د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د قاضیانو پر ضد د ناوړه کمپاین په اړه مو څېړنې پیل کړي

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، چې د سترې محکمې د قاضیانو پر وړاندې د وروستیو ناوړه کمپاینونو پر وړاندې به له قانون سره سم چلند وشي.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، چې د سترې محکمې د قاضیانو پر وړاندې د وروستیو ناوړه کمپاینونو پر وړاندې به له قانون سره سم چلند وشي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د مخابراتو او فیډرالي تحقیقاتي ادارې له چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د روانې عیسوي میاشتې په ۱۶مه نېټه د دې موضوع د څېړلو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی و.
سولنګي ویلي، چې د پاکستان د مخابراتو، فیډرالي تحقیقاتي او نورې اړوندې ادارې خپلې پلټنې کوي او په دې لړ كې یې د خواله رسنیو په بیلابیلو کاروونکو څارنه کوي.
نوموړي په پاکستان کې دننه او د هغه هېواده بهر میشتو عناصرو ته خبرداری ورکړی، چې د سترې محکمې د قاضیانو پر وړاندې له ناوړه کمپاینونو دې لاس واخلي.
د پاکستان د مخابراتو د ادارې عمومي مشر،احمد شمیم پیرزاده بیا وايي، چې دوی دا واک لري چې د خواله رسنیو هغه پیغامونه چې قاضیانو ته پکې سپکاوی کیږي، بند کړي او یا یې لرې کړي.
د پاکستان د فيډرالي تحقیقاتي ادارې د عملیاتو مشر وقارالدین سید هم ویلي، چې دوی هغه کسان تشخیص کړي چې دغه کمپاینونه کوي او د هغوی پر وړاندې به سمدستي اقدام وکړي.
نوموړي چې دوی د سترې محکمې د قاضیانو په وړاندې په وروستي کمپاین کې ښکیل د خواله رسنیو حسابونه تعقیبوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دولتي ادارو د چارواکو شهرت ته زیان ورسوي.

احمد ضیا سراج؛ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د پاکستان مدرسو په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو ته د جنګیالیو، ځانمرګو برید کوونکو او د طالبانو لپاره د نویو کسانو د ګومارنې په برخه کې د مناسب ځای رول لوبولی دی.
سره له دې چې دغو مدرسو له شوروي سره په جګړو کې د مجاهدینو لپاره هم مهم رول درلود؛ خو د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې یې په جګړو کې رغنده رول درلود.
اټکلونه ښیي چې په پاکستان کې څه باندې دوه نیم تر درې میلیونو طالبانو پورې په څه باندې ۳۰ زره راجستر شویو او غیر راجستر شویو مدرسو کې د مذهبي زده کړو په بیلابیلو کچو کې شتون لري.
ډېری مذهبي مدرسې د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې موقعیت لري.
له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د طالبانو د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د طالبانو له پراخو تلفاتو سره - سره، چې هر کال یې شمېر ۲۰ زره کسانو ته رسېده، دغه ډله د افرادو له کمښت سره مخ نه شوه او د پاکستان دیني مدرسي یې بدیل ځواک و.
دا ستونزه د طالبانو په راتګ سره پراخه شوې او د سیمې د ثبات پر وړاندې د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې د پټو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ او د طالبانو د مشر د حکم پر اساس اټکل کیږي، چې تر اوو زرو پورې کوچنۍ دیني مدرسې چې په کې جوماتونه او دارالحفاظونه او د لویو جهادي مدرسو په نومونو نومول شوي دي د جهادي مدرسو په توګه په افغانستان کې د پاکستان د دیني مدرسو د فارغانو تر لارښوونې او تدریس لاندې په افغانستان کې په ۴۰۰ ولسوالیو او هرې ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ تنو طالب زده کوونکو لپاره مجهزې مدرسې او لیلیې جوړي شوي دي.
دغه مدرسې د لوګر ولایت د اوسیدونکي مولوي عبدالواحد په مشرۍ د طالبانو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې ثبت شوي او فعالیت کوي.
په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال د رسمي او غیر رسمي مدرسو شمېر ۱۳ زره محاسبه شوی و او طالبانو له بیا ګرځېدو سره دا شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی او د ډېرېدو په حال کې دی.
