• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند هوايي چلند وزارت: په بدخشان کې غورځېدلې الوتکه د هند نه ده

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي یوه (۱۰ـ فالکون) ډوله روسۍ شخصي جټ الوتکه چې د سپرلیو او عملې په ګډون شپږ سپرلۍ پکې مړې شوې له هندوستان څخه د تاشکند په لور روانه وه چې په بدخشان کې را غورځېدلې ده.

وړاندې تردې طالبانو ویلي چې غورځېدلې الوتکه مساپر وړونکې او د یوه هندي شرکت اړوند ده.

د افغانستان په بدخشان ولایت کې د یوې الوتکي د غورځېدو په اړه د هند هوايي چلند وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې لوېدلې الوتکه د هند اړوند نه ده او دا کوچنۍ الوتکه د مراکش هیواد ده.

خو د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱) نېټه له غرمې وروسته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې یوه (۱۰ـ فالکون) ډوله روسۍ شخصي جټ الوتکه چې له هندوستان څخه یې د تاشکند په هدف الوتنه ترسره کوله تېر ماښام شا او خوا ۷ بجې د تخنیکي ستونزو له امله خپل لوری ورک کړی او د بدخشان ولایت د زیباک او کران و منجان ولسوالیو په غرونو کې ورکه او غورځېدلې ده.

د طالبانو دغه وزارت ویلي چې د یادې الوتکې لوری د افغانستان په فضا کې نه وو پلان شوی، او کېدای شي له خپل مسیر څخه د تخنیکي ستونزو له امله اوښتې وي.

بل خوا د روسیې د هوانوردۍ ادارې ویلي په افغانستان کې غورځېدلې الوتکه کې شپږ تنه سپرلۍ وې.

د روسیې د هوانوردۍ اداره وايي، هغه الوتکه چې په افغانستان کې د رادار له لیکې څخه ورکه شوې، د (اتلتیک) ډلې پورې اړه لري او شپږ تنه په کې سپاره وو.

د روسيې ټاس خبري اژانس د دغه ادارې له قوله ليکلي، چې دغه الوتکه له تاشکند څخه مسکو ته روانه وه.

د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، د روسیې د هوايي چلند اداره د دغې پېښې په تړاو د طالبانو او تاجکستان له هوايي چلند چارواکو سره په اړیکه کې ده.

د ټاس خبري آژانس د روسیې د حکومتي چارواکو په حواله ویلي دي چې د الوتکې دوه تنه سپرلۍ چې په بدخشان کې ورکه شوې د دغه هیواد اتباع وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته مو په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اين ایچ سي ار) په داسې حال کې په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۱) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار ښار د میرزا احمد خان کلاچي په سیمه کې یې د نجونو یو ښوونځی جوړ کړی.

د دوی په خبره یاد ښوونځی یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته جوړ کړی چې له سلو څخه زیات زده کوونکو ته د زده‌کړو زمینه پکې برابره ده.

د یاد ښوونځي مدیر ویلي: «دا سل په سلو کې یو پرمختګ دی. اوس ډیر والدین غواړي چې خپل ماشومان دلته د درسونو لپاره ولېږي.»

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په داسې مهال په کندهار ښار کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي چې واک د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی او میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه په جبري توګه سلګونه کډوال راستانه شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له پولې په جبري توګه سلګونه راستنو شويو کډوالو ته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون د کمېټو له لوري مرستې شوې دي.

دغه وزارت وايي، د سپین بولدک، تورخم، انګور اډې، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه ټولټال ۷۱۳ تنه کډوال په خپله خوښه او زور راستانه کړل شوي دي.

د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ نړېوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتوله مخې، چې د ۲۳۸ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې له لارې او پاتې ۴۷۵ تنه د ورشیمو او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وړاندې وايي د دغو کډوالو له جملې یې ځینې هغه له نغدي مرستو وروسته خپلو مېنو ته استولي او ځینې هغه یې موقتي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي دي.

‏دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸ پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

‏ تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

په بدخشان ولایت کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي د بدخشان ولایت د کران و مجان او زیباک ولسوالیو اړوند توپخانې په غرونو کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده. تر اوسه پورې لا د یادې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی معلوم.

د معلوماتو له مخې دغه مساپر وړونکې الوتکه د یوه هندي هوايي شرکت اړوند ده چې تېره ورځ د افغانستان د بدخشان ولایت اړوند په فضا کې د فضايي رادار له لیکو ورکه شوې وه.

بلخوا د یک شنبې په ورځ د (سلواغې په لومړۍ ) نېټه د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د کران و منجان او زیباک ولسوالیو اړوند توپخانې غرونو کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده. او د پېښې سیمې ته یې د څېړنو لپاره یوه ډله استولې ده.

نوموړي د الوتکې او د مساپرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر دې مهاله هند د یادې الوتکې د غورځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز: د سپاه او حزب الله قوماندانان د سره سمندر ګي بریدونو کې له حوثیانو سره مرسته کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۰۲ GMT+۰

رویټرز په سیمه کې د څلورو سرچینو او دوو ایراني سرچینو په حواله لیکلي، چې د سپاه پاسداران او حزب الله قوماندانان په سیمه کې دي او د یمن له حوثیانو سره په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په برخه کې مرسته کوي.

دغو سرچینو ویلي، چې پر اسراییل د حماس له برید وروسته ایران حوثيانو ته د وسلو استول زیات کړي دي.

د سرچینو په وینا، ایران حوثیانو ته پرمختللي ډرون، د کښتۍ ضد کروز توغندي، دقیق بالستیک توغندي او د منځني واټن توغندي ورکړي دي.

په راپور کې راغلي چې د سپاه پاسداران قوماندانان او سلاکاران حوثیانو ته روزنه او استخباراتي ملاتړ هم چمتو کوي او دوی ته وایي چې په لسګونو کښتۍ چې له سره سمندر څخه تیریږي په اسراییل پورې اړه لري او د حوثیانو لخوا دې په نښه شي.

متحده ایالاتو تېره میاشت وویل چې ایران په سور سمندرګي کې د کښتیو په وړاندې د عملیاتو په پلان کولو کې ژور ښکېل دی او د دوی استخباراتي ملاتړ د حوثیانو لپاره خورا مهم دی چې په کښتیو برید وکړي.

خو د ایران بهرنیو چارو وزارت په وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډول په سور سمندرګي کې د حوثیانو په بریدونو کې د دغه هېواد رول رد کړی دی.

د یمن حوثیانو له لوري پر سوداګریزو کښتیو بریدونه د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په ځواب کې دي. د دغو بریدونو په غبرګون کې، انګلستان او متحده ایالاتو په یمن کې د حوثیانو ځایونه په نښه کړي، خو دغې ډلې اعلان کړی چې بیا به هم په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه کوي.

پاکستانی چارواکی: 'ترهګرو' ته په پناه ورکولو سره د طالبانو او د اسلام اباد اړیکې خرابیږي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل له طالبانو سره د اسلام آباد اړیکې د دغې ډلې په کړنو پورې اړه لري. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې مرتضی سولنګي ویلي، که طالبان «د پاکستاني طالبانو په ګډون ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، زه ویره لرم چې د دغو اړیکو راتلونکی به خراب شي.»

په دغه هیواد کې د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو له خوا د ناامنیو او تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستان په کابل کې طالبان، ټي ټي پي ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړل او له دغې ډلې یې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او هلته روزل کیږي بیا د پاکستان په خاوره کې «ترهګریز» فعالیتونه کوي.

په کابل کې طالبانو د پاکستان دا ادعا تل رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد د خپل امنیت د نه خوندیتوب له امله «خپلې ستونزې د افغانانو پر اوږو اچوي.»

تر دې مخکې پاکستاني طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د خپلو فعالیتونو راپور خپور کړی و او ویلي یې وو چې په ټول پاکستان کې یې ۸۸۱ بریدونه کړي او تر دوو زرو زیات پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.