• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره روسیې ته ځي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان وکړ چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیره چوی سونګ هوی به د دوشنبې په ورځ (مرغومي ۲۵مه) مسکو ته سفر وکړي. د ماریا زاخارووا په وینا د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیره به د دغه سفر په ترڅ کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري او خبرې وکړي.

مسکو ته د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې سفر د سرګي لاوروف په بلنه ترسره کېږي او ټاکل شوې چې چوی سونګ هوی به د چهارشنبې تر ورځې (مرغومي ۲۷مه) په روسیه کې وي.

تر هغه مخکې سرګي لاوروف د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې شمالي کوریا ته سفر کړی و.

تر دې مخکې مسکو له شمالي کوریا سره د ګډو تمریناتو د ترسره کېدو په اړه خبرې کړې وې، چې د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ د پوځي همکاریو د زیاتېدو په اړه یې د امریکايي چارواکو اندېښنې زیاتې کړې وې.

د مسکو او پیونګ یانګ تر منځ د همکارۍ پراخول د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې په روسیه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د غونډې یوه مهمه موضوع وه.

شمالي کوریا په سړه جګړه کې د روسیې یو له نږدې ملګرو څخه دی او یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۲ کې یې له روسیې سره د اوکراین د ځینو برخو د ورګډولو ملاتړ کړی.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

حماس: ښايي ډېری اسراییلي یرغمل وژل شوي وي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د حماس یوه چارواکي ابو عبیده د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یوشمېر اسراییلي یرغمل شوي کسان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او ښايي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وي.

هغه زیاته کړه: "د دغو بندیانو ډیری یې ښايي وژل شوي وي، او د هغو د وژل کیدو مسوولیت یې په بشپړه توګه د اسراییل پر غاړه دی."

ابو عبیده همداراز د اسراییل پر ضد د بریدونو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړي او ویلي یې دي: «د مقاومت په جبهه کې څو ډلو موږ ته ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به خپل بریدونه پراخ کړي».

بل خوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې د دوی د عملیاتو پر وړاندې هېڅوک نشي دریدلی.

یو شمېر څارونکو ادارو بیا خبر ورکړی، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې نېږدې یو لک فلسطینیان وژل شوي، ټپیان شوي او یا لا درکه شوي دي.

د اروپايي ټولنې د ساینس پوهانو په وینا ۲۰۲۳ کال د نړۍ ترټولو ګرم کال و

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۹ GMT+۰

د اروپایی ټولنې د اقلیم د بدلون ادارې ویلي چې تیر کال په تیرو یو لک کلونو کې د ځمکې ترټولو ګرم کال و. د دغې ادارې مشر کارلو بوونټیمپو ویلي: "د اقلیم له پلوه، دا یو ډیر استثنایی کال و، حتی کله چې د نورو ګرمو کلونو سره پرتله شي."

په نیو کاسټل پوهنتون کې د اقلیم د بدلون پروفیسور هیلي فولر وايي چې د ځمکې د تودوخې بې څاړې لوړیدل دا ښيي چې د کاربن د تولید کچه باید راټيټه شي او ژر تر باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.‌

هغه وايي: "په سیاسي نړۍ کې د بدلون سرعت او د ګلخانه ای ګازو د تولید د کمولو اراده د نړۍ د تودوخې د بدلون سرعت سره سمون نه لري."

100%

د حکومتونو او شرکتونو د اقلیمي موخو له پراخیدو سربیره، د CO2 تولید په پراخه توګه لوړ شوی دی. په نړۍ کې د ډبرو سکرو، تیلو او ګازو له سوځولو څخه د CO2 تولید په ۲۰۲۳ کال کې په بیسارې توګه لوړ شوی دی.

100%

د انسان لخوا د اقلیم د بدلون سربیره، په ۲۰۲۳ کال کې د تودوخې درجه د ال نینو موسمي پدیدې لخوا لوړه شوې، چې له امله یې په ختیځ آرام سمندر کې د سمندر د اوبو پورتنۍ برخه تودیږي او د نړۍ د لوړې تودوخې د ډیریدو سبب کیږي.

100%

ساینس پوهان لا تر اوسه په کره توګه نه پوهیږي چې د ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ سخته تودوخه د دې نښه ده چې د نړۍ تودوخې لوړیدل ګړندي شوي.

100%

د اروپایی ټولنې د اقلیم د بدلون ادارې مرستیالې سمانتا برګیس وايي: "موږ د دې لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا لرو چې پوه چې ۲۰۲۳ کال یو معمولي ګرم کال و که دا کال په پرلپسې توګه د نړۍ د تودوخې د لوړیدو په مانا دی."

100%

د تودوخې ډیریدل د هوا ویجاړونکي آفتونه لا پسې زیاتوي. په ۲۰۲۳ کال کې، د ګرمۍ د ډیریدو له امله له چین څخه تر اروپا پورې د تودوخې وژونکي څپې زیاتې شوې وې.‌ په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلاوونو کې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د کاناډا په ځنګلونو کې د تودوخو د څپو له امله تر ټولو پراخې اورلګیدنې رامنځ ته شوې وې.

100%

د اقلیمي بدلون اقتصادي پایلې هم مخ په ډیریدو دي. امریکا کې لږترلږه ۲۵ اقلیمي افتونو رامنځ ته شوي چې زیان یې له یو ملیارد ډالرو څخه ډیر دی. په همدې حال کې وچکالۍ په ارجنټاین کې د سویا او په هسپانیه کې د غنمو فصلونه ویجاړ کړي دي.

100%

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې: طالبان او حماس د ایران نیابتي ډلې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې او د بیت المقدس مرستیاله ښارواله فلوم حسن نخوم وايي؛ چې د افغانستان طالبان او د غزې حماس ډلې د ایران نیابتي ډلې دي او همدغه هېواد یې مالي ملاتړ کوي.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، دي چې ایران په سیمه کې د یو لوی "شیطان" حیثیت لري، لکه د نن ورځې "هټلر".

د نخوم په خبره، چې ایران نه یوازې دا چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي؛ بلکې حماس، حزب الله، حوثي وسلوال او یو شمېر نورو ډلو ته مالي ملاتړ برابروي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت پر مهال هم د هغه دولت بېلابېلو چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو، چې ایران طالبانو ته وسلې او پېسې ورکوي.

نوموړې به غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په شمېرو او خبرونو کې غولېدونکي ارقام وړاندې شوي او د باور وړ نه دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې د غزې د بیا نیولو په اړه وویل، چې دوی یو ځل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې وتلي او بیا د غزې د نیولو هوډ نه لري.

د اکټوبر له اوومې راپه دېخوا په غزه کې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي، ټپیان شوي او لا درکه شوي دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي. نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.

په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي‌ دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هېڅوک به د دوی د عملیاتو مخ ونه نیسي، "نه د هاګ محکمه او نه د عدالت نړۍواله محکمه".‌

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د اسراییل د دفاع وزیر او نتنیاهو ترمنځ د جګړې په اړه ناندرې شوې دي او د دفاع وزیر یوه جلسه پرېښې ده.

په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر، فیلیپ لازاریني وايي: "د تېرو ۱۰۰ ورځو پراخه مرګ ژوبله، ویجاړتیا، د خلکو بې ځایه کېدل، لوږه، زیان او غم زموږ د انسانیت په لمنه ګډ داغ دی."

د ملګرو ملتونو له خوا په ښوونځیو کې جوړ شوي د بې ځایه شویو کمپونه د زرګونو فلسطینیانو لپاره یوازینۍ سرپناه بلل کیږي، چې کورونه یې د اسراییل له خوا ویجاړ شوي او دوی یې بې ځایه کېدو ته مجبور کړي.

د اسراییل په بریدونو کې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۱۴۰ کارکوونکي هم وژل شوي دي.‌

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان ګوند ته د بېټ ټاکنیز نښان ور نه کړ

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف دا غوښتنه ونه منله چې د ټاکنو لپاره خپله دودیزه پخوانۍ نښه بېټ بېرته ور کړي. دغه ګوند د محکمې دا پرېکړه غندي او اندېښنه لري، چې دې سره به یې میلیونونه رایه ور کوونکي اغېزمن شي.

تحریک انصاف چې د پاکستاني پوځ له ځواکمنو جنرالانو سره په ټکر کې دی؛ د دې ادارې په ملاتړ ځپل کېږي او د راتلونکې میاشتې له ټاکنو مخکې یې دا ځپل لا ډېر شوي دي.

عمران خان او ملګري یې وايي؛ پوځ هڅه کوي له ټاکنیزو سیالیو یې لرې وساتي، خو مقابل لوری دا تور ردوي.

د پاکستان په څېر ۲۴۱ میلیونه وګړي هېواد کې چې کلیوالو سیمو کې یې د لیک لوست کچه ټیټه ده په رایه پاڼو کې د ګوند ټاکنیزه نښه د پېژندلو لپاره مهمه ده؛ ترڅو خپل کاندید وپېژني.

د سترې محکمې لوی قاضي عیسی فایض دا پرېکړه بیګا د شپې ناوخته د خپل ارګان له وېبپاڼې په یوه ویډیو کې اعلان کړه.

د رویټرز د راپور له مخې؛ اوس به د عمران خان د ګوند نوماندان مجبور وي، چې فردي سمبولونو سره ټاکنو کې ګډون وکړي او دې سره به یې رایه ور کوونکي سربدال یا ګنګس شي.

تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې دا د محکمې تر ټولو بده پرېکړه بللې او ویلي دي، چې مېلیونونه رایه ورکوونکي یې اغېزمنوي.

د ګوند سرپرست ګوهر خان هم وايي، چې نوماندان به یې د خپلواکو امیدوارو په حیث ټاکنو کې ګډون وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېسیون له تحریک انصاف دا نښه په دې تور اخیستې وه، چې د عمران خان تر بندي کېدو وروسته یې د ملي ټاکنو لپاره د اصولو له مخې ټاکنې نه دي کړې.

خو دغه ګوند په عالي محکمه کې دا تور وننګاوه.