د استخباراتي معلوماتو له مخې؛ دمګړی څه باندې یو میلیونه طالبان په دغو مدرسو کې زده کړې کوي او ټاکل شوی، چې تر راتلونکو درېیو کلونو نیم میلیونه نور کسان له دې مدرسو فارغه شي.
د طالبانو د ستراتیژیک هدف پر بنسټ؛ دغه کسان به په فکري توګه د "بې پولې اسلام" او "نړۍوال او بې پولې جهاد" په فکر او انګېزه سمبال شي.
اوس چې په بېلابېلو پلمو ښوونکي له دندو اېستل شوي او یا یې خپلې دندې پرېښي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې له پوهنتونونو منع شوي، د ښوونخیو او دولتي تاسیساتو ودانۍ په دیني مدرسو بدلې شوي دي او دیني مدرسو چې د ښوونځیو ځای نیولی دی.
له بشردوستانه مرستو د جهادي مدرسو تنخواوې
طالبان هڅه کوي؛ څو نجونې وهڅوي چې د ښوونځیو پر ځای دیني او جهادي مدرسو ته ولاړې شي، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي د نړۍوالو بشردوستانه مرستو څخه د دیني مدرسو ښوونکو ته د تنخوا ورکول دي، چې افغانستان ته راځي.
طالبان د ښوونکو نوملړ مرسته کوونکو ادارو ته ورکوي او له هغوی څخه د مرستو غوښتنه کوي چې دا مشروع او د منلو وړ غوښتنه بلل کیږي.
مرسته کوونکې نړۍوالې ادارې نه پوهیږي چې مرسته شوې پیسې یې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې اغفال شویو ځوانانو ته د تاوتریخوالي درس ورکوي؛ ترڅو طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته په ترهګریزو او ځانمرګو بریدګرو بدلیږي.
د دغو دیني مدرسو طالبان چریکي تاکتیکونه او نور مضامین زده کوي، ځیني یې په افغانستان کې جنګیدلي او مړه شوي دي.
دغه طالبان د رخصتیو پر مهال د جګړو ډګر ته وتل او د طالبانو په پسرلنیو بریدونو کې یې برخه اخیسته.
د دوی پسرلنۍ رخصتۍ په قصدي توګه داسې وخت تنظیمیدې چې په افغانستان کې بریدونه ډېرېدل.
په تېرو کلونو کې داسې ډېرو نمونو شتون درلود، چې د طالبانو د شومو موخو او پلانونو د پوره کولو په موخه د دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ له ټاکلي وخت مخکې پیل شوې دي.
هرکله چې طالبانو غوښتل چې د اوړي او ژمي موسم له امله خپلو پسرلنیو بریدونو ته له معمول څخه زیات دوام ورکړي، په هغه صورت کې به د دوی روزنیز مرکزونه له معمول څخه زیات دوام کاوه. ګڼ شمېر به د جګړې په ډګر کې وژل کېدل.
د دیني مدرسو مشرانو به دغه وژل شوي کسان چې خپل دیني مسولیت یې ادا کړی و، د هغوی جنت ته تلل به یې لمانځل.
د نوي روزنیزې دورې لومړۍ ورځې تل د هغو کسانو لپاره په دعا سره پیلېدې، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و، ترڅو ژوندي زده کونکو ته دا احساس ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو او هر هغه رژیم پر وړاندې چې جګړه کوي دیني دنده ده چې په سوله او ډیموکراسۍ کې د ژوند کولو اراده لري.
البته د دوی د دې رژیمونو څخه تعریف دا و، چې دوی د کفارو اجنټان یا همکاران دي.
دا دیني مدرسې خورا بې وزله ماشومانو ته پناه ورکوي او هغوی ته داسې موضوعات ور زده کوي، چې د ژوند په لومړیو پړاوونو کې د هغوی په ذهنونو کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.
تل بحث دا وي، چې دا دیني مدرسي تاوتریخوالی نه قوي کوي؛ بلکي خپل زده کړیالانو ته دیني او مذهبي زده کړي ورکوي.
