طالبانو په هرات کې له "پوځي زده کړو" د ۸۳۰ کسانو د فراغت خبر ورکړی

د افغانستان په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو، چې طالبانو يې اوس نوم الفاروق ته اړولی، ۸۳۰ طالب جنګیالي له "پوځي زده کړو" وروسته فارغ شوي دي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو، چې طالبانو يې اوس نوم الفاروق ته اړولی، ۸۳۰ طالب جنګیالي له "پوځي زده کړو" وروسته فارغ شوي دي.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو رییس مولوي احمدالله متقي د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي، « له نظامي زده کړو فارغو شوو طالبانو پوره درې میاشتې پوځي روزنه لیدلې ده. دغه فارغ شوو ۸۳۰ کسانو ټولې نظامي زده کړې ترلاسه کړي دي. هیله لرم، چې زمونږ اسلامي اردو لا ښه زده کړې ترلاسه کړي.»
متقي وايي، چې دغو فارغ شوو طالبانو د پوځي روزنې تر څنګ اسلامي زده کړې هم کړې دي.
په همدې حال کې، په هرات ولایت کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاند عزت الله سعیدي ویلي، چې له نظامي زده کړو تازه فارغ شویو کسانو څخه به په بېړنیو حالاتو کې کار اخیستل کېږي.
په ورته وخت کې، په شمال ختیځ زون کې هم له ۲۱۷ پامیر قول اردو، چې د طالبانو يې نوم عمري قول اردو ته اړولی، ۵۰۰ طالب جنګیالي له درې میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د اسلامي اردو شمېر يې شاوخوا ۲۵۰ زرو کسانو ته رسېږي، او د زیاتېدو هڅې يې روانې دي.

"راشد د کرېکټ خان" د هغه کتاب نوم دی چې لیکوال، څېړونکي او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی. د کتاب ټوله محتوا د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان په مسلکي ژوند او لاسته راوړنو څرخي.
محمد جعفر هاند د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل کتاب "راشد د کرېکټ خان" د چاپیدو او خپریدو اعلان وکړ.
ښاغلي هاند له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې کتاب د راشد خان په مسلکي ژوند راڅرخي. د کتاب ډېرې برخه د راشد خان د خولې خبرې دي.
ښاغلي هاند وايي: «راشد خان کله او څنګه کرېکټ شروع کړ؟ د افغانستان کرېکټ ته څنګه داخل شو؟ نړۍوال ستیج ته څنګه ورسېد؟ د هغه له ماشومتوبه نیولې تر دې دمه ټول موضوعات په دې کتاب کې راغلي دي.»
هاند زیاته کړه، چې دغه کتاب کې د راشد خان په اړه د هغه د روزونکو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، د راشد خپلې خبرې او د نړۍوالو مبصرینو د نظریاتو تر څنګ د ده خپل تحلیل او تجزیه هم شامله ده.
کتاب شاوخوا ۳۰۰ مخه دی او د دوه کلونو په لړ کې لیکل شوی دی.
ښاغلی هاند د "راشد د کرېکټ خان" له کتابه د یوې بیلګې په بیانولو سره داسې وايي: «مثلاً راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو. دا چې ولې او څنګه راشد د لسیزې غوره لوبغاړی شو د نړۍوالو مبصرینو نظرونه مې هم راخیستي، خپله تحلیل او تجزیه مې هم راخیستې بیا مې په دې اړه د راشد خان خبرې هم راخیستي.»
ولي راشد خان؟
ښاغلی هاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې راشد د کرکټ خان دی؟ وايي: «راشد د کرېکټ خان په دې خاطر دی چې راشد خان د افغانستان د کرېکت یو نایابه لوبغاړی دی، د لسیزې غوره لوبغاړی دی او د دنیا هر کرېکټ لیګ غواړي چې راشد ورته ولوبیږي. د ده له راتګ وروسته د افغانستان د کرېکټ بڼه بدله شوه. تر ټولو مهمه دا چې راشد په هېواد کې ډېرو ځوانانو ته له وطن سره د مینې انګیزه ورکړه.»
هاند زیاته کړه، چې راشد خان د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې مهمه څېره ده او موږ باید خپلې څېرې او تاریخونه هېر نه کړو، باید وې لیکو او د تاریخ په حافظه کې یې ژوندي وساتو.
هغه د دې کتاب د لیکلو د اړتیا په اړه وایي: « موږ باید خپل تاریخونه په خپله ولیکو، نسبت دې ته چې یو بهرنۍ راشي د خپل روایت په اساس زموږ تاریخ موږ ته بیان کړي. موږ باید خپل تاریخ د حقیقت له مخې او د خپل روایت له مخې ولیکو.»
ښاغلي جعفر هاند درې کاله مخکې "درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرېکټ تاریخ" په نوم یو کتاب هم لیکلی و. په دغه کتاب کې په افغانستان او نړۍ د کرېکټ د تاریخ او او اوسني وضعيت په اړه لیکل شوی و.

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ چارواکو په ښار کې ټولو دوکاندارانو او د مارکېټونو مسولینو ته خبر ورکړی، چې د یکشنبې پر سهار د استسقاء لمانځه لپاره دې له روغتيايي مرکزونو او نانوايي پرته نور ټول خلک خپلي چاري ودروي او لمانځه ته دې ولاړ شي.
په افغانستان کې د سختې وچکالۍ د کمیدو په هیله د باران اورېدو لپاره طالبانو له خلکو غوښي چې د یکشنبې په ورځ د سهار نهه بجې د کندهار ولایت عیدګاه جومات کې د استسقاء لمونځ لپاره راټول شي.
د طالبانو امنيه قومندانۍ، یو شمیر طالبانو ته دنده سپارلې، چې خلګ د استسقاء لمونځ لپاره وهڅوي.
طالبانو په کندهار ښار کې په موټرو د لګیدلو لاسپیکرونو له لارې په پرله پسې ډول د دوکانو د بندېدو خبرتياوي خپرې کړي دي.
د کندهار يو شمېر ښاریانو د طالبانو دغه کړنه زورزیاتی بللی او غوښتنه يې کړې، چې خلک دې په لمانځه کې د ګډون لپاره خپلي خوښي ته پرېږدي.
يو مياشت مخکې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد حنفي هم د دغه وزارت ټولو ولایتي ادارو ته امر کړی و، چې له خلکو وغواړي چې درې ورځې استسقاء لمونځونه وکړي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هغه انځورونه رسېدلي، چې د زابل د ولايتي شورا پخوانی مشر عطاجان حق بيان د بند په حالت کې ښیې. په زابل کې طالب سرچینو هم د هغه د نیول کیدو خبر تایید کړی دی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د زابل څخه ځينو سرچينو ویلي، چې عطاجان حق بيان د جمعې په ورځ - د مرغومې ۲۹ مه - د زابل ولایت ولايت په شهرې صفا ولسوالۍ کي د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
تر اوسه طالبانو په رسمي توګه د نوموړي د نیول کیدو په اړه څه ندي ویلي، خو په زابل ولایت کې طالب چارواکو منلې، چې عطاجان حق بيان د سېمي له خلګو قرضداره و او د پيسو پر سر د هغوی سره تر لانجې وروسته نیول شوی دی.
د نوموړو ملګرو هم د هغه د نیول کیدو خبر تایید کړی خو نور جزییات یې ندي ورکړي.
عطاجان حق بيان ته نږدې کسانو ویلي چې نوموړي په شهرې صفا کې له طالبانو د یو کان قرارداد ترلاسه کړی او هلته پر کار بوخت و.

د طالبانو ځینو پلویانو له خپل مشرانو غوښتي چې نوموړی دي په ژوبڼ کې زنداني کړي.
عطاجان حق بيان څو مياشتي وړاندې افغانستان ته د شخصيتونو د ستنېدو له کمېسون سره تر تماس نيولو وروسته هېواد ته راستون شوی و.
تر راستنیدو وړاندې، نوموړي په يوه غږیز پيغام کې د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست محمد يعقوب مجاهد غوښتي و، چې له هغه سره هیواد ته د راستنیدو او هلته د ژوند کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا په کابل کې دوه ورځې وړاندې نیول شوي دوه خبريالان خوشي شول.
دغه مرکز نن په اعلامیه کې ویلي، چې د ”ګردش اطلاعات“ خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي په کابل کې د طالبانو د استخباراتي ادارې په بند کې له دوو ورځو تیرولو وسورته خوشي شوي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دغو خبریالانو د خوشي کیدو هرکلی کړی او د هغوی نیول کیدل یې ناقانونه کړنه بللې ده.
دغه مرکز زیاته کړې، چې احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي له دوی سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي چې د شنبې په ورځ د افغانستان وخت ماښام د شپې شاوخوا اته بجې له بنده خوشي شوي دي.
د مرکز په وینا، تر اوسه د دغږ خبریالانو د خوشي کیدو شرایط او دا چې پر دوی د بند په موده کې څه تیر شوي، روښانه نه دي، خو طالبانو تر دې وړاندې له نیول شوو خبریالانو څیړنې کړې او پر هغوی یې یو لیک امضا کړی چې د طالبانو د رسنیو له اوصولو به سرغړونه نه کوي.
احمد جواد رسولي د”ګردش اطلاعات“خبري اژانس د امتیاز خاوند او عبدالحق حمیدي یې مدیر مسوول دی. دوی د تیرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو د استخاباراتو له خوا وربلل شوي او د پنج شنبې په ورځ نیول شوي وو.
د”ګردش اطلاعات“خبري اژانس د روان کال د چنګاښ په میاشتې کې په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ.
په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې د خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړې، چې له دې ډلې ۶۱یې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو پیښې دي او دوه خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي. په فاریاب ولایت کې د ممتاز راډیو د امتیاز خاوند او مسوول مدیر امین الله علومي د روان کال د زمري میاشتې په پای کې د هغه څه په تړاو چې سیمه ییزو چارواکو یې "یوه غیر رسنۍ او شخصي موضوع" بولي، په یو کال بند محکوم شوی و. په دایکندي ولایت د نسیم راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۰مه په یو کال بند محکوم شوی و او لا هم په بند کې دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په تېرو درې کلونو کې د افغانستان ناخالص تولید ۲۹ سلنه کم شوی دی. د دغې ادارې د اټکل له مخې، یوازې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیونو څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې زیان رسولی دی.
د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام سيمه ييز مشر کاني ويګناراجا فرانسوۍ ورځپاڼې لومونډ ته ويلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين په دوام سره هممهاله د دغه هېواد د ناخالص توليداتو کچه د ټیټېدو په حال کې ده.
دې فرانسوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه خپله ارزونه کې لیکلي، چې په نورو هېوادونو کې د کړکېچونو زیاتېدو له امله، افغانستان سره مالي مرستې په بې ساري ډول کمې شوې دي.
لومونډ لیکي، چې پر اوکراین د روسیې برید او له هغه وروسته په غزه کې جګړې، د افغانستان له کړاوونو او له زدکړو، کار او ټولنیزو برخو څخه د مېرونو د محرومیت له موضوع د مرستندوینه هېوادونو پام بلې خوا ته اړولی دی.
دې ورځپاڼې لیکلي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ بودیجې یوازې څلوېښت سلنه برابرې شوې ده.
د مرستو د پام وړ کمېدو سره، د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدګۍ لپاره د اړتیا وړ بودیجه نه شي ترلاسه کولای.
دغه سازمان وايي، د مرستو په کمېدو سره اوس کولای شي د ۱۵.۷ میلیونو اړمنو کسانو له ډلې یوازې ۶ میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر بنسټ، په دغه راپور کې راغلي، چې نږدې درې میلیونه وګړي په ځانګړې توګه ماشومان د خوړو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.
مرستندويه ادارو، وچکالي، په هرات کې زلزلې او له پاکستان څخه د نيم ميليون کډوالو اجباري راستنېدل هغه نور عوامل بللي دي، چې په افغانستان کې یې بشري ناورين لا پسې ژور کړى دى.
