حماس: ښايي ډېری اسراییلي یرغمل وژل شوي وي

د حماس یوه چارواکي ابو عبیده د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یوشمېر اسراییلي یرغمل شوي کسان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او ښايي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وي.

د حماس یوه چارواکي ابو عبیده د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یوشمېر اسراییلي یرغمل شوي کسان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او ښايي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وي.
هغه زیاته کړه: "د دغو بندیانو ډیری یې ښايي وژل شوي وي، او د هغو د وژل کیدو مسوولیت یې په بشپړه توګه د اسراییل پر غاړه دی."
ابو عبیده همداراز د اسراییل پر ضد د بریدونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړي او ویلي یې دي: «د مقاومت په جبهه کې څو ډلو موږ ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به خپل بریدونه پراخ کړي».
بل خوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د دوی د عملیاتو پر وړاندې هېڅوک نشي دریدلی.
یو شمېر څارونکو ادارو بیا خبر ورکړی، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې نېږدې یو لک فلسطینیان وژل شوي، ټپیان شوي او یا لا درکه شوي دي.

د اروپایی ټولنې د اقلیم د بدلون ادارې ویلي چې تیر کال په تیرو یو لک کلونو کې د ځمکې ترټولو ګرم کال و. د دغې ادارې مشر کارلو بوونټیمپو ویلي: "د اقلیم له پلوه، دا یو ډیر استثنایی کال و، حتی کله چې د نورو ګرمو کلونو سره پرتله شي."
په نیو کاسټل پوهنتون کې د اقلیم د بدلون پروفیسور هیلي فولر وايي چې د ځمکې د تودوخې بې څاړې لوړیدل دا ښيي چې د کاربن د تولید کچه باید راټيټه شي او ژر تر باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.
هغه وايي: "په سیاسي نړۍ کې د بدلون سرعت او د ګلخانه ای ګازو د تولید د کمولو اراده د نړۍ د تودوخې د بدلون سرعت سره سمون نه لري."

د حکومتونو او شرکتونو د اقلیمي موخو له پراخیدو سربیره، د CO2 تولید په پراخه توګه لوړ شوی دی. په نړۍ کې د ډبرو سکرو، تیلو او ګازو له سوځولو څخه د CO2 تولید په ۲۰۲۳ کال کې په بیسارې توګه لوړ شوی دی.

د انسان لخوا د اقلیم د بدلون سربیره، په ۲۰۲۳ کال کې د تودوخې درجه د ال نینو موسمي پدیدې لخوا لوړه شوې، چې له امله یې په ختیځ آرام سمندر کې د سمندر د اوبو پورتنۍ برخه تودیږي او د نړۍ د لوړې تودوخې د ډیریدو سبب کیږي.

ساینس پوهان لا تر اوسه په کره توګه نه پوهیږي چې د ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ سخته تودوخه د دې نښه ده چې د نړۍ تودوخې لوړیدل ګړندي شوي.

د اروپایی ټولنې د اقلیم د بدلون ادارې مرستیالې سمانتا برګیس وايي: "موږ د دې لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا لرو چې پوه چې ۲۰۲۳ کال یو معمولي ګرم کال و که دا کال په پرلپسې توګه د نړۍ د تودوخې د لوړیدو په مانا دی."

د تودوخې ډیریدل د هوا ویجاړونکي آفتونه لا پسې زیاتوي. په ۲۰۲۳ کال کې، د ګرمۍ د ډیریدو له امله له چین څخه تر اروپا پورې د تودوخې وژونکي څپې زیاتې شوې وې. په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلاوونو کې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د کاناډا په ځنګلونو کې د تودوخو د څپو له امله تر ټولو پراخې اورلګیدنې رامنځ ته شوې وې.

د اقلیمي بدلون اقتصادي پایلې هم مخ په ډیریدو دي. امریکا کې لږترلږه ۲۵ اقلیمي افتونو رامنځ ته شوي چې زیان یې له یو ملیارد ډالرو څخه ډیر دی. په همدې حال کې وچکالۍ په ارجنټاین کې د سویا او په هسپانیه کې د غنمو فصلونه ویجاړ کړي دي.


د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې او د بیت المقدس مرستیاله ښارواله فلوم حسن نخوم وايي؛ چې د افغانستان طالبان او د غزې حماس ډلې د ایران نیابتي ډلې دي او همدغه هېواد یې مالي ملاتړ کوي.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، دي چې ایران په سیمه کې د یو لوی "شیطان" حیثیت لري، لکه د نن ورځې "هټلر".
د نخوم په خبره، چې ایران نه یوازې دا چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي؛ بلکې حماس، حزب الله، حوثي وسلوال او یو شمېر نورو ډلو ته مالي ملاتړ برابروي.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت پر مهال هم د هغه دولت بېلابېلو چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو، چې ایران طالبانو ته وسلې او پېسې ورکوي.
نوموړې به غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په شمېرو او خبرونو کې غولېدونکي ارقام وړاندې شوي او د باور وړ نه دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې د غزې د بیا نیولو په اړه وویل، چې دوی یو ځل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې وتلي او بیا د غزې د نیولو هوډ نه لري.

د بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي. نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."
پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.
په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هېڅوک به د دوی د عملیاتو مخ ونه نیسي، "نه د هاګ محکمه او نه د عدالت نړۍواله محکمه".
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د اسراییل د دفاع وزیر او نتنیاهو ترمنځ د جګړې په اړه ناندرې شوې دي او د دفاع وزیر یوه جلسه پرېښې ده.
په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر، فیلیپ لازاریني وايي: "د تېرو ۱۰۰ ورځو پراخه مرګ ژوبله، ویجاړتیا، د خلکو بې ځایه کېدل، لوږه، زیان او غم زموږ د انسانیت په لمنه ګډ داغ دی."
د ملګرو ملتونو له خوا په ښوونځیو کې جوړ شوي د بې ځایه شویو کمپونه د زرګونو فلسطینیانو لپاره یوازینۍ سرپناه بلل کیږي، چې کورونه یې د اسراییل له خوا ویجاړ شوي او دوی یې بې ځایه کېدو ته مجبور کړي.
د اسراییل په بریدونو کې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۱۴۰ کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف دا غوښتنه ونه منله چې د ټاکنو لپاره خپله دودیزه پخوانۍ نښه بېټ بېرته ور کړي. دغه ګوند د محکمې دا پرېکړه غندي او اندېښنه لري، چې دې سره به یې میلیونونه رایه ور کوونکي اغېزمن شي.
تحریک انصاف چې د پاکستاني پوځ له ځواکمنو جنرالانو سره په ټکر کې دی؛ د دې ادارې په ملاتړ ځپل کېږي او د راتلونکې میاشتې له ټاکنو مخکې یې دا ځپل لا ډېر شوي دي.
عمران خان او ملګري یې وايي؛ پوځ هڅه کوي له ټاکنیزو سیالیو یې لرې وساتي، خو مقابل لوری دا تور ردوي.
د پاکستان په څېر ۲۴۱ میلیونه وګړي هېواد کې چې کلیوالو سیمو کې یې د لیک لوست کچه ټیټه ده په رایه پاڼو کې د ګوند ټاکنیزه نښه د پېژندلو لپاره مهمه ده؛ ترڅو خپل کاندید وپېژني.
د سترې محکمې لوی قاضي عیسی فایض دا پرېکړه بیګا د شپې ناوخته د خپل ارګان له وېبپاڼې په یوه ویډیو کې اعلان کړه.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اوس به د عمران خان د ګوند نوماندان مجبور وي، چې فردي سمبولونو سره ټاکنو کې ګډون وکړي او دې سره به یې رایه ور کوونکي سربدال یا ګنګس شي.
تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې دا د محکمې تر ټولو بده پرېکړه بللې او ویلي دي، چې مېلیونونه رایه ورکوونکي یې اغېزمنوي.
د ګوند سرپرست ګوهر خان هم وايي، چې نوماندان به یې د خپلواکو امیدوارو په حیث ټاکنو کې ګډون وکړي.
تر دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون له تحریک انصاف دا نښه په دې تور اخیستې وه، چې د عمران خان تر بندي کېدو وروسته یې د ملي ټاکنو لپاره د اصولو له مخې ټاکنې نه دي کړې.
خو دغه ګوند په عالي محکمه کې دا تور وننګاوه.

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وايي چې کییف د خپلو جنګي هڅو لپاره لا ډیرو پوځي الوتکو ته اړتیا لري. هغه وايي د دوی د اړتیا وړ الوتکو لکه د امریکا A-10 جنګي جېټ چې د پیاده ځواکونو او الوتکو ملاتړ کوي او داسې نورې الوتکې دي چې د اوږد واټن توغندي وتوغوي.
۵۸ کلن ډګر جنرال اولیکسندر سیرسکي د رویټرز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: "د امریکا A-10 جنګي جېټ زمونږ د اړتیا وړ الوتکه ده که چیرې یې دوی موږ ته راکړي... دا یو نوی ماډل الوتکه نه ده، مګر یو باوري الوتکه ده چې په ډیرو جګړو کې یې ځان ثابت کړی، او د وسلو پراخ ډولونه لري. د ځمکنیو اهدافو په له منځه وړلو کې له پیاده عسکرو سره مرسته کولای شي.
د امریکا A-10 جنګي جېټ د دغه هیواد له خوا په لومړي ځل په ۱۹۷۰ ام کال کې جوړې شوي او تر اوسه ترې په پراخه توګه کار اخیستل کیږي.
سیرسکي وايي د اپاچي، سوپر کوبرا او بلیک هاک هلیکوپټرې هم کولای شي چې د اوکراین په جګړه کې هم مهم رول ولوبوي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، کییف پر لویدیځو متحدینو فشار راوړی چې د زغره والو موټرو، ټانکونو، د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او F-16 جنګي الوتکو په ګډون ورته بیلابیلې پرمختللې وسلې او مهمات برابر کړي.
تمه کیږي چې لومړنۍ امریکايي F-16 جیټ الوتکې به په ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې اوکراین ته ورسیږي، که څه هم د روسیې د قوي هوایي ځواک په پرتله کیدای شي په جګړه کې ددغو الوتکو اغیز محدود وي.