خو د هغه مهال د ملي امنیت د عمومي ریاست معلومات او شواهد دا وو، چې ډېری دغه مدرسي خپلو زده کوونکو ته د افراطيت زده کړي ورکوي. په داسې ډول چې ډېری یې د زده کړو پر مهال او یا له فراغت وروسته ځانمرګي بریدونه کوي.
ډېری دغه زده کوونکي له ناچاره کورنیو څخه دي، چې د خپل ځان لپاره ښه راتلونکی نه ویني او دوی ته په هغه بله نړۍ کې د بې شمېره خوښیو او حورو تبلیغات په داسې ډول کیږي، چې د دې نړۍ هېڅ خوښي یې ځای نه شي نیولی، ان که له دغه شمېر کسانو لس سلنه یې هم عملي افراطیت ته مخه کړې، لږ تر لږه ۳۰۰ زره بم ایښودونکي او ځانمرګي بریدګر تولیدیږي او دا د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ ګڼل کیږي.
د پاکستان په خاوره کې د دیني مدرسو د شتون او فعالیت مساله چې د ترهګرو لپاره د جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو د تولید سرچینه ده، د جمهوري ریاست په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي رییس له خوا په وار - وار مطرح شوې وه او همدارنګه د ټاکل شوي پلاوي سره د خپلو اړوندو همکارانو سره په ځانګړې توګه له ۲۰۰۶ کال وروسته په بیلابیلو وختونو کې مطرح کېده؛ خو له بده مرغه سره له دې چې پاکستاني لوري تل د نظام د اصلاح او مشروعیت ژمنې کولې؛ خو هیڅکله یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
حقیقت دا و، چې پاکستان د افراطیت ترویج د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه په هند، افغانستان او نورو ځایونو کې د خپل بهرني سیاست د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په پراخه او موثره توګه وکارول.
دا تمه چې پاکستان به د لویدیځو هېوادونو تر کمزوري فشار لاندې دغه تاکتیک له لاسه ورکړي، د نه تطبیق کولو فکر و.
د دې ژمنو د پوره کولو لپاره پاکستان هېڅ کومه انګیزه نه درلوده؛ مګر دا چې د افراطیت ټوپک د پاکستان ملي او امنیتي ګټو ته مخه کړي.
د دې بحثونو په دوام کې د طالبانو ځینو مشرانو لکه؛ د دې ډلې د امربالمعروف وزیر خالد حنفي چې د پاکستان د مدرسو له لېوالانو څخه دی، په خپلو ویناوو کې خلکو ته ویلي چې له اسلامي نسخې پرته هر ډول زده کړې د وخت ضایع کول دي.
داسې ویډیوګانې شته چې طالبان څنګه د مذهبي افراطي تبلیغاتو لپاره له جوماتونو څخه کار اخلي، داسې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ۵۰۰۰ محتسبینو ګومارل د دې سترې ستونزې پخلی کوي.
دغه ماموران د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه ځوانان ګواښي او د افراطي لارښوونو عملي کولو ته اړ کوي.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه، چې د اپرېل تر اتمې به د دواړو هېوادونو سفیران بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې حسین امیر عبداللهیان د جلیل عباس جیلاني په بلنه د دوشنبې په ورځ (د سلواغې نهمه) اسلام اباد ته سفر کوي.
دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې شوي، چې د اسلام اباد او تهران تر منځ اړیکې له څو اونیو راپه دې خوا کړکېچنې شوې دي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ایران سپاه پاسداران انقلابیانو په یوه ناڅاپي اقدام کې د پاکستان په بلوچستان ایالت څو توغندي وتوغول.
له دغه برید وروسته پاکستان له تهران څخه خپل سفیر راوغوښت او په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر څخه وغوښتل چې خپل ماموریت ته له ستنېدو ډډه وکړي.
دوه ورځې وروسته د پاکستان پوځ د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې پر هدفونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل.
دواړه بریدونه د ځايي خلکو له خوا غندل شوي دي.
