• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان مالیې وزیره وایي له ننګونو سره روان مالي کال کې د دوه سلنه اقتصادي ودې هیله شته

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۰

د پاکستان سرپرسته مالیې وزیره وايي، له ننګونو سره دغه هېواد مالي ټیکاو او د پیسو د ارزښت په ساتلو کې مهم پرمختګ کړی دی.

شمشاد اختر د ای پي او سرمشریزې ته وینا کې وویل، چې روان کال به دا هېواد له دوو تر دوه نیمو اقتصادي وده ولري، ځکه دوی په کرنه کې له پنځو تر شپږو او صنعت کې هم تر دوه نیم سلنې ودې تمه لري.

نوموړې زیاتوي چېد پانګونې مارکېټونهد سود لوړې کچې سره وده نه شي کولی.

د هغې په خبره، د پاکستان مرکزي بانک هم دغه حقیت منلی او دوی به د انفلاسیون کمولو لپاره د سود ټیټه کچه غوره کړي.

پاکستان په تېرو څو کلونو کې له اقتصادي ځوړ سره مخ دی او ان تېر کال یې د ډوبه کېدو خبره هم وشوه.

په دا مهال د پیسو نړیوال صندوق په مختلفو پړاوونو کې د شرطونو له مخې له دغه هېواد سره پورونه وکړل.

د پیسو نړیوال صندوق تېره اونۍ هم پاکستان ته اوه سوه میلون ډالره پور منظور کړ.

په دا مهال د پیسو نړیوال صندوق هم وايي، چې پاکستان د پیسو زېرمې زیاتولو سره تر دوه سلنې د اقتصادي پرمختګ امکان برابر کړی دی.

دغه صندوق د پاکستان په هکله خپل راپور کې زیاتوي چې دغه هېواد له ۴.۵ میلیارد څخه ۸.۲ میلیارد دالرو ته د پیسو زېرمې په رسولو سره د ۲۰۲۳ کال له جولای راهیسې اقتصاد پر سم لور روان کړی دی.

د دې راپور له مخې، پاکستان د اقتصادي ودې لپاره له جولای تر سپټمبر مهم هدفونه ترلاسه کړي دي، خو ور سره یې د انرژۍ برخه کې د سمون غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په کونړ کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنګل کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په خبره، نښته نن سهار هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو هڅه کوله په دغه سیمه کې د افغانستان لور ته ازغن سیم نور هم واړوي.

طالبانو او پاکستان لا په دې هکله رسمي څه نه دي ویلي.

د سرګاڼو ګنګل د ډیورنډ کرښې ها غاړه د پښتونخوا له باچوړ سره ګاونډۍ سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې وسلوال د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

پاکستان د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي په پلمه پر ۲۰۱۷ کال د ازغن تار تېرول پیل کړل.

ور سره افغان چارواکي او ځايي خلکو بیا بیا شکایت کاوه چې پاکستان په ډېرو سیمو کې له ډیورنډ کرښې په تېري د افغانستان خوا ته دا تار غځولی دی.

ځایي سرچینې دا هم وايي چې پاکستان په دانګل کې هم د افغانستان نږدې لس متره خاره لاندې کړې او اوس د لا نورې خاورې د لاندې کولو هڅه کوي.

د پېښور پولیس: دوه تنو نیول شویو ځانمرګو بریدګرو د افغانستان په پکتیا کې روزنه لېدلې وه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، له نیول شویو بریدګرو څخه داسې ویډیو ګانې او نور شواهد تر لاسه شوي چې ښيي دوی د افغانستان په سرحدی ولایت پکتیا کې د ځانمرګو بریدونو روزنه لیدلې وه.

پولیسو دا دعوه هم کړې، چې دغه کسان د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې له‌خوا د پېښور په متنو سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو، هغه ځای کې چې دوی د ځانمرګي بريد پلان درلود.
دوی وايي، دغو خانمرګو بریدګرو غوښتل چې د جمعیت علمای اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن او د عوامي نېشنل ګوند پر صوبايي مشر اېمل ولي خان بریدونه وکړي.

نيول شوي کسان ترهګرۍ ضد عدالت ته د اوو ورځو لپاره سپارل شوي، چې ځانګړي څارنوالان ترېنه پوښتنې ګروېږنې وکړي چې د پاکستان د قانون له مخې به له هغې وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې ته استول کېږي او د قید او سزا موده به یې ټاکل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د یو پولیس افسر نجم الحسنین لیاقت په وینا، نیول شوي کسان د داعش خراسان څانګې سره تړاو لري.
نوموړي په پېښور کې خبريالانو ته ويلي:« موږ د ولايت په مرکز کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا، جلا عملياتو کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په نيولو سره د ترهګرۍ يوه لويه طرحه شنډه کړه. د دوی سره دوه ځانمرګي واسکټونه، درې لاسي بمونه او تومانچې هم نیول شوي دي.»
د تېر کال د ډسمبر په ۲۹مه د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و، چې د جمیعت علمای اسلام پر مشر او د خېبرپښتونخوا د عوامي نیشنل ګوند د مشر ژوند ته جدي ګواښونه پېښ دي؛ نو صوبايي حکومت دې له احتیاطه کار واخلي او د دواړو سیاسي مشرانو د امنیت خوندي کولو په اړه دې لازم ګامونه واخلي.
دا رنګه له دواړو سیاسی مشرانو نه غوښتنه شوې وه، چې د غونډو پر مهال دې احتیاطي تدابیر ونیسي او د غیر ضروري کارونو لپاره دې له کوره بهر د تګ راتګ نه ډډه وکړي.
په پاکستان کې د راروانو ټاکنو په درشل کې امنیتي حالات ترېنګلي شوي او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه هم هڅه کوي، چې د یو لړ امنیتي ګامونو به اخیستلو سره د نا امنیو او وسله‌والو بریدونو مخه ونیسي.

تر دې وړاندې د دغه هېواد مشرانو جرګې هم د همدغو ترینګلیو امنیتي حالاتو له امله د ټاکنو د شا ته کېدو غوښتنه کړې وه؛ خو د ټاکنو کمیسیون وايي، چې دغه ټاکنې به په ټاکل شوې مودې ترسره کېږي.

د فلسطین سره میاشت: اسراییل د غزې په سویل کې پر یوه روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۱ GMT+۰

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې پر اسراییل تور پورې کړی، چې د جمعې په ورځ یې په خان یونس کې پر یو روغتون د بې پیلوټه الوتکې برید کړی. دغه بنسټ ویلي، چې په دغه برید کې یو شمېر فلسطیني بې ځایه شوي خلک ټپي شوي دي.

اسراییلي پوځ ویلي، د دغه راپور په اړه پلټنې کوي.

د دې سره هم مهاله د غزې یو شمېر اوسېدونکو هم په دغې تړانګه کې د ډزو غږونه اورېدلي دي.
اسراییل وایي، خان یونس دا مهال د حماس د وسله‌والو په اصلي پټن ځای بدل شوی؛ نو له همدې امله د دغه هېواد پوځ په روانه اونۍ کې په یاده سیمه کې خپلو نویو پرمختګونو ته دوام ورکوي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ۱۴۲ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او ۲۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، له دې سره د ټولو وژل شویو شمېر ۲۴ زره ۷۶۲ تنو ته رسېدلی دی.
له دې سره هم مهاله نړۍوال روغتیايي سازمان ویلي، چې د غزې په تړانګه کې ۳۶ روغتونونه تړل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، په غزه کې ۱۵ روغتونونه فعاله دي چې د خپلو اصلي وړتیاوو درې برابره کم د سون توکي او نورې روغتیايی اسانتیاوې لري.
اسراییلي چارواکي پر حماس تور پورې کوي، چې له روغتونونو د پوځي موخو لپره کار اخلي؛ خو د حماس تر څنګ یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم دغه ادعاوې ردوي.
د اسراییل او حماس له جګړې له درې میاشتو زیات وخت تېرېږي، چې په دې موده کې د غزې ۷۵ سلنه وګړي چې شمېر یې ۱.۷ مېلیونه خلکو ته رسېږي بیځایه شوي دي.

له ډېرو هغو غوښتل شوي، چې له خپلو سیمو نورو ته وکوچېږي.
د بشري حقونو سازمانونو د فلسطینیانو دغه جبري بې ځای کېدنه چې د اسراییل د پوځ له‌خوا ترسره کېږي په کلکه غندلې ده.

فلسطینی زوم: غوښتل مې خپلې ناوې ته د واده ښکلي مراسم ونیسم

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

فلسطيني زوم محمد الغندور غوښتل خپلې ناوې ته د واده ښکلي مراسم ونیسي، خو په غزه کې د جګړې له امله دوی اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او وتښتي. غندور او مېرمنې یې تېره اونې د بې خایه شوو په یو کمپ کې واده وکړ، چیرې چې دوی اوس ژوند کوي.

غندور وايي: «ما د واده لپاره غوښتل میلمستیا او جشن ونیسم. غوښتل مې د نورو په څېر خپل ملګري، خپلوان او د تره زامنو ته بلنه ورکړم.»

دغه جوړه د غزې د ښار په شمال کې د یوې کوچنۍ سیمې څخه دي، چیرې چې د اکتوبر په اوومه نېټه د جګړې له پیل راهیسې د اسراییل له خوا سخت بمبار شوی دی.

د دوی په وینا، د دواړو کونیو کورونه د اسراییل په هوایي بریدونو کې ویجاړ شوي او د تره زامن او د کورنې نور غړي یې له لاسه ورکړي دي.

غندور وایي: «شاید زه ۳ سلنه خوشاله اوسم، خو د خپلې مېرمنې لپاره مې ځان چمتو کوم او غواړم خوشاله یې وساتم.»

په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو په اسراییل برید وکړ، چې په پایله کې یې له ۱ زرو ۲۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول چې دېری یې ملکي وګړي وو.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بمبارۍ او بریدونو له امله له ۲۴ زره او ۷۶۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

غندور خپله مېرمن شهاد له لاسه نیولې او د خیمې په لور یې بیایي. دغه زوم او ناوې د خپلو خپلوانو له خوا په رنګینو چراغونو بدرګه کیږي.

100%

شهاد سپین کالي اغوستي او سپین ټیکری یې په سر دی چې په دودیز ډول په سره رنګي تارونو ګلدوزي شوي دي. شهاد د خیمې دننه ولاړ ده او لاس یې پورته نیولی، ترڅو غندور راشي او ګوتمې ور په ګوته کړي.

100%

هالنډ د عراق په برید کې د وژل شوي ماشوم پر سر د ایران سفیر احضار کړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د هالنډ حکومت د جمعې په ورځ په په دغه هیواد کې د ایران سفیر وروسته له هغه احضار کړ چې د عراق په اربیل ښار کې د ایران له خوا په یوه برید کې د یوه هالنډي ماشوم د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

ایران د دوشنبې په ورځ – د مرغومې ۲۹مه - د عراق د نیمه خودمختاره کردستان سیمې، پر مرکز اربیل، د بالستیک توغندیو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د اسرائیلو د جاسوسۍ یو مرکز یې په نښه کړی، هغه څه چې د عراقي او کرد چارواکو له خوا رد شوي دي.

په دغه برید کې د یو مشهور کرد سوداګر او د هغه د نوي زیږدلي ماشوم په ګډون لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې هانک بروین سلاټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو هالنډي ماشوم چې عمر یې له یو کال څخه کم و، په اربیل کې د ایران په بریدونو کې وژل شوی دی.

هغې زياته کړه، چې له خپل ايراني سيال، حسين اميرعبداللهيان څخه يې په دې اړه د وضاحت غوښتی او د ايران سفير يې احضار کړى دى.

ایراني رسنیو د اميرعبداللهيان له قوله لیکلي: "موږ د عراق په شمال کې د موساد په ترهګریز مرکز کې د ماشوم د وژل کیدو په اړه مستند شواهد نه لرو."

نوموړي د هالند د بهرنیو چارو وزیرې سره په تیلفوني خبرو کې زیاته کړې: "موږ په غزه کې د زرګونو فلسطینی ښځو او ماشومانو نسل وژنې ته د هالنډ د حکومت پام ور اړول غواړو."