• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایراني قضايي پلاوي سره پر اعدم محکومو افغان بندیانو خبرې وکړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې بهرنيو چارو وزير د ایران د قضايه قوې له مرستيال سره په ليدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او لخ بنديانو سره د ليدنې اړوند خبرې وکړې. د ایران د قضايه قوې مرستيال دکتور غريب ابادي د يوه لوړ رتبه قضايي پلاوي سره کابل ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د مرغومي په ۳۰ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې امیرخان متقي د ایراني قضايي پلاوي څخه غوښتي، چې د زندانيانو ستونزو ته د رسېدو، په اعدام د محکومو افغان کډوالو لپاره د بديلو میکانیزمونو د پيدا کېدو او «حقوقي او جنايي» برخو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د اعلامیې له مخې، طالبانو او یران په دې ناسته کې په قضايي برخو کې د همکارۍ او همږغۍ پر ژمنتيا ټينګار وکړ.

کابل ته د ایراني قضايي چارواکو دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې د ایران قضايي څانګه د بشري حقوقو د پراخو سرغړونو له امله په نړۍ کې یو له بدنامو ادارو څخه شمیرل کیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

جاپان په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې تر سپوږمۍ یې ځان ورساوه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۰

جاپان د نړۍ په تاریخ کې پنځم هیواد شو، چې د شنبې په ورځ یې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر مخ خپله څېړنیزه فضایي بیړۍ کېنوله. د جاپان فضايي ادارې ویلي، چي د دوی بې پېلوټه فضايي بېړۍ په ډېرې دقیقې ناستې سره د «ټکنالوژۍ یو شاهکار» جوړ کړ.

په همدې مهال ادارې زیاته کړه،چې د دې فضايي بېړۍ یوه لمریزه تخته له ستونزې سره مخ شوې.

په دې بريالي فضايي عملياتو سره جاپان د نړۍ په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې له امريکا، پخواني شوروي اتحاد، چين او هند وروسته يې په بريالۍ توګه سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ واستوله.

د جاپان فضايي ادراې د معلوماتو له مخي، سليم (SLIM)د دسمبر له وروستیوراهیسې د سپوږمۍ پر مدار ګرځېده او د جاپان پر وخت نن سهار د سپوږمۍ پر سطحه کوز شو او له هغه وخت راهيسې له ځمکې سره اړيکه لري.

د دې ادارې یوه چارواکي هیتوشي کونیناکا وویل: «سلیم په داخلي بیټرۍ چلیږي او د کېناستو د مهال ترلاسه شوي معلومات په هغه کې زیرمه کیږي او موږ هڅه کوو، چې ځمکې ته د دې ډاټا په لېږلو سرهعلمي پایلې حد اکثر ته ورسوو.»

د پاکستان مالیې وزیره وایي له ننګونو سره روان مالي کال کې د دوه سلنه اقتصادي ودې هیله شته

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د پاکستان سرپرسته مالیې وزیره وايي، له ننګونو سره دغه هېواد مالي ټیکاو او د پیسو د ارزښت په ساتلو کې مهم پرمختګ کړی دی.

شمشاد اختر د ای پي او سرمشریزې ته وینا کې وویل، چې روان کال به دا هېواد له دوو تر دوه نیمو اقتصادي وده ولري، ځکه دوی په کرنه کې له پنځو تر شپږو او صنعت کې هم تر دوه نیم سلنې ودې تمه لري.

نوموړې زیاتوي چېد پانګونې مارکېټونهد سود لوړې کچې سره وده نه شي کولی.

د هغې په خبره، د پاکستان مرکزي بانک هم دغه حقیت منلی او دوی به د انفلاسیون کمولو لپاره د سود ټیټه کچه غوره کړي.

پاکستان په تېرو څو کلونو کې له اقتصادي ځوړ سره مخ دی او ان تېر کال یې د ډوبه کېدو خبره هم وشوه.

په دا مهال د پیسو نړیوال صندوق په مختلفو پړاوونو کې د شرطونو له مخې له دغه هېواد سره پورونه وکړل.

د پیسو نړیوال صندوق تېره اونۍ هم پاکستان ته اوه سوه میلون ډالره پور منظور کړ.

په دا مهال د پیسو نړیوال صندوق هم وايي، چې پاکستان د پیسو زېرمې زیاتولو سره تر دوه سلنې د اقتصادي پرمختګ امکان برابر کړی دی.

دغه صندوق د پاکستان په هکله خپل راپور کې زیاتوي چې دغه هېواد له ۴.۵ میلیارد څخه ۸.۲ میلیارد دالرو ته د پیسو زېرمې په رسولو سره د ۲۰۲۳ کال له جولای راهیسې اقتصاد پر سم لور روان کړی دی.

د دې راپور له مخې، پاکستان د اقتصادي ودې لپاره له جولای تر سپټمبر مهم هدفونه ترلاسه کړي دي، خو ور سره یې د انرژۍ برخه کې د سمون غوښتنه کړې ده.

په کونړ کې د چاودنې له امله درې کسان ووژل او شپږ ټپیان شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي. فرید دهقان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چاودنه نن په یوه کور کې شوې او علت یې معلوم نه دی.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپیان اول د ولسوالۍ روغتون او بیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

له پېښې وروسته طالب ځواکونه د چاودنې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.

لا هم د چاودنې ډول او د مړو او ټپیانو هوویت مالوم نه دی.

طالبانو په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه واخیسته

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

طالبانو په کابل او ولایتونو کې په جهادي مدرسو کې د ۵۰ زره نویو زدکوونکو د جذب لپاره عمومي ازموینه پیل کړه.. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي، دغه ازموینه نن پیل شوه او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې ډلې د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم نن په بلخ ولایت کې له دې ازموینې لیدنه وکړه.

دا ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې طالبانو له تېرو دوو کلنو راهیسې نجونو ته د پوهنتون په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه نه ور کوي.

دې ډلې کابل ته له ننوتو وروسته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ليندۍ د میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ، چې د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته « د هلکانو په ښوونځیو کې د زدکړو کیفیت خورا ټیټ شوی دی.»

دغه سازمان ویلي، چې د طالبانو واکمنۍ کې په ښوونځیو کې د هلکانو سزا هم زیاته شوې ده.

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په کونړ کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنګل کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په خبره، نښته نن سهار هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله په دغه سیمه کې د افغانستان لور ته ازغن سیم نور هم واړوي.

طالبانو او پاکستان لا په دې هکله رسمي څه نه دي ویلي.

د سرګاڼو ګنګل د ډیورنډ کرښې ها غاړه د پښتونخوا له باچوړ سره ګاونډۍ سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسلوال د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

پاکستان د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي په پلمه پر ۲۰۱۷ کال د ازغن تار تېرول پیل کړل.

ور سره افغان چارواکي او ځايي خلکو بیا بیا شکایت کاوه چې پاکستان په ډېرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې په تېري د افغانستان خوا ته دا تار غځولی دی.

ځایي سرچینې دا هم وايي چې پاکستان په دانګل کې هم د افغانستان نږدې لس متره خاره لاندې کړې او اوس د لا نورې خاورې د لاندې کولو هڅه کوي.