ډېری منتقدین وايي، چې د دغو دواړو بریدونو قربانیان هغه بلوڅان دي، چې د پولې دواړو غاړو ته اوسېږي او د تهران او اسلام اباد له تبعیض سره مخامخ دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د امنیتي ګواښونو له امله درې پوهنتونونه تړل شوي چې له امله یې د زدهکړیالانو کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوې دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د (سلواغي دویمه) نېټه امنیتي ادارو په اسلام اباد کې د بحریه، اییر او نېشنل ډیفینس پوهنتونونه د امنیتي ګواښونو له امله تر نامعلومې مودې وتړل.
د یادو پوهنتونونو څخه سرچینو ویلي چې، تر نامعلومې مودې د پوهنتونونو د تړلو په اړه تېره شپه ناخته خبر ورکړل شوی دی.
بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي چې، په اسلام اباد کې د ټاکنو او د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د بلوڅو پرلت له امله یې امنیتي چمتوالی لا له وړاندې سخت کړی.
همدارنګه د امنیتي ادارو له لوري خبر ورکړل شوی چې تېره شپه یې د اسلام اباد ښار په شاوخوا سیمو کې هم د لټون عملیات پیل کړي دي.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د یک شنبې په ورځ د اسلام کلا له پولې۷۴۶ تنه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وايي، په دغو کسانو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې په جبري ډول راستانه شوي.
همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۳۶ کورنۍ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري ډول له پاکستانه ستانه کړل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د یادو کورنیو د ټولو غړو شمیر ۱۷۸ تنه دی.
د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي افغانستان ته تازه راستانه شوي دغه کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.
همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي چې له شلو زرو څخه ډیرو هغو کورنیو سره چې په جبري ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنې شوې او له داخلي بیځایه شويو سره د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، نغدو پيسو او روغتیايي کڅوړو مرسته هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر ۱۸ نېټې پورې له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمیر ۴ لکه ۷۰ زره او ۹۹۹ تنو ته رسېدلی دی.
له تورخم څخه سرچینې وايي چې نن دوشنبه (د سلواغې دویمه) هم دغه ټرانزیټي لاره د باروړونکو لاریو پر مخ تړلې پاتې ده او دواړو غاړو ته تر زرو زیات ګاډي بار ولاړ دي. ويل کیږي د تورخم دروازه د باروړونکو لویو موټرو پر مخ ځکه تړل شوې چې چلوونکي یې پاسپورټ او ویزې نه لري.
د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په برخه کې چې کومې ناستې او خبرې شوې ټولې بې پایلې دي.
تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې شاوخوا ۹۰ لارۍ له کینو، کچالو او نورو توکو بار وې، د شبنې په ورځ بېرته له مالونو ډکې پېښور ته راستنې شوې دي.
سرچینې وايي، د اسلام اباد او طالبانو تر منځ په یو لړ سیاسي مسلو د مخالفتونو له امله دغه لویه لاره یوازې د سوداګریزو چارو په وړاندې تړل شوې چې زیان یې هم یوازې سوداګرو ته رسیږي.
د حکیم شینواري په نوم د یوې لارۍ موټر چلوونکی افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وايي، چې د لارې تړل کېدو له امله نه کورته تللی شي او نه هم سفر ته اجازه ورکړل کیږي: «ګاډی مې بار ولاړ دی، مالک راته وايي ورسره پاتې شه لاره خلاصیږي، خو دلته نه لاره خلاصیږي او نه کورته ترې تللی شم، ډیر انتظار نور نه کیږي څه وکړو، حکومتونه دې خپلې مسلې حل کړي، زموږ لاره دې نه بندوي.»
د دواړو خواوو متقابل عمل د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دغه مهمه لاره باندې له یوې اوونۍ زیاتې مودې راهیسې سوداګریزې چارې ودرول شي.
د پاکستان ګمرک یوه چارواکي مجیب الله شینواري رسنیو ته ویلي، چې په تورخم کې د سوداګریزو فعالیتونو د ټکني کېدو له امله سوداګرو ته میلیارډونه پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.
هغه خبرداری ورکړی چې ښايي په دې سره پاکستاني توکي په افغان مارکېټ خپل ارزښت له لاسه ورکړي، ځکه چې يو شمېر افغان سوداګرو تېره اوونۍ له خپلو ايراني سيالانو د اړينو توکو د واردولو غوښتنه کړې ده.