• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه تر ۳۰۰ ډیر افغان کډوال ستانه کړل شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت راستانه کړي.

یاد وزارت لیکلي چي، ۳۳۳ تنه افغان کډوال د (مرغومي په ۲۴مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت په حواله وايي، چې ۳۷ کورنۍ چې ټول غړي يې ۱۷۵ تنه وو، په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي او همدارنګه ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۸ تنه و د سپین بولدک له لارې په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یاد کډوال یې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ور پيژندلي دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې دمګړی په یاد هیواد کې میلیونونه د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرونکي ۱،۷ میلیونه افغان کډوال میشت دي.

له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په دریمه نیټه پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه ناسمه بللې ده.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د خوړو نړیوال پرورګرام ۶۷۰ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ویاند په افغانستان کې د مرستو د بحران د اغېزو په اړه خبرو کې ویلي چې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اړتیا لري چې ۱۵،۲ میلیونو افغانانو لپاره خواړه ورسوي. هغه وايي، د نړیوالو مرستو د نه ملاتړ له امله، افغانستان د خوړو د نا امنۍ په بده کچه کې دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، د خوړو نړیوال پروګرام له یوه کال راپدېخوا د مرستو په برخه کې د لوی کمښت له امله یوازې له هغو کورنیو سره مرسته کولای شي، چې په دغه ساړه ژمي کې ایله په لږ خوړو ژوندي وپایږي.

ښاغلي سټيفن دوجاریک وايي: «د خوړو نړیوال پروګروام د ارزونو له مخې له هرو دریو افغانانو یو یې په دې نه پوهیږي چې د دې سخت ژمي لپاره د دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه پیدا کړي.»

همدارنګه نوموړی وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام د خبرداري له مخې دمګړۍ د افغانستان د هر ولایت اوسیدونکي د خوړو د نا امنۍ له بحران سره مخ دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي پخوا په پراخه پیمانه دوامداره مرستو د میلیونونو افغانانو سره په دوو سختو ژمیو کې مرسته وکړه او له پنځه میلیونه څخه ډير خلک یې د قحطۍ له ګواښ وژغورل. خو اوس له یو کال راهیسې د لویو مرستو د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام یوازې له خورا بېوزلو کورینو سره مرسته کولای شي.

نوموړی وايي، د خوړو نړیوال پرورګرام په بیړه ۶۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې ۱۵،۲ میلیونه وګړو ته د ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه برابر کړي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان له افغان مېرمنو د حجاب په پلمه د هغوی ډیرې ازادۍ اخلي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

په یوه تازه غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل چې د حجاب په پلمه د ښځو نیول، زنداني کول او ځورول په «افغانستان کې د ښځو د ازادیو له حق سرغړونه ده.» دغه سازمان غوښتنه کړې چې سملاسي دې د حجاب په پلمه نیول شوې ښځې خوشې او د دوی له ځورونې دې مخنیوی وشي.

په امریکا کې د بښنې نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو «لوی شمېر» ښځې د دې له امله نیولې دي چې خپل مخ او بدن په بشپړه توګه نه پټوي.

په دې وروستیو ورځو کې په کابل او دایکنډي کې د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسري نیولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په دننه او بهر کې له سختو او پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د طالبانو د خوښې حجاب نه مراعاتولو له امله له ښځو سره ناوړه چلند او ناقانونه نیونې د اندېښنې وړ بللې دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل او دایکنډي کې د ښځو د خپلسري نیولو په اړه د یوناما راپور رد کړ او دا یې « تبلیغات» وبلل.

تر دې مخکې، طالبانو بورقه یا تورې پراخې او نقاب لرونکې جامې د افغان ښځو لپاره د حجاب د «غوره بېلګې» په توګه خلکو ته ورښودلې وې.

