• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان:‌ لا ډیرو پوځي الوتکو ته اړتیا لرو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان وايي چې کییف د خپلو جنګي هڅو لپاره لا ډیرو پوځي الوتکو ته اړتیا لري. هغه وايي د دوی د اړتیا وړ الوتکو لکه د امریکا A-10 جنګي جېټ چې د پیاده ځواکونو او الوتکو ملاتړ کوي او داسې نورې الوتکې دي چې د اوږد واټن توغندي وتوغوي.

۵۸ کلن ډګر جنرال اولیکسندر سیرسکي د رویټرز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: "د امریکا A-10 جنګي جېټ زمونږ د اړتیا وړ الوتکه ده که چیرې یې دوی موږ ته راکړي... دا یو نوی ماډل الوتکه نه ده، مګر یو باوري الوتکه ده چې په ډیرو جګړو کې یې ځان ثابت کړی، او د وسلو پراخ ډولونه لري. د ځمکنیو اهدافو په له منځه وړلو کې له پیاده عسکرو سره مرسته کولای شي.‌

د امریکا A-10 جنګي جېټ د دغه هیواد له خوا په لومړي ځل په ۱۹۷۰ ام کال کې جوړې شوي او تر اوسه ترې په پراخه توګه کار اخیستل کیږي.

سیرسکي وايي د اپاچي، سوپر کوبرا او بلیک هاک هلیکوپټرې هم کولای شي چې د اوکراین په جګړه کې هم مهم رول ولوبوي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې، کییف پر لویدیځو متحدینو فشار راوړی چې د زغره والو موټرو، ټانکونو، د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو او F-16 جنګي الوتکو په ګډون ورته بیلابیلې پرمختللې وسلې او مهمات برابر کړي.

تمه کیږي چې لومړنۍ امریکايي F-16 جیټ الوتکې به په ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې اوکراین ته ورسیږي، که څه هم د روسیې د قوي هوایي ځواک په پرتله کیدای شي په جګړه کې ددغو الوتکو اغیز محدود وي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

څلورو کډوالو د مانش (انګلیش) کانال څخه د تېرېدو په هڅه کې خپل ژوند بایللی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۰

فرانسوي او برېتانوي رسنيو خبر ورکړی، چې په يوې وړې کښتۍ کې ۷۰ کډوال سپاره وه او د يکشنبې په سهار د فرانسې په سواحلو کې هغه مهال ډوبه شوه، چې غوښتل يې د مانش کانال څخه برېتانيا ته واوړي.

بي بي سي په خپل خبر کې ويلي، چې په دې پېښه کې څلور عراقي او سوريايي وګړي وژل شوي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې؛ دغه کډوال په یوه کوچنۍ کښتۍ کې سپاره وه او هڅه يې کول د مانش کانال څخه تېر شي؛ خو د فرانسې په سواحلو کې د يوې پېښي له امله يې کښتۍ ډوبه شوه.

له دغو کډوالو څخه چې روغتون ته وړل شوي د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې د فرانسې هوايي او سمندري ځواکونه د ژغورنې عملیاتو لپاره سیمې ته استول شوي او لسګونه ژغورل شوي کډوال یې یوه سیمه ییز مرکز ته لېږدولي دي.

مالدیف له هند څخه وغوښتل چې تر دوو میاشتو پورې خپل ځواکونه وباسي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د مالدیف چارواکو نن د هند پر حکومت غږ وکړ، چې د مارچ تر ۱۵مې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواد وباسي. د مالدیف ولسمشر محمد مویزو تېر کال د ټاکنو ګټلو سره په داسې حال په خپل هېواد کې د هند لومړۍ پالیسي د ختمولو ژمنه وکړه، چې نوی ډېلی او بېجینګ پکې د نفوذ سیالي لري.

د رویټر د راپور له مخې؛ ښايي دا ګام د نوي ډېلي او مالدیف اړیکي خراب کړي.

د هند نږدې اتیا سرتېري په مالدیف کې دي، چې دغه هېواد ته د ور کړل شویو تجهیزاتو ملاتړ برابر او په سیمه کې د انساني چارو لپاره مرسته برابره کړي.

د مالدیف ولسمشر نن د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د هندي پلاوي سره لیدنه کې غوښته وکړه، چې خپل ځواکونه وباسي.

د مالدیف د ولسمشرۍ دفتر د پالیسۍ مشر احمد نظیم وايي؛ ولسمشر له هندي پلاوي وغوښتل چې د مارچ تر ۱۵ ټول ځواکونه وباسي.

نوموړی زیاتوي چې په دې هکله خبرې روانې دي.

مویزو د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاین کې هم د هند پراخ نفوذ د خپل هېواد حاکمیت ته لوی ګواښ بللی و او ژمنه یې کړې وه، چې ځواکونه به یې له خپلې خاورې وباسي.

ښاغلی نظیم هم وايي، چې د حکومت پالیسي او د ولس غوښتنه هم دا ده چې د هند ځواکونه باید و اېستل شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت هم خپله اعلامیه کې ویلي، چې له مالدیف سره یې پر مختلفو مسالو خبرې درلودې؛ خو د پوځ اېستلو ته یې اشاره نه ده کړې.

چین ته د مالدیف د ولسمشر د تېرې اونۍ په سفر پسې بېجینګ او دغه هېواد د اړیکو پراخولو لپاره د ستراتیژیک ټولیز مشارکت سلا شول.

