په کندهار او سرپل کې ترافيکي پېښو د ۲ ښځو په ګډون ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د درېيو موټرو د ټکر له کبله ۲ مېرمنې او يوه ماشوم مړه شوي او ۶ کسان نور زخميان شوي دي.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د درېيو موټرو د ټکر له کبله ۲ مېرمنې او يوه ماشوم مړه شوي او ۶ کسان نور زخميان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه پېښه په دامان ولسوالۍ کې د مازاد او دوو کوچنيو موټرونو د ټکر له کبله رامنځته شوې.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په زخميانو کې هم یوه ماشومه نجلۍ، درې ښځې او دوه نارينه شامل دي.
بل لوري بيا نن سهار د سرپل ولایت د سانچارک په ولسوالۍ کې دوه موټرسایکل سپرو له يوه سراچه موټر سره ټکر کړی او موټرسايکل سپاره دواړه زخمیان شوي دي.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د زخميانو روغتيايي حالت سم نه دی.
طالب مسوولينو د دواړو پېښو لامل بې احتياطي بللې ده.

احمد ضیا سراج؛ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د پاکستان مدرسو په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو ته د جنګیالیو، ځانمرګو برید کوونکو او د طالبانو لپاره د نویو کسانو د ګومارنې په برخه کې د مناسب ځای رول لوبولی دی.
سره له دې چې دغو مدرسو له شوروي سره په جګړو کې د مجاهدینو لپاره هم مهم رول درلود؛ خو د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې یې په جګړو کې رغنده رول درلود.
اټکلونه ښیي چې په پاکستان کې څه باندې دوه نیم تر درې میلیونو طالبانو پورې په څه باندې ۳۰ زره راجستر شویو او غیر راجستر شویو مدرسو کې د مذهبي زده کړو په بیلابیلو کچو کې شتون لري.
ډېری مذهبي مدرسې د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې موقعیت لري.
له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د طالبانو د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د طالبانو له پراخو تلفاتو سره - سره، چې هر کال یې شمېر ۲۰ زره کسانو ته رسېده، دغه ډله د افرادو له کمښت سره مخ نه شوه او د پاکستان دیني مدرسي یې بدیل ځواک و.
دا ستونزه د طالبانو په راتګ سره پراخه شوې او د سیمې د ثبات پر وړاندې د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې د پټو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ او د طالبانو د مشر د حکم پر اساس اټکل کیږي، چې تر اوو زرو پورې کوچنۍ دیني مدرسې چې په کې جوماتونه او دارالحفاظونه او د لویو جهادي مدرسو په نومونو نومول شوي دي د جهادي مدرسو په توګه په افغانستان کې د پاکستان د دیني مدرسو د فارغانو تر لارښوونې او تدریس لاندې په افغانستان کې په ۴۰۰ ولسوالیو او هرې ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ تنو طالب زده کوونکو لپاره مجهزې مدرسې او لیلیې جوړي شوي دي.
دغه مدرسې د لوګر ولایت د اوسیدونکي مولوي عبدالواحد په مشرۍ د طالبانو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې ثبت شوي او فعالیت کوي.
په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال د رسمي او غیر رسمي مدرسو شمېر ۱۳ زره محاسبه شوی و او طالبانو له بیا ګرځېدو سره دا شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی او د ډېرېدو په حال کې دی.
د استخباراتي معلوماتو له مخې؛ دمګړی څه باندې یو میلیونه طالبان په دغو مدرسو کې زده کړې کوي او ټاکل شوی، چې تر راتلونکو درېیو کلونو نیم میلیونه نور کسان له دې مدرسو فارغه شي.
د طالبانو د ستراتیژیک هدف پر بنسټ؛ دغه کسان به په فکري توګه د "بې پولې اسلام" او "نړۍوال او بې پولې جهاد" په فکر او انګېزه سمبال شي.
اوس چې په بېلابېلو پلمو ښوونکي له دندو اېستل شوي او یا یې خپلې دندې پرېښي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې له پوهنتونونو منع شوي، د ښوونخیو او دولتي تاسیساتو ودانۍ په دیني مدرسو بدلې شوي دي او دیني مدرسو چې د ښوونځیو ځای نیولی دی.
له بشردوستانه مرستو د جهادي مدرسو تنخواوې
طالبان هڅه کوي؛ څو نجونې وهڅوي چې د ښوونځیو پر ځای دیني او جهادي مدرسو ته ولاړې شي، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي د نړۍوالو بشردوستانه مرستو څخه د دیني مدرسو ښوونکو ته د تنخوا ورکول دي، چې افغانستان ته راځي.
