• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مالدیف له هند څخه وغوښتل چې تر دوو میاشتو پورې خپل ځواکونه وباسي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۵ GMT+۰

د مالدیف چارواکو نن د هند پر حکومت غږ وکړ، چې د مارچ تر ۱۵مې خپل ټول ځواکونه له دغه هېواد وباسي. د مالدیف ولسمشر محمد مویزو تېر کال د ټاکنو ګټلو سره په داسې حال په خپل هېواد کې د هند لومړۍ پالیسي د ختمولو ژمنه وکړه، چې نوی ډېلی او بېجینګ پکې د نفوذ سیالي لري.

د رویټر د راپور له مخې؛ ښايي دا ګام د نوي ډېلي او مالدیف اړیکي خراب کړي.

د هند نږدې اتیا سرتېري په مالدیف کې دي، چې دغه هېواد ته د ور کړل شویو تجهیزاتو ملاتړ برابر او په سیمه کې د انساني چارو لپاره مرسته برابره کړي.

د مالدیف ولسمشر نن د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د هندي پلاوي سره لیدنه کې غوښته وکړه، چې خپل ځواکونه وباسي.

د مالدیف د ولسمشرۍ دفتر د پالیسۍ مشر احمد نظیم وايي؛ ولسمشر له هندي پلاوي وغوښتل چې د مارچ تر ۱۵ ټول ځواکونه وباسي.

نوموړی زیاتوي چې په دې هکله خبرې روانې دي.

مویزو د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاین کې هم د هند پراخ نفوذ د خپل هېواد حاکمیت ته لوی ګواښ بللی و او ژمنه یې کړې وه، چې ځواکونه به یې له خپلې خاورې وباسي.

ښاغلی نظیم هم وايي، چې د حکومت پالیسي او د ولس غوښتنه هم دا ده چې د هند ځواکونه باید و اېستل شي.

د هند بهرنیو چارو وزارت هم خپله اعلامیه کې ویلي، چې له مالدیف سره یې پر مختلفو مسالو خبرې درلودې؛ خو د پوځ اېستلو ته یې اشاره نه ده کړې.

چین ته د مالدیف د ولسمشر د تېرې اونۍ په سفر پسې بېجینګ او دغه هېواد د اړیکو پراخولو لپاره د ستراتیژیک ټولیز مشارکت سلا شول.

دې سره چین ته په دغه اسیايي هېواد کې د پراخې پانګونې زمنیه برابرېږي.

نړۍوال بانک وايي؛ مالدیف د چین ۱.۳۷ میلیارده ډالره پوروړی دی، چې د دغه هېواد د پور ۲۰ سلنه جوړوي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د حزب الله مشر: پر حوثي وسلوالو د امریکا بریدونه به سور سمندر د جګړې په ډګر بدل کړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په یمن کې د حوثي وسلوالو پر مرکزونو د امریکا بریدونه "احمقانه" بللي دي او په توند غبرګون سره یې ویلي، چې دا بریدونه به سور سمندرګی د جګړې په ډګر بدل کړي.

نصرالله د یکشنبې په ورځ «د جنوري ۱۴» وویل، چې د امریکا یرغل په سور سمندرګي کې د سمندري تګ راتګ خوندیتوب له خطر سره مخ کوي او دغه سیمه د جګړې په ډګر بدلوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د واشنګټن پوځي عملیات به پرته له دې چې پر اسراییلي کښتیو او اسراییل ته تلونکو بېړیو بریدونه او ګواښونه زیات کړي، بله پایله نه لري.
ښاغلي نصرالله دغه څرګندونې د حزب الله د یوه جګپوړي قوماندان وسام (جواد) الطویل د وژل کېدو د اوومې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې وکړې.

نوموړی د لبنان په سویل کې د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی و.

وروسته له هغې چې په سره سمندرګي کې امریکا د یوه امنیتي ایتلاف هوډ کړی، د لبنان حوثي وسلوال د دغه ایتلاف مخالفت کوي او د ایتلاف پر مشترکو اهدافو یې بریدونه پیل کړي دي.

همدا راز تېره اونۍ یو شمېر امریکايي رسنيو د یو شمېر چارواکو په حواله په امریکا کې د حزب الله د احتمالي بریدونو په اړه د اندېښنې خبر هم ورکړی و.

