بار وړونکې بیړۍ اوس له نورو بدیلو لارو ګټه اخلي چې په پراخه کچه د کرایو د لوړیدو لامل شوې.

د چین د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د چین شینهوا خبری آژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د چین د مرکزي هینان ولایت د پینګ دینګشان ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او 15 نور لادرکه دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په داسې حال کې چې لا په کان کې د ژغورنې عملیات روان دي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې پېښه په ځايي وخت د ماسپښین شاوخوا ۳:۰۰ بجې د ډبرو سکرو او ګازو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. د ډبرو سکرو دغه کان د پینګدینګشان ټایټان کمپنۍ ملکیت دی.

د بیړنيو حالاتو د مدیریت ادارې په وینا، د چاودنې پر مهال په کان کې 45 کسان وو چې اته یې مړه شوي او 15 نور لادرکه دي،‌ خو د پاتې ۲۲ کسانو سره د ژغورونکو له خوا اړیکه ټینګه شوې ده.

د چارواکو له خولې ویل شوي چې د پیښې پر محال د ځمکې لاندې په بیلابیلو کانونو کې ټولټال 425 کسانو کار کاوه، او 380 کسان تر چاودنې وروسته له کانونو راویستل شوي دي.‌