• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه په جبري توګه سلګونه کډوال راستانه شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له پولې په جبري توګه سلګونه راستنو شويو کډوالو ته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون د کمېټو له لوري مرستې شوې دي.

دغه وزارت وايي، د سپین بولدک، تورخم، انګور اډې، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه ټولټال ۷۱۳ تنه کډوال په خپله خوښه او زور راستانه کړل شوي دي.

د دوی په وینا، دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ نړېوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتوله مخې، چې د ۲۳۸ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې له لارې او پاتې ۴۷۵ تنه د ورشیمو او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت وړاندې وايي د دغو کډوالو له جملې یې ځینې هغه له نغدي مرستو وروسته خپلو مېنو ته استولي او ځینې هغه یې موقتي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي دي.

‏دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی وو، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۸ پورې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۴۷۰،۹۹۹ ته رسېدلی او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

‏ تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ویلي و، چې لاهم په دغه هېواد کې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوال پاتې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان ولایت کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي د بدخشان ولایت د کران و مجان او زیباک ولسوالیو اړوند توپخانې په غرونو کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده. تر اوسه پورې لا د یادې الوتکې د غورځېدو لامل نه دی معلوم.

د معلوماتو له مخې دغه مساپر وړونکې الوتکه د یوه هندي هوايي شرکت اړوند ده چې تېره ورځ د افغانستان د بدخشان ولایت اړوند په فضا کې د فضايي رادار له لیکو ورکه شوې وه.

بلخوا د یک شنبې په ورځ د (سلواغې په لومړۍ ) نېټه د بدخشان ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر ذبیح الله امیري رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د کران و منجان او زیباک ولسوالیو اړوند توپخانې غرونو کې یوه مساپر وړونکې الوتکه غورځېدلې ده. او د پېښې سیمې ته یې د څېړنو لپاره یوه ډله استولې ده.

نوموړي د الوتکې او د مساپرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر دې مهاله هند د یادې الوتکې د غورځېدو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستانی چارواکی: 'ترهګرو' ته په پناه ورکولو سره د طالبانو او د اسلام اباد اړیکې خرابیږي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۱۴ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل له طالبانو سره د اسلام آباد اړیکې د دغې ډلې په کړنو پورې اړه لري. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې مرتضی سولنګي ویلي، که طالبان «د پاکستاني طالبانو په ګډون ترهګرو ته پناه ورکولو ته دوام ورکړي، زه ویره لرم چې د دغو اړیکو راتلونکی به خراب شي.»

په دغه هیواد کې د وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو له خوا د ناامنیو او تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، پاکستان په کابل کې طالبان، ټي ټي پي ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړل او له دغې ډلې یې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او هلته روزل کیږي بیا د پاکستان په خاوره کې «ترهګریز» فعالیتونه کوي.

په کابل کې طالبانو د پاکستان دا ادعا تل رد کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد د خپل امنیت د نه خوندیتوب له امله «خپلې ستونزې د افغانانو پر اوږو اچوي.»

تر دې مخکې پاکستاني طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د خپلو فعالیتونو راپور خپور کړی و او ویلي یې وو چې په ټول پاکستان کې یې ۸۸۱ بریدونه کړي او تر دوو زرو زیات پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

‏طالبانو په هرات کې له "پوځي زده کړو" د ۸۳۰ کسانو د فراغت خبر ورکړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۵ GMT+۰

د افغانستان په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو، چې طالبانو يې اوس نوم الفاروق ته اړولی، ۸۳۰ طالب جنګیالي له "پوځي زده کړو" وروسته فارغ شوي دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو رییس مولوي احمدالله متقي د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي، « له نظامي زده کړو فارغو شوو طالبانو پوره درې میاشتې پوځي روزنه لیدلې ده. دغه فارغ شوو ۸۳۰ کسانو ټولې نظامي زده کړې ترلاسه کړي دي. هیله لرم، چې زمونږ اسلامي اردو لا ښه زده کړې ترلاسه کړي.»

‏متقي وايي، چې دغو فارغ شوو طالبانو د پوځي روزنې تر څنګ اسلامي زده کړې هم کړې دي.

‏په همدې حال کې، په هرات ولایت کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند عزت الله سعیدي ویلي، چې له نظامي زده کړو تازه فارغ شویو کسانو څخه به په بېړنیو حالاتو کې کار اخیستل کېږي.

‏په ورته وخت کې، په شمال ختیځ زون کې هم له ۲۱۷ پامیر قول اردو، چې د طالبانو يې نوم عمري قول اردو ته اړولی، ۵۰۰ طالب جنګیالي له درې میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

‏د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د اسلامي اردو شمېر يې شاوخوا ۲۵۰ زرو کسانو ته رسېږي، او د زیاتېدو هڅې يې روانې دي.