روسیه: تایوان د چین برخه ده

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، مسکو په هر ډول د تایوان د خپلواکۍ مخالف دی. ماریا زاخارووا وویل: «په نړۍ کې یوازې چین د یوه هیواد په توګه موجود دی. د چين د ولسي جمهوريت حکومت يوازنی قانوني حکومت دی چې د ټول چين استازيتوب کوي او تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده.»

د ټاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه: د تایوان په اړه د روسیې دریځ روښانه دی، ثابت او نه بدلیدونکی دی. دا د ۱۹۹۲ کال د سپتمبر په ۱۵ د روسیې د ولسمشر د فرمان له مخې مشخص شوی دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د ديموکراتيک مترقي ګوند نوماند«ويليم لاي چینګ تي» د شنبې په ورځ (د مرغومي ٢٣مه) د رايو په اکثريت سره د تايوان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د هغه ګوند چې په تېرو دوو دورو کې یې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، پر تایوان د چین د حاکمیت اصلي مخالف دی.

د تایوان دیموکراتیک مترقي ګوند چې دا مهال په تایوان کې واک لري، له چین څخه د ټاپووزمې په جلا کیدو ټینګار کوي او د بیجینګ دا ادعا ردوي چې تایوان د دوی د خاورې برخه ده.

د دغو ټاکنو وروستۍ پايلې چې د شنبې په ورځ ناوخته خپرې شوې، ښيي چې د تايوان د واکمن ګوند نوماند «لاي چينګ ټي» چې د ترقي غوښتونکي ډيموکراټ ګوند په توګه له چين سره د اتحاد مخالف دی، دغه ټاکنې ګټلې دي.

بلوڅ لاریوني: له نړیوالو غواړو چې په بلوچستان کې له بشري حقونو شوې سرغړونې وڅیړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د بلوڅانو د ژوندي تري‌تم کېدو او د «بې‌ګناه» کسانو د وژنو په غبرګون کې پیل شوی لاریون نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) ۵۲ ورځو ته ورسېده. دغه لاریون د پاکستان د بلوچستان ایالت څخه پیل شوی او د حکومت له لوري د هر ډول خنډ جوړولو سربېره تر اسلام اباده رسېدلی.

دغه لاریون کوونکي د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې په بلوچستان کې د بشري حقونو د خطرناکو سرغړونو د څیړلو په موخه دې هلته یو ماموریت واستوي.

د دغه لاریون مخکښې مهرنګ بلوڅ وايي: «موږ بلوڅان په بلوچستان کې له سختو حالاتو سره مخ یو، بشري سرغړونې ترسره کیږي او په سیستماټیک ډول مو نسل وژنه کیږي. مرکزي حکومت کوښښ کوي چې زموږ دغه سوله ییز غږ بند کړي، له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ یو.»

دغه لاریون کوونکو وايي، غوښتنې يې څرګندې دي او په سوله ییز ډول روان دي.

دوی غواړي چې په بلوچستان کې دې بشري سرغړونې په ګوټه شي، د بلوڅانو نسل وژنه، جبري ترې‌تم کیدل او د بلوڅانو پر وړاندي پوځي عملیات دې ودرول شي او څیړنې دې پیل شي.

د بلوڅانو لاریون ۵۲ ورځې وړاندې هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورولو له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې له هغه سره یې چاودیدونکي توکي نیولي و.

پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستاني پولیسو یې په بنو کې ملګري نیولي دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، پاکستاني پولیسو په بنو کې تېره شپه د پي‌ټي‌ایم پر غړو برید کړی او یو شمېر هغه کسان یې نامعلوم ځای ته بیولي دي چې په بنو کې یې نن یکشنبه (د مرغومي ۲۴مه) د یوې غونډې لپاره په چمتوالي بوخت وو.

دوی وايي، پولیسو پرې هوايي ډزې کړې او د جلسې له ځایه یې د سټېج جوړولو توکي، لوډسپیکرونه او څوکۍ ترې وړې دي.

په پام کې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري نن یکشنبه په بنو کې یوه لویه غونډه جوړه شي.

د دغه غورځنګ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په بنو کې د پي‌ټي‌ایم د هغو غړو پرکورونو هم پولیسو چاپې وهلې چېله نورو ولسوالیو او سیمو څخه دغې غونډې ته د ګډون په موخه یوه ورځ وړاندې ورغلي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي مظلوم محسود افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وویل: «پي ټي ایم نن د خپل مشر منظور پښتین او نورو مشرانو د راخوشي کولو، د چمن پرلت او انګور اډې پرلت د غوښتنو په ملاتړ او د پاکستان پوځ لخوا د ترهګریزو چارو پر ضد نن په بنو کې د یوې لویې احتجاجي جلسې تابیا کړې ده.»

د دغه غورځنګ د مرکزي کمیټې او د غورځنګ د سرپرست مشرتابه کمیټې غړي عبدالصمدخان په یوه ويډیویي پیغام کې په خپلو پلویانو غږ کوي چې غونډه ته دې ورشي او دغه غونډه به ترسره کوي: «که پوځ هم راشي موږ به خپله جلسه کوو هیڅوک موږ له جلسې کولو نه شي ګرځولی.»

منظور پښتین کله او څنګه ونیول شو:

د بلوچستان پوليسو منظور پښتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو، چې هغه تربت کې د بلوڅانو په اعتراضي پرلت کې د ګډون لپاره روان و. خو تر نیول کېدو وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د پاکستان پوليسو منظور پښتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولیو، او پر هغه یې تور پورې کړی دی، چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي؛ خو نوموړي دا تورونه رد کړي او وايي، چې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

د تحقیقاتو مرکزي‌ ادارې (اېف ای اې) په قضیه کې پر منظور پښتين تور پورې کړی و، چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي؛ خو د پښتين يو وکيل اېمل خان مندوخېل پر موکل لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي وو.

پر منظور پښتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه؛ خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته وسپاره.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پښتين د قضيې اورېدنه د قاضي د ناسوبتیا له امله ځنډېدلې وه.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د منظور پښتين پر نیولو «اندېښنه» څرګنده کړې او هغه یې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ويل کیږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پنجاب جهلم ته وړل شوی او هلته زنداني دی.

بایډن: امریکا د ټایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

امریکا ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ ویلي چې متحده ایالات د ټایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. دا څرګندونې یې وروسته له هغه کړي چې په ټایوان کې رای ورکوونکو په ټاکنو کې د چین مخالفت وکړ او واکمن ګوند ته یې د دریمې دورې لپاره د ولسمشرۍ واک وروسپاره.

د شنبې په ورځ، د تایوان واکمن ډیموکراټیک پرمختګ غوښتنونکي ګوند نوماند، لای چینګ ټی، د ټاکنو له ګټولو وروسته وویل چې د چین فشار ته به غاړه نه ګدي. هغه ژمنه وګړه چې د چین په وړاندې به دریږي او د خبرو اترو غوښتنه به کوي.

د هغه ګوند پر ټایوان د چین د حاکمیت اصلي مخالف بلل کیږي.

کله چې له ښاغلي بایډن نه د ټایوان د ټاکنو په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل:‌ "موږ د (ټایوان) د خپلواکۍ ملاتړ نه کوو ..."

د ټاکنو له پیلیدو څو ساعته مخکې، واشنګټن خبرداری ورکړی و چې د "هېڅ" هیواد لپاره به په ټاکنو کې لاسوهنه "د منلو وړ نه وي."

ټایوان، د چین یو ګاونډی ټاپو دی چې دغه هیواد یې خپل قلمرو بولي. ټایوان کې په 1996 کې د لومړي ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو راهیسې، دغه هیواد د دیموکراسۍ یو بریالۍ بیلګه بلل کیږي هغه څه د زور او پوځي واکمنۍ په وړاندې د لسیزو مبارزې پایله ده.

ټایوان سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د نه لرلو سربیره بیا هم امریکا د دغه ټاپو تر ټولو مهم نړیوال ملاتړی هیواد او د وسلو برابرونکې دی.

د بایډن اداره ویره لري چې ټاکنې، د واک لیږد او نوې اداره به له بیجینګ سره د دغه ټاپو ستونزې ډیرې کړي.