د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړای شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۰۰ افغانان راستانه شوي دي. د کندهار د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۷۸ کورنۍ چې ټولټال ۴۰۸ کسان کېږي په جبري توګه هېواد ته ستنې کړای شوې دي.