ستانکزی د ایران او پاکستان جنجال ته په غبرګون وايي، ځیرکو وسلو کارولو نوې اندېښنې پیدا کړې

د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر رییس د ایران او پاکستان خپلمنځي بریدونو ته په غبرګون کې وایي، په نړیوالو شخړو کې د ځیرکو وسلو کارول نوی او د اندیښنې وړ اړخ رامنځته کړی. معصوم ستانکزي زیاتوي، دا شان شخړې هر هیواد ته فرصت ورکوي چې د بل هیواد له محرمیت څخه سرغړونه وکړي.