• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا تایید کړه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې ۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته لېږل کېږي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیګار ته منلې، چې له هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې، د طالبانو واک لاندې افغانستان ته ۸۰ میلیون ډالره نغدې پیسې استوي. سيګار د يوناما په حواله ليکلي، چې دغه پيسې د ملګرو ملتونو په ځانګړي اکاونټ کې په يوه خصوصي بانک کې ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرطان له میاشتې راهیسې، طالبانو د نیوکو د مخنیوي په موخه، تر لاسه کېدونکې اوونیزې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې نه رسنیزې کوي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي څارونکي دفتر (سيګار) د جمعې په ورځ - د مرغومي ٢٩مه - د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (يوناما) په حواله ليکلي، چې دغه پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په ځانګړي اکاونټ کې ساتل کېږي او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ورته لاس رسی نه لري.

خو په همدې حال کې، نیوکه کوونکي وايي چې طالبان د دې پیسو د مصرف په څرنګوالي کې ښکېل دي.

د امریکن انټرپرایزر فکري مرکز لوړپوړي څېړونکي مایکل روبین په خپله تازه مقاله کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت له شمالي کوریا سره پرتله کړی، چېرې چې د بانکونو په ګډون د بنسټونو لپاره په خپلواکه توګه فعالیت ستونزمن دي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه پخواني چارواکي له افغانستان سره د امریکا پر بشري مرستو نیوکه کړې او ویلي دي، چې په حقیقت کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو او هغوی سره د مرسته کولو او د حماس د چلند تر منځ هېڅ توپیر نشته. حماس چې له اسراییل سره په جګړه اخته دی، د امریکا لخوا «ترهګره ډله» بلل کیږي.

د روان کال د سرطان په میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې د ۴۰ میلیونو ډالرو بشري مرستو کڅوړې لاا هم کابل ته استول کیږي، خو طالبان یې نور خبر نه رسنیز کوي.

د افغانستان بانک، د وروستي ځل لپاره یې د ثور میاشتې په ۲۴مه کړی وو، چې د بشري مرستو یوه څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.

دغه بانک کې یوې باوري سرچینې د سرطان په ۱۰مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې کابل ته د مرستو لېږلو لړۍ لا هم روانه ده؛ خو طالبانو پرېکړه کړې چې نور به یې د تېر په څېر خبر نه رسنیز کوي.

دغې سرچينې زياته کړې وه، چې بهرني سازمانونه او مرستندويه موسسې لا هم افغانستان ته د خپلې اړتيا وړ پيسې راوړي او په دې بهير کې کوم بدلون نه دى راغلى.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د افغان چارو لپاره د روسیې ځانګړي استازي او د ایران سفیر پر افغانستان خبرې وکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۲ GMT+۰

ایرانۍ رسنۍ وايي، روسیه کې د دغه هېواد سفیر د افغانستان لپاره د مسکو له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې پر افغانستان او نورو مسلو خبرې وکړې. دا لیدنه په داسې مهال ده چې ایران د افغانستان په هکله تېره مسکو غونډه کې د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه.

له هغې غونډې وروسته د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي وویل، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې دا تماس ډله جوړه شي.

تر مسکو غونډې وروسته ایران د افغانستان له نږدې او لرې ګاونډیانو سره په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي.

کاظمي قمي د تېر نومبر پر ۲۷ په دې برخه کې د هند بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزې ادارې عمومي مدیر سره خبرې درلودې.

د ایران استازي هغه مهال بیا وویل، چې د سیمې تماس ډله د افغانستان د ټیکاو لپاره مهمه ده.

ښاغلی قمي څو ورځې مخکې پاکستان ته له تللو وروسته افغانستان د سیمې د هېوادونو په بهرني سیاست کې تر ټولو مهمه مسله وبلله.

هغه وویل، په دې سفر کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو خبرې درلودې.

ایراني ډیپلوماټانو په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه د مسکو ناستو کې د افغانستان په اړه د تماس ډلې جوړولو غوښتنه بیا بیا کړې، خو تر اوسه په دې هکله سیمه ییزه اجماع ته نه ده شوی.


روسیه: طالبان دې د پښتنو په ګډون ټول توکمونه له سیاسي پلوه په حکومت کې شریک کړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا له طالبانو وغوښتل چې د رسمیت پېژندلو لپاره د پښتنو په ګډون ټول افغان توکمونه په سیاسي لحاظ په خپل حکومت کې شریک کړي. سرګي لاوروف دا هم زیاتوي، چې طالبان پر افغانستان ریښتونی واک لري او پخوانی ولسمشر کرزی او عبدالله هم د سیاسي اپوزیسیون حالت لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې سرګي لاوروف دا خبرې پرون په ۲۰۲۳ کې د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ پر اصلي بریاوو جوړې خبري غونډې ته وکړې.