دې سره چین ته په دغه اسیايي هېواد کې د پراخې پانګونې زمنیه برابرېږي.

نړۍوال بانک وايي؛ مالدیف د چین ۱.۳۷ میلیارده ډالره پوروړی دی، چې د دغه هېواد د پور ۲۰ سلنه جوړوي.

د حزب الله مشر: پر حوثي وسلوالو د امریکا بریدونه به سور سمندر د جګړې په ډګر بدل کړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په یمن کې د حوثي وسلوالو پر مرکزونو د امریکا بریدونه "احمقانه" بللي دي او په توند غبرګون سره یې ویلي، چې دا بریدونه به سور سمندرګی د جګړې په ډګر بدل کړي.

نصرالله د یکشنبې په ورځ «د جنوري ۱۴» وویل، چې د امریکا یرغل په سور سمندرګي کې د سمندري تګ راتګ خوندیتوب له خطر سره مخ کوي او دغه سیمه د جګړې په ډګر بدلوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د واشنګټن پوځي عملیات به پرته له دې چې پر اسراییلي کښتیو او اسراییل ته تلونکو بېړیو بریدونه او ګواښونه زیات کړي، بله پایله نه لري.
ښاغلي نصرالله دغه څرګندونې د حزب الله د یوه جګپوړي قوماندان وسام (جواد) الطویل د وژل کېدو د اوومې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې وکړې.

نوموړی د لبنان په سویل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی و.

وروسته له هغې چې په سره سمندرګي کې امریکا د یوه امنیتي ایتلاف هوډ کړی، د لبنان حوثي وسلوال د دغه ایتلاف مخالفت کوي او د ایتلاف پر مشترکو اهدافو یې بریدونه پیل کړي دي.

همدا راز تېره اونۍ یو شمېر امریکايي رسنيو د یو شمېر چارواکو په حواله په امریکا کې د حزب الله د احتمالي بریدونو په اړه د اندېښنې خبر هم ورکړی و.

روسیه: تایوان د چین برخه ده

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، مسکو په هر ډول د تایوان د خپلواکۍ مخالف دی. ماریا زاخارووا وویل: «په نړۍ کې یوازې چین د یوه هیواد په توګه موجود دی. د چين د ولسي جمهوريت حکومت يوازنی قانوني حکومت دی چې د ټول چين استازيتوب کوي او تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده.»

د ټاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه: د تایوان په اړه د روسیې دریځ روښانه دی، ثابت او نه بدلیدونکی دی. دا د ۱۹۹۲ کال د سپتمبر په ۱۵ د روسیې د ولسمشر د فرمان له مخې مشخص شوی دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ديموکراتيک مترقي ګوند نوماند«ويليم لاي چینګ تي» د شنبې په ورځ (د مرغومي ٢٣مه) د رايو په اکثريت سره د تايوان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د هغه ګوند چې په تېرو دوو دورو کې یې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، پر تایوان د چین د حاکمیت اصلي مخالف دی.

د تایوان دیموکراتیک مترقي ګوند چې دا مهال په تایوان کې واک لري، له چین څخه د ټاپووزمې په جلا کیدو ټینګار کوي او د بیجینګ دا ادعا ردوي چې تایوان د دوی د خاورې برخه ده.

د دغو ټاکنو وروستۍ پايلې چې د شنبې په ورځ ناوخته خپرې شوې، ښيي چې د تايوان د واکمن ګوند نوماند «لاي چينګ ټي» چې د ترقي غوښتونکي ډيموکراټ ګوند په توګه له چين سره د اتحاد مخالف دی، دغه ټاکنې ګټلې دي.

بلوڅ لاریوني: له نړیوالو غواړو چې په بلوچستان کې له بشري حقونو شوې سرغړونې وڅیړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د بلوڅانو د ژوندي تري‌تم کېدو او د «بې‌ګناه» کسانو د وژنو په غبرګون کې پیل شوی لاریون نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) ۵۲ ورځو ته ورسېده. دغه لاریون د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه پیل شوی او د حکومت له لوري د هر ډول خنډ جوړولو سربېره تر اسلام اباده رسېدلی.

دغه لاریون کوونکي د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د بشري حقونو د خطرناکو سرغړونو د څیړلو په موخه دې هلته یو ماموریت واستوي.

د دغه لاریون مخکښې مهرنګ بلوڅ وايي: «موږ بلوڅان په بلوچستان کې له سختو حالاتو سره مخ یو، بشري سرغړونې ترسره کیږي او په سیستماټیک ډول مو نسل وژنه کیږي. مرکزي حکومت کوښښ کوي چې زموږ دغه سوله ییز غږ بند کړي، له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ یو.»

دغه لاریون کوونکو وايي، غوښتنې يې څرګندې دي او په سوله ییز ډول روان دي.

دوی غواړي چې په بلوچستان کې دې بشري سرغړونې په ګوټه شي، د بلوڅانو نسل وژنه، جبري ترې‌تم کیدل او د بلوڅانو پر وړاندي پوځي عملیات دې ودرول شي او څیړنې دې پیل شي.

د بلوڅانو لاریون ۵۲ ورځې وړاندې هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورولو له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې له هغه سره یې چاودیدونکي توکي نیولي و.