د پاکستان لومړي وزیر له سعودي سره د خپلمنځي همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر وايي، هېواد یې له سعودي عربستان سره د سوداګرۍ، پانګونې او خلکو ترمنخ د اړیکو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ زیاتول غواړي. انوارالحق کاکړ دا خبرې په داووس کې د سعودي له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې کړې دي.