ولې راشد د افغانستان د کرېکټ خان دی؟

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۰

"راشد د کرېکټ خان" د هغه کتاب نوم دی چې لیکوال، څېړونکي او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی. د کتاب ټوله محتوا د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان په مسلکي ژوند او لاسته راوړنو څرخي.

محمد جعفر هاند د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل کتاب "راشد د کرېکټ خان" د چاپیدو او خپریدو اعلان وکړ.

ښاغلي هاند له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې کتاب د راشد خان په مسلکي ژوند راڅرخي. د کتاب ډېرې برخه د راشد خان د خولې خبرې دي.

ښاغلي هاند وايي: «راشد خان کله او څنګه کرېکټ شروع کړ؟ د افغانستان کرېکټ ته څنګه داخل شو؟ نړۍوال ستیج ته څنګه ورسېد؟ د هغه له ماشومتوبه نیولې تر دې دمه ټول موضوعات په دې کتاب کې راغلي دي.»

هاند زیاته کړه، چې دغه کتاب کې د راشد خان په اړه د هغه د روزونکو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، د راشد خپلې خبرې او د نړۍوالو مبصرینو د نظریاتو تر څنګ د ده خپل تحلیل او تجزیه هم شامله ده.

کتاب شاوخوا ۳۰۰ مخه دی او د دوه کلونو په لړ کې لیکل شوی دی.

ښاغلی هاند د "راشد د کرېکټ خان" له کتابه د یوې بیلګې په بیانولو سره داسې وايي: «مثلاً راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو. دا چې ولې او څنګه راشد د لسیزې غوره لوبغاړی شو د نړۍوالو مبصرینو نظرونه مې هم راخیستي، خپله تحلیل او تجزیه مې هم راخیستې بیا مې په دې اړه د راشد خان خبرې هم راخیستي.»

ولي راشد خان؟

ښاغلی هاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې راشد د کرکټ خان دی؟‌ وايي: «راشد د کرېکټ خان په دې خاطر دی چې راشد خان د افغانستان د کرېکت یو نایابه لوبغاړی دی، د لسیزې غوره لوبغاړی دی او د دنیا هر کرېکټ لیګ غواړي چې راشد ورته ولوبیږي. د ده له راتګ وروسته د افغانستان د کرېکټ بڼه بدله شوه. تر ټولو مهمه دا چې راشد په هېواد کې ډېرو ځوانانو ته له وطن سره د مینې انګیزه ورکړه.»

هاند زیاته کړه، چې راشد خان د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې مهمه څېره ده او موږ باید خپلې څېرې او تاریخونه هېر نه کړو، باید وې لیکو او د تاریخ په حافظه کې یې ژوندي وساتو.

هغه د دې کتاب د لیکلو د اړتیا په اړه وایي: « موږ باید خپل تاریخونه په خپله ولیکو، نسبت دې ته چې یو بهرنۍ راشي د خپل روایت په اساس زموږ تاریخ موږ ته بیان کړي. موږ باید خپل تاریخ د حقیقت له مخې او د خپل روایت له مخې ولیکو.»

ښاغلي جعفر هاند درې کاله مخکې "درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرېکټ تاریخ" په نوم یو کتاب هم لیکلی و. په دغه کتاب کې په افغانستان او نړۍ د کرېکټ د تاریخ او او اوسني وضعيت په اړه لیکل شوی و.

طالبانو په کندهار کې له خلکو غوښتي چې د استسقاء لمانځه لپاره دې دوکانونه او مارکېتونه وتړي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ چارواکو په ښار کې ټولو دوکاندارانو او د مارکېټونو مسولینو ته خبر ورکړی، چې د یکشنبې پر سهار د استسقا‌‌ء لمانځه لپاره دې له روغتيايي مرکزونو او نانوايي پرته نور ټول خلک خپلي چاري ودروي او لمانځه ته دې ولاړ شي.

په افغانستان کې د سختې وچکالۍ د کمیدو په هیله د باران اورېدو لپاره طالبانو له خلکو غوښي چې د یکشنبې په ورځ د سهار نهه بجې د کندهار ولایت عیدګاه جومات کې د استسقاء لمونځ لپاره راټول شي.

د طالبانو امنيه قومندانۍ، یو شمیر طالبانو ته دنده سپارلې، چې خلګ د استسقاء لمونځ لپاره وهڅوي.

طالبانو په کندهار ښار کې په موټرو د لګیدلو لاسپیکرونو له لارې په پرله پسې ډول د دوکانو د بندېدو خبرتياوي خپرې کړي دي.

د کندهار يو شمېر ښاریانو د طالبانو دغه کړنه زورزیاتی بللی او غوښتنه يې کړې، چې خلک دې په لمانځه کې د ګډون لپاره خپلي خوښي ته پرېږدي.

يو مياشت مخکې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد حنفي هم د دغه وزارت ټولو ولایتي ادارو ته امر کړی و، چې له خلکو وغواړي چې درې ورځې استسقاء لمونځونه وکړي.