• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

م م: پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو زیان رسولی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په تېرو درې کلونو کې د افغانستان ناخالص تولید ۲۹ سلنه کم شوی دی. د دغې ادارې د اټکل له مخې، یوازې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیونو څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان رسولی دی.

د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام سيمه ييز مشر کاني ويګناراجا فرانسوۍ ورځپاڼې لومونډ ته ويلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين په دوام سره هممهاله د دغه هېواد د ناخالص توليداتو کچه د ټیټېدو په حال کې ده.

دې فرانسوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه خپله ارزونه کې لیکلي، چې په نورو هېوادونو کې د کړکېچونو زیاتېدو له امله، افغانستان سره مالي مرستې په بې ساري ډول کمې شوې دي.

لومونډ لیکي، چې پر اوکراین د روسیې برید او له هغه وروسته په غزه کې جګړې، د افغانستان له کړاوونو او له زدکړو، کار او ټولنیزو برخو څخه د مېرونو د محرومیت له موضوع د مرستندوینه هېوادونو پام بلې خوا ته اړولی دی.

دې ورځپاڼې لیکلي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ بودیجې یوازې څلوېښت سلنه برابرې شوې ده.

د مرستو د پام وړ کمېدو سره، د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدګۍ لپاره د اړتیا وړ بودیجه نه شي ترلاسه کولای.

دغه سازمان وايي، د مرستو په کمېدو سره اوس کولای شي د ۱۵.۷ میلیونو اړمنو کسانو له ډلې یوازې ۶ میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، په دغه راپور کې راغلي، چې نږدې درې میلیونه وګړي په ځانګړې توګه ماشومان د خوړو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

مرستندويه ادارو، وچکالي، په هرات کې زلزلې او له پاکستان څخه د نيم ميليون کډوالو اجباري راستنېدل هغه نور عوامل بللي دي، چې په افغانستان کې یې بشري ناورين لا پسې ژور کړى دى.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ملا خیرالله خیرخواه وايي ځوانان سرمايه ده وطن دې نه پرېږدي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خیرالله خيرخواه له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د پرديو د فکري جګړې او ذهنيت خرابولو په وړاندي دي هوښيار واوسي او د وطن پرېښېدو پر ځای دې له دوی سره ګډ کار وکړي. خیرالله خیرخوا دا خبره نن په کندهار کې د ځوانانو یوې غونډې ته وکړه.

په دې غونډه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزير سربېره د ځوانانو مرستيال او د کندهار ولايتي مسولينو هم ګډون او له ځوانانو ورته غوښتنې درلودې.

خیرالله خیرخوا ځوانانو ته په خطاب کې وویل: « د نظام، خلګو او خاورې خدمت کول د ځوانانو مسوليت دی، د پرديو د فکري جګړې په وړاندي بيدار واوسئ، له وطنه مه ځئ او دلته ګډ کار راسره وکړئ.»

د طالبانو د ځوانانو چارو معين محمد یونس راشد ځوانانو ته په خطاب کې وويل، چې بهرنيانو په فزيکي جګړه کې ماته خوړلې او له تېرو دوو کلنو راهيسې يې تبليغاتې جګړه پيل کړې ده.

د هغه په خبره، چې پر ځوانانو يې تکيه ده او هڅه کوي چې په مسلکي برخه کې ورته کاري زمينې برابرې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسېدو ډېر هغه ځوانان بې دندو شوي، چې په مخکني حکومت کې يې دندې درلودې.

طالبان تر ډېره هغو کسانو ته د کار زمينه برابروي، چې ديني زدکړې يې کړې وي او يا هم له مدرسو فارغ وي.

دوی ان د کندهار د روغیتا ریاست لپاره هم یو ملا د رییس په توګه ګومارلی او د جمهوریت د وخت مسلکي ډاکټر یې له دې دندې لرې کړی دی.

نړیوالې ادارې تور لګوي چې طالبانو په واکمنېدو سره د مدرسو جوړولو ته مخه کړې او د نجونو د زدکړو پر بندولو سربېره د دوی په واک کې عصري زدکړو ته هم پام کم شوی دی.

وخت ناوخت خواله رسنیو کې ځوانان هم په خپلو څرګندونو سره پر طالبانو نیوکه کوي چې مسلکي ځوانان او عصري زدکړې ورته اهمیت نه لري.

همدا وجه ده چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په زيات شمېر لوستي ځوانان د اقتصادي ستونزو او ناهیلۍ له کبله نورو هېوادونو ته کډوال شوي.

طالبانو له ایراني قضايي پلاوي سره پر اعدم محکومو افغان بندیانو خبرې وکړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې بهرنيو چارو وزير د ایران د قضايه قوې له مرستيال سره په ليدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او لخ بنديانو سره د ليدنې اړوند خبرې وکړې. د ایران د قضايه قوې مرستيال دکتور غريب ابادي د يوه لوړ رتبه قضايي پلاوي سره کابل ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د مرغومي په ۳۰ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې امیرخان متقي د ایراني قضايي پلاوي څخه غوښتي، چې د زندانيانو ستونزو ته د رسېدو، په اعدام د محکومو افغان کډوالو لپاره د بديلو میکانیزمونو د پيدا کېدو او «حقوقي او جنايي» برخو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د اعلامیې له مخې، طالبانو او یران په دې ناسته کې په قضايي برخو کې د همکارۍ او همږغۍ پر ژمنتيا ټينګار وکړ.

کابل ته د ایراني قضايي چارواکو دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې د ایران قضايي څانګه د بشري حقوقو د پراخو سرغړونو له امله په نړۍ کې یو له بدنامو ادارو څخه شمیرل کیږي.

په کونړ کې د چاودنې له امله درې کسان ووژل او شپږ ټپیان شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي. فرید دهقان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چاودنه نن په یوه کور کې شوې او علت یې معلوم نه دی.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان اول د ولسوالۍ روغتون او بیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته طالب ځواکونه د چاودنې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

لا هم د چاودنې ډول او د مړو او ټپیانو هوویت مالوم نه دی.

طالبانو په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه واخیسته

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

طالبانو په کابل او ولایتونو کې په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره نویو زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه پیل کړه.. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، دغه ازموینه نن پیل شوه او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم نن په بلخ ولایت کې له دې ازموینې لیدنه وکړه.

دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې طالبانو له تېرو دوو کلنو راهیسې نجونو ته د پوهنتون په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه نه ور کوي.

دې ډلې کابل ته له ننوتو وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ليندۍ د میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ، چې د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته « د هلکانو په ښوونځیو کې د زدکړو کیفیت خورا ټیټ شوی دی.»

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو واکمنۍ کې په ښوونځیو کې د هلکانو سزا هم زیاته شوې ده.

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په کونړ کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنګل کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په خبره، نښته نن سهار هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله په دغه سیمه کې د افغانستان لور ته ازغن سیم نور هم واړوي.

طالبانو او پاکستان لا په دې هکله رسمي څه نه دي ویلي.

د سرګاڼو ګنګل د ډیورنډ کرښې ها غاړه د پښتونخوا له باچوړ سره ګاونډۍ سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسلوال د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

پاکستان د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي په پلمه پر ۲۰۱۷ کال د ازغن تار تېرول پیل کړل.

ور سره افغان چارواکي او ځايي خلکو بیا بیا شکایت کاوه چې پاکستان په ډېرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې په تېري د افغانستان خوا ته دا تار غځولی دی.

ځایي سرچینې دا هم وايي چې پاکستان په دانګل کې هم د افغانستان نږدې لس متره خاره لاندې کړې او اوس د لا نورې خاورې د لاندې کولو هڅه کوي.