سرګي لاوروف په خبلو خبرو کې زیاته کړه: «په افغانستان کې سرپرست حکومت شته، پر حالاتو کنټرول لري، د تاوتریخوالي پېښې هم شته، مظاهرې هم کېږي، خو طالبان ریښتونی واک لري. په کابل کې زموږ سفارت هم خپل کار هیڅکله نه دی ځنډولی.»

روسیه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او سرګي لاوروف دې ستونزې ته په اشاره وویل: «د طالبانو د پوره رسمیت پېژندلو لپاره ځینې ستونزې باید اوارې شي او موږ په دې برخه کې له دوی سره پرلپسې تماس لرو.»

د هغه په خبره، د دې ستونزود حل لپاره باید طالبان خپلې ژمنې پوره کړي، چې هغو کې تر ټولو مهم ټولګډونه حکومت جوړول دي، چې نه یوازې پښتانه اونور توکمونه به پکې شامل وي، بلکې سیاسي شمولیت به پکې لري.

سرګي لاوروف وايي، اوس هم له طالبانو سره پښتانه، تاجک، ازبک او هزاره شته، خو دوی ټول طالبان دي او سیاسي ګډون نه لري.

که څه هم طالبانو د دین په نوم د افغان حکومت پرضد تاوتریخوالی کاوه، خو د روسیې په ګډون ډېری هېوادونه دوی ته د پښتنو په سترګه ګوری.

دا لومړی ځل دی چې روسیه وايي، پښتانه هم د طالبانو حکومت کې نشته.

د پښتنیو سیاسي او مدني فعالان بیا بیا دا وايي، چې طالبان د پښتنو استازي نه دي او په خپل شل کلن تاوتریخوالي کې یې تر بل هر توکم د پښتنو مشران او کدرونه وژلي او هم د دوی سیمو کې د ښوونځیو په ګډون د پرمختیایي چارو خنډ و.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې طالبانو په واکمنېدو سره د نجونو پر زدکړو او کار پر بندیز سربېره د نورو ډلو پر سیاسي فعالیت هم بندیز ولګاوه.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې لاهم سیاسي اپوزیسیون شته: «پخوانی ولسمشر کرزی او پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله لا هم دلته اوسېږي.»

خو د طالبانو په واکمنېدو پسې کرزی او عبدالله تر ډېره له رسنیو سره هم خبرې نه کوي او ان له کابل نورو ولایتونو ته د تلو چانس هم نه لري.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې کرزی یوازې یو ځل لندن او عبدالله هم څو ځلې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره هند ته تللی دی او لامل یې هم پر دوی د طالبانو بندیزونه بلل کېږي.

افغانستان د یوې ډلې که د ټولو افغانانو لپاره؟

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

د دې پوښتنې ځواب طبعا واضح دی چې افغانستان باید د هېواد د ټولو اوسېدونکو شریک کور وي خو دلته په دې غږېږو چې ولې په عمل کې داسې نه وینو؟

په دې اړه بحث به د جنرال نبي عظیمي له یوې خاطرې پیل کړم. ستر جنرال محمد نبي عظیمي چې د پرچم ډلې غړی و، ارکانحرب جنرال و او پر نظامي پوهه سربېره د فرهنګ او قلم څښتن و.

د ده کتابونه ډېر لوستونکي لري. ده د «من و آن مرد موقر» په نوم د خپلو خاطراتو په اساس یو کتاب لیکلی دی چې په هغه کې یې د حفیظ الله امین د قدرت په وخت کې د خپل ژوند حالات بیان کړي دي.

جنرال عظیمي د ثور له کودتا وروسته د غزني د فرقې قومندان ټاکل کېږي. څه موده وروسته چې د کارمل او امین تر منځ کشمکش زیاتېږي، دی د پرچمډلې یو مهم غړی، عبدالوکیل- چې وروسته بیا خارجه وزیر شو- په پټه کابل ته ورغواړي.

عبدالوکیل ورته وایي چې که زموږ او خلقیانو تر منځ څه جنجال پېښ شو، نو فرقه تیاره کړه. جنرال عظیمي لیکي:«راته وایي که کارمل صاحب غاړه کې نه ښوده او خارج ته نه لاړ نو امین یې له منځه وړي. ایا په داسې حالت کې به زموږ نظامي ملګري د اعتراض په توګه، نه د کودتا یا مسلحانه قیام په توګه، چې په هر ځای او هر دریځ کې وي، د دنیا او افغانستان خلکو ته د خپل اواز د رسولو لپاره ځانونه او خپل قطعات مسلح نه کړي او واټونو ته به راونه وځي؟ »

پوښتنه ترې کوم چې رفیق وکیل، تاسې خو نشه نه یاست چې دا خبرې کوئ؟ داسې لوی ریسک منل خو څه ټوکې نه دي؟ راته وایي، نو چاره څه ده؟ ایا لاس تر زنه کښېنو او د خپل رهبر او ګرانو ملګرو وژل ووینو؟

له ځان سره وایم، وای، په عجب جنجال کښېوتم. زه اخر دې خواږه ملګري ته، چې د یوې فرقې د حرکت په اړه هیڅ معلومات نه لري، څه ووایم. کاش پوهېدای چې دغسې څه کولو ته حد اقل دوه اویا ساعته وخت پکار دی، هغه هم په نورمال شرایطو کې، په داسې شرایطو کې چې لاس او زړه دې نه رېږدي او د پټې کار نه وي. دی به نو څنګه پوهوم چې ګرانه دوسته، د فرقې تیاری یعنې په عسکرو باندې د وسلو، مهماتو او خوړو وېشل، یعنې په تخنیکي لحاظ د وسایطو چمتو کول او حرکت ته تیارول چې دا ټولې چارې وخت غواړي. توپونه او ټانکونه هم باید تیار شي، ځکه بې ثقیله وسیلې خو جګړې ته تګ نه کېږي.۳۶ مخ

عبدالوکیل ټینګار کوي او نبي عظیمي یې بالاخره ورسره مني. جنرال غزني ته راستنېږي او خپل ملګري منصبداران ورغواړي او ورته وایي:« ... که رفیق کارمل زنداني کړي، غبرګون به مو څه وي؟ ټول په یوه غږ: موږ هم سلاح اوچتوو او انتقام اخلو.» ۳۹ مخ

لکه جنرال عظیمي چې د هغه وخت په نظامیانو کې لوستی سړی و، عبدالوکیل هم د هغه وخت په پوهو او لایقو وزیرانو کې شمار و خو د دواړو په ذهن کې دا خبره نه تېرېده چې فرقې، اردو او مسلح قوتونه د هېواد د ساتنې لپاره وي نو کهپه ګوندي اختلافونو کې وجنګېږي، د هېواد انجام به څه وي؟ اصلا یو ګوند ولې باید په اردو کې خپل کسان ولري؟

که د پولیسو او اردو منصبداران او قاضیان په سیاسي ډلو کې د شمولیت حق ولري، بیا خو یو ملت د عدالت تمه نه شي کولای او یو هېواد له داسې ادارو بې برخې کېږي چې ټولو ته د منلو وي.

طالبان وروسته له څو لسیزو هماغه ناکامه تجربه تکراروي چې د میلیونونو افغانانو د وژلو سبب شوه. دوی له کابو نیمې پېړۍ کشمکشه وروسته بیا هم غواړي چې اردو، نظام او لنډه دا ټول هېواد دې د دوی د ډلې په خدمت کې وي.

ځینو طالب مشرانو دا خبره نه ده پټه کړې چې که د ښځو د کار او تعلیم اجازه ورکړي نو د ډلې ځینې کسان یې خپه کېږي. که د نیم نفوس ژوند تباه شي او په میلیونونو کورنۍ ناکرارې شي، پروا نه کوي خو د دوی یو څو خپل ملګري باید خپه نه شي ځکه دوی تر نورو خلکو زیات دي.

په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا تورخم بند شو چې زموږ سوداګرو او ټول ملت د میلیونونو ډالرو تاوان وکړ خوطالبان چې له ټي، ټي، پي سره یارانه لري نو که نور ټول ملت تاوان کوي، مهمه نه ده، خو دا یارانه باید خرابه نه شي.

که د روغتون رییس، د پوهنتون رییس او لنډه دا د هرې مسلکي ساحې رییس، بې تجربې او تر ډېره حده نالوستی طالب ټاکل کېږي، پروا نه کوي، ځکه افغانستان د طالبانو دی او مهمه دا ده چې طالبان باید خوشحاله وي.

د یوې ډلې د خوشحالولو لپاره ټول ملت محروم ساتل، دومره ناکامه تجربه ده چې په نهایت کې ان د هغې یوې ډلې راضي ساتل هم مشکل شي.

د افغانستان معاصر تاریخ د دې شاهد دی چې په ډلو کې همیشه انشعابونه راغلي او اند ډلې مشر او معاون د یو بل سخت مخالفان شوي دي.

تره کی او امین د یو بل د وینو تږي شول او د جمعیتاسلامي د مشر د کلونو کلونو مرستیال او د الازهر د زدکړو ملګری، استاد موسی توانا، د کابل په هغه جګړه کې چې د استاد رباني د پرځلو لپاره وه، د رباني د مخالفانو په خوا کې ودرېد.

دډلې لپاره د امتیاز اخیستل، نه د ټول ملت لپاره، یوازې په دې دلیل ناکامه لاره نه ده چې ملت ناراضه کېږي، بلکې په دې وجه هم ناکامه لاره ده چې په امتیازونو اموخته شوي، د امتیازونو لپاره په خپل منځ کې هم نه سره جوړېږي.

تر هغو چې د هېواد په کچه فکر کولو د ډلې، سمت یا قوم په کچه فکر کولو او امتیاز اخیستلو ځای نه وي نیولی، دوامداره سوله او نېمکرغي د مرغۍ پۍ دي.

د ډلې په کچه فکر کوونکي به یا په غزني کې فرقه هڅوي چې له کابل سره وجنګېږي او یا به د جنرال شهنواز تڼي غوندې له باګرامه الوتکې راپاڅوي چې ارګ بمبارد کړي او داسې نور ګڼ مثالونه خو د هېواد په کچه فکر کوونکي د ټول هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکوي او اردو او سیاست له یو بله بېل ساتي.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو پالیسي نه منعکسوي.


طالبانو د هغو فارغ شویو ملایانو د دستاربندۍ د مراسمو خبر ورکړی، چې د ارګ له مدرسې فارغ شوي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

له ارګ څخه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغې غونډې ته د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وینا کړې او ویلي یې دي چې علم تر ایمان وروسته ستر نعمت دی او ګڼ طالبان یې هڅولي چې د دیني علومو حاصلولو ته مخه کړي.

طالبانو په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته د زرګونو مدرسو په جوړولو لاس پورې کړی، چې خبره یې ان تر ارګه هم رسېدلې، چې د هغوی دغه چاره د ګڼو افغانانو له توندو نیوکو سره مخامخ شوې ده.


پر طالبانو نیوکه کوونکي وايي، چې دوی په افغانستان کې د نجونو بر زده‌کړو بندیزونه لګولي، د هلکانو له پاره یې هم د عصري زده‌کړو برخه کمزورې کړې او د خپلو کسانو له پاره بیا د زرګونو مدرسو په جوړولو لګیا دي.


خو طالبان بیا وايي، د دوی ټولې ترسره شوې چارې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره کېږي او د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په خپلې وروستۍ وینا کې ویلی و چې نړۍوال د دوی د نقدولو په نوم د اسلامي شریعت سره مخالفت کوي.

یو شمېر نیوکه کوونکي وايي، چې ارګ د افغانستان د اقتدار ځاله او د سترو ملي او سیاسي پرېکړو ځای دی.

دوی وايي، د دې پر ځای چې هلته د مهمو ملي مسایلو په اړه پرېکړې وشي نن سبا د طالبانو او ملایانو په مدرسه بدل شوی دی.

طالبان: ترکیه پر خپله خاوره کې د طالبانو ضد سیاسي او نظامي فعالیت اجازه نه ورکوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، په کابل کې د ترکیې سفیر د دې ډلې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد به یې هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په ترکیه کې د طالبانو پر ضد سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.

په کابل کې د ترکیې سفارت بیا د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پخواني دولت زیات شمېر چارواکي او د طالبانو د مخالفو ګوندونو مشران ترکیې ته ولاړل.

د روان کال وږي په میاشت کې د ترکیې حکومت د « کارنده سیاسي نظام او افغانستان کې تل پاتې سوله» تر سرلیک لاندې د پخوانیو افغان چارواکو غونډه لغوه کړه.

مولوي عبدالکبير له جنګ اونا سره کتنه کې د دغې ډلې مخالفینو ته د اجازې نه ورکولو له امله له ترکیې مننه کړې. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلي عبدالکبیر ویلی، چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو لپاره د ګډ او سوله ییز ژوند زمینه برابره شوې ده.

په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکیې سفیر ویلي، چې ترکیي سوداګر چمتو دي چې افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي.

ترکیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد یو شمیر طالب ډېپلماټان هم منلي دي.