په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا احضار شو

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی، چې نن سهار د سیستان او بلوچستان ایالت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شو؛ چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.