طالبان د ښوونکو نوملړ مرسته کوونکو ادارو ته ورکوي او له هغوی څخه د مرستو غوښتنه کوي چې دا مشروع او د منلو وړ غوښتنه بلل کیږي.
مرسته کوونکې نړۍوالې ادارې نه پوهیږي چې مرسته شوې پیسې یې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې اغفال شویو ځوانانو ته د تاوتریخوالي درس ورکوي؛ ترڅو طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته په ترهګریزو او ځانمرګو بریدګرو بدلیږي.
د دغو دیني مدرسو طالبان چریکي تاکتیکونه او نور مضامین زده کوي، ځیني یې په افغانستان کې جنګیدلي او مړه شوي دي.
دغه طالبان د رخصتیو پر مهال د جګړو ډګر ته وتل او د طالبانو په پسرلنیو بریدونو کې یې برخه اخیسته.
د دوی پسرلنۍ رخصتۍ په قصدي توګه داسې وخت تنظیمیدې چې په افغانستان کې بریدونه ډېرېدل.
په تېرو کلونو کې داسې ډېرو نمونو شتون درلود، چې د طالبانو د شومو موخو او پلانونو د پوره کولو په موخه د دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ له ټاکلي وخت مخکې پیل شوې دي.
هرکله چې طالبانو غوښتل چې د اوړي او ژمي موسم له امله خپلو پسرلنیو بریدونو ته له معمول څخه زیات دوام ورکړي، په هغه صورت کې به د دوی روزنیز مرکزونه له معمول څخه زیات دوام کاوه. ګڼ شمېر به د جګړې په ډګر کې وژل کېدل.
د دیني مدرسو مشرانو به دغه وژل شوي کسان چې خپل دیني مسولیت یې ادا کړی و، د هغوی جنت ته تلل به یې لمانځل.
د نوي روزنیزې دورې لومړۍ ورځې تل د هغو کسانو لپاره په دعا سره پیلېدې، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و، ترڅو ژوندي زده کونکو ته دا احساس ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو او هر هغه رژیم پر وړاندې چې جګړه کوي دیني دنده ده چې په سوله او ډیموکراسۍ کې د ژوند کولو اراده لري.
البته د دوی د دې رژیمونو څخه تعریف دا و، چې دوی د کفارو اجنټان یا همکاران دي.
دا دیني مدرسې خورا بې وزله ماشومانو ته پناه ورکوي او هغوی ته داسې موضوعات ور زده کوي، چې د ژوند په لومړیو پړاوونو کې د هغوی په ذهنونو کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.
تل بحث دا وي، چې دا دیني مدرسي تاوتریخوالی نه قوي کوي؛ بلکي خپل زده کړیالانو ته دیني او مذهبي زده کړي ورکوي.
خو د هغه مهال د ملي امنیت د عمومي ریاست معلومات او شواهد دا وو، چې ډېری دغه مدرسي خپلو زده کوونکو ته د افراطيت زده کړي ورکوي. په داسې ډول چې ډېری یې د زده کړو پر مهال او یا له فراغت وروسته ځانمرګي بریدونه کوي.
ډېری دغه زده کوونکي له ناچاره کورنیو څخه دي، چې د خپل ځان لپاره ښه راتلونکی نه ویني او دوی ته په هغه بله نړۍ کې د بې شمېره خوښیو او حورو تبلیغات په داسې ډول کیږي، چې د دې نړۍ هېڅ خوښي یې ځای نه شي نیولی، ان که له دغه شمېر کسانو لس سلنه یې هم عملي افراطیت ته مخه کړې، لږ تر لږه ۳۰۰ زره بم ایښودونکي او ځانمرګي بریدګر تولیدیږي او دا د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ ګڼل کیږي.
د پاکستان په خاوره کې د دیني مدرسو د شتون او فعالیت مساله چې د ترهګرو لپاره د جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو د تولید سرچینه ده، د جمهوري ریاست په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي رییس له خوا په وار - وار مطرح شوې وه او همدارنګه د ټاکل شوي پلاوي سره د خپلو اړوندو همکارانو سره په ځانګړې توګه له ۲۰۰۶ کال وروسته په بیلابیلو وختونو کې مطرح کېده؛ خو له بده مرغه سره له دې چې پاکستاني لوري تل د نظام د اصلاح او مشروعیت ژمنې کولې؛ خو هیڅکله یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
حقیقت دا و، چې پاکستان د افراطیت ترویج د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه په هند، افغانستان او نورو ځایونو کې د خپل بهرني سیاست د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په پراخه او موثره توګه وکارول.
دا تمه چې پاکستان به د لویدیځو هېوادونو تر کمزوري فشار لاندې دغه تاکتیک له لاسه ورکړي، د نه تطبیق کولو فکر و.