د افغانستان د ازادۍ جبهه:‌ په بغلان کې مو د طالبانو پر امر بالمعروف ادارې برید کړی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي؛ د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یې د طالبانو پر امر بالمعروف ادارې برید کې د دغې ادارې یو مبلغ وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ اکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دغه “اوپراتیفي” برید یې د یکشنبې په ورځ – د مرغومې ۲۴ مه – ماښام مهال ترسره کړی دی.

دغه جبهه وايي، د ښځو او نجونو سره د طالبانو د امربالمعروف ادارې د تبعیضي چلند له امله یې پر دغې ادارې برید کړی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه ندي ویلي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې: طالبان او حماس د ایران نیابتي ډلې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې او د بیت المقدس مرستیاله ښارواله فلوم حسن نخوم وايي؛ چې د افغانستان طالبان او د غزې حماس ډلې د ایران نیابتي ډلې دي او همدغه هېواد یې مالي ملاتړ کوي.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، دي چې ایران په سیمه کې د یو لوی "شیطان" حیثیت لري، لکه د نن ورځې "هټلر".

د نخوم په خبره، چې ایران نه یوازې دا چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي؛ بلکې حماس، حزب الله، حوثي وسلوال او یو شمېر نورو ډلو ته مالي ملاتړ برابروي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت پر مهال هم د هغه دولت بېلابېلو چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو، چې ایران طالبانو ته وسلې او پېسې ورکوي.

نوموړې به غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په شمېرو او خبرونو کې غولېدونکي ارقام وړاندې شوي او د باور وړ نه دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې د غزې د بیا نیولو په اړه وویل، چې دوی یو ځل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې وتلي او بیا د غزې د نیولو هوډ نه لري.

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان ګوند ته د بېټ ټاکنیز نښان ور نه کړ

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف دا غوښتنه ونه منله چې د ټاکنو لپاره خپله دودیزه پخوانۍ نښه بېټ بېرته ور کړي. دغه ګوند د محکمې دا پرېکړه غندي او اندېښنه لري، چې دې سره به یې میلیونونه رایه ور کوونکي اغېزمن شي.

تحریک انصاف چې د پاکستاني پوځ له ځواکمنو جنرالانو سره په ټکر کې دی؛ د دې ادارې په ملاتړ ځپل کېږي او د راتلونکې میاشتې له ټاکنو مخکې یې دا ځپل لا ډېر شوي دي.

عمران خان او ملګري یې وايي؛ پوځ هڅه کوي له ټاکنیزو سیالیو یې لرې وساتي، خو مقابل لوری دا تور ردوي.

د پاکستان په څېر ۲۴۱ میلیونه وګړي هېواد کې چې کلیوالو سیمو کې یې د لیک لوست کچه ټیټه ده په رایه پاڼو کې د ګوند ټاکنیزه نښه د پېژندلو لپاره مهمه ده؛ ترڅو خپل کاندید وپېژني.

د سترې محکمې لوی قاضي عیسی فایض دا پرېکړه بیګا د شپې ناوخته د خپل ارګان له وېبپاڼې په یوه ویډیو کې اعلان کړه.

د رویټرز د راپور له مخې؛ اوس به د عمران خان د ګوند نوماندان مجبور وي، چې فردي سمبولونو سره ټاکنو کې ګډون وکړي او دې سره به یې رایه ور کوونکي سربدال یا ګنګس شي.

تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې دا د محکمې تر ټولو بده پرېکړه بللې او ویلي دي، چې مېلیونونه رایه ورکوونکي یې اغېزمنوي.

د ګوند سرپرست ګوهر خان هم وايي، چې نوماندان به یې د خپلواکو امیدوارو په حیث ټاکنو کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون له تحریک انصاف دا نښه په دې تور اخیستې وه، چې د عمران خان تر بندي کېدو وروسته یې د ملي ټاکنو لپاره د اصولو له مخې ټاکنې نه دي کړې.

خو دغه ګوند په عالي محکمه کې دا تور وننګاوه.