د دې ژمنو د پوره کولو لپاره پاکستان هېڅ کومه انګیزه نه درلوده؛ مګر دا چې د افراطیت ټوپک د پاکستان ملي او امنیتي ګټو ته مخه کړي.
د دې بحثونو په دوام کې د طالبانو ځینو مشرانو لکه؛ د دې ډلې د امربالمعروف وزیر خالد حنفي چې د پاکستان د مدرسو له لېوالانو څخه دی، په خپلو ویناوو کې خلکو ته ویلي چې له اسلامي نسخې پرته هر ډول زده کړې د وخت ضایع کول دي.
داسې ویډیوګانې شته چې طالبان څنګه د مذهبي افراطي تبلیغاتو لپاره له جوماتونو څخه کار اخلي، داسې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ۵۰۰۰ محتسبینو ګومارل د دې سترې ستونزې پخلی کوي.
دغه ماموران د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه ځوانان ګواښي او د افراطي لارښوونو عملي کولو ته اړ کوي.
طالبانو په افغانستان کې له ديني مدرسو څخه د فارغه طالبانو کلنۍ ازمويني پيل کړي. د طالبانو د لوړو زده کړو مرستيال وزير په کندهار کې له ديني مدرسو څخه د طالبانو د کلنۍ ازمويني اخيستلو پر مهال وويل، چې په ازموينه کې برياليو ۴۸ زره طالبانو ته به د ليسانس او ماسټرۍ سندونه ورکول شي.
له ديني مدرسو څخه د طالبانو کلنۍ ازموينې اخيستل له کندهاره پيل شوې.
د طالبانو د لوړو زده کړو مرستيال وزير حامد حسيب د دوشنبې په ورځ په کندهار کې له طالبانو څخه د کلنۍ ازمويني اخيستلو پر مهال وويل، چې له «ديني زده کړو» څخه فارغ تر ۴۸ زره زياتو هغو طالبانو ته د نیمه عالي زده کړو، ليسانس او ماسټرۍ اسناد ورکړي، چې د «ديني زده کړو لوړه، منځنۍ او وړه دوره» يې بشپړه کړې وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو مرستیال وزير زياته کړه: « تر ۴۸ زره زياتو د عالميه، عاليه او خامسه درجو فارغو طالب العمانو او فاضلانو ته به چې په ازموينه کې بريالي کيږي د ۱۴م پاس، لېسانس او ماسټرۍ سندونه ورکول شي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ د پوهني وزرات سره يې په ګډه په ټول هېواد کې دغه ازموينه پيل کړې.
د لوړو زده کړو وزارت دغو طالبانو ته د لوړو زده کړو اسنادونه د ديني زده کړو له مخې ورکوي.
د کندهار د طالبانو مرستيال والي حيات الله مبارک د ازموينې ګډنوالو ته وويل، چي د هېواد مخکني علمي نصاب يې د پرديو په لاس کې و او د ځوانانو د ذهنیتونو د خرابوالي لامل و، نوموي «ديني زده کړه» د اخرت برياليتوب وباله.
هغه زیاته کړه: « زموږ علم، علمي ادرسونه او علمي نصابونه د پرديو په لاس کې وو، چې د ځوانانو فکرونه او ذهنونه يې خراب کړي وو، د مجاهدينو د قربانيو په برکت دوښمن د ماتې سره مخ شو.»
طالبان په افغانستان کې واک ته په رسېدو د « د يني زده کړو» پر کولو ډېر تينګار کوي او په دولتي ادارو کې تر ډېره هغو کسانو ته دندې ورکوي، چې ديني زده کړې يې تر لاسه کړې وي.
له دې ازموينو اخيستلو او طالبانو ته د لوړو زده کړو په اسنادو ورکولو سره تر ډېره واکمنه ډله له هغو نيوکو ځان خلاصوي، چې په ادارو کې يې د لېسانس، ماسټرۍ او د مسلکي کسانو تشه احساسيږي.
طالب چارواکو په ډېرو ناستو او مجلسونو کې د ديني زده کړو فارغ تر عصري زده کړو تر فارغانو بهتر بللي دي.
د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په دویمه) د بیټلیس ښار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ، چې په یوه لارۍ کې سپاره ۷۶ تنه افغان کډوال د تانریار په سیمه کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یو تن د "انساني قاچاق" په تور نیول شوی دی.
د بیټلیس د والي دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړۍ) د پولیسو له خوا ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ټول بندیان افغان اتباع دي او د ترکیې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري.
خبرځاى زياته کړه، چې له نيول شويو کسانو څخه يو يې عدليې رياست او پاتې نور د مهاجرينو د ستنولو رياست ته سپارل شوي دي .
د بیټلیس د والي دفتر لیکلي، چې دوی به د قانوني مراحلو له ترسره کولو وروسته له ترکیې څخه و ایستل شي.
دا لیکنه په دوو کوټلو خبرو ولاړه ده: ۱ـ هغوی، چې وايي: فرهنګ زدکړو او په تېر بیا د ښځمنو پوهېدلو ته اجازه نه ورکوي، فرهنګ نه پېژني او بېفرهنګه دي.
۲- هغه څه چې په لرې پرتو سیمو کې کله کله د خلکو ترمنځ د نجونو د زدکړو مخه نیسي، فرهنګي مناسبات نه، بلکې له چاپېریال څخه وېره او د ناامنۍ حس دی، چې د تاریخي شرایطو له امله د خلکو په ټولیز لاشعورکې زېرمه شوی دی.
خو اول، راځئ وګورو فرهنګ څه دی؟ او ولې یې زه «فرهنګ» بولم؟
فرهنګ= کلچر، کولتور، کلتورCulture= ثقافة په بېلو بېلو ژبو کې یوه بشري ارزښت ته وايي. یومهال اروپایانو له تمدن و مدنیت Civilization سره په یوه مانا کاراوه او په دې بڼه زموږ ځینو پخوانیو لیکوالو د عربي په تقلید ثقافت یا تمدن ګڼلی او روسته بیا مقلدو میرزایانو د فرانسوي – انګریزي ژبو تر اغېز لاندې کلتور، کولتور یا کلچر ګڼلی دی.
«فرهنګ»ویی د زرګونو نورو په شان پښتو او پارسي ژبو دواړو ته له لرغونو اوستايي متونو راغلی ګډ ویی دی، چې تحتاللفظی مانا یې: «وړاندې راایستل شوی برم و پرتم» دی.
پښتنو کلاسیکو شاعرانو دا مفهوم فرهنګ کارولای دی او پښتنو ته تر نورو ټولو پردیو وییونو همدا فرهنګ ورخپل دی.
خوشال بابا فرمايي:
لاړل وجنت ته چې په پوهه خبر نه وو
لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې
د فرهنګ تعریفونه ډېر دي، خو زه یې دوه رااخلم، چې یوڅه اسانه دي:
« فرهنګ یا تمدن، هغې سره پرلغښتې و اوبلې ټولګې ته وايي، چې ټول هغه پېژاندونه، باورونه، هنرونه، حقونه، اخلاق، دودونه، عادتونه او انساني توانمندۍ سره رانغاړي، چې یو انسان یې د یوې ټولنې د غړي په توګه ورخپلوي.»
بلځای:
« فرهنګ د یوې بشري ټولګې ټول هغه سره اړوند رسميکړای شوي فکرونه، احساسات، کړنې او نښې دي، چې دغه بشري ټولګه تر بلې هغې توپیروي، راڅرګندوي او لوړوي.»
فرهنګ؛ انسانمحور او ارزښتمحور دی. که دا خبره وسپړو، فرهنګ هر هغه فکر و عمل دی، چې یوه ټولګه انسانان یې د خپل بشري ژوند د لا ښو شرایطو لپاره په خپلو منځونو کې قراردادوي. دا ښه شرایط مادي، معنوي، ذوقي او اروايي دي. ښايي له همدې کبله ځینې کسان فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګې ته وايي.
ساده به یې کړو. فرهنګ هر هغه ټولنیز ارزښت دی، چې د انسان مادي، معنوي، ذوقي او اروايي ژوند ته یې ګټه رسیږي.
زدکړه، پوهنه، پوهېدل او د پوهې ترلاسه کول د فرهنګ تر ټولو مهم توکی(عنصر) او برخه ده. انسان له خورا لرغونیو زمانو د همدې زدکړې و پوهنې په مرسته خپل ژوند ورځ تر بلې لا پسې ښه کړی دی. نن، چې انسان څومره هوسا ژوند لري، د پوهنې و زدکړو له برکته دی، نو د دې ټولو پربنسټ، ولې باید فرهنګ یا کلتور یا ثقافة د زدکړو (په تېره بیا د ښځو د زدکړو) په ضد و ګڼو؟ په کوم منطق؟
څوک چې وايي، د افغانستان د خلکو فرهنګ ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي، نه فرهنګ پېژني، نه افغانستان، نه یې خلک او نه هم زدکړې او د ښځو د زدکړو ارزښت.
او یا یې که پېژني، نو دغه خبره یې بشپړه سیاسي ده او له ځان سره پخپله هم پوهیږي، چې درواغ وايي او د پاکستاني – انګریزي روایت و فکر تقلید کوي.
اوس راځم دویمې فرضیې ته:
ریښتیا هم په لرې پرتو سیمو کې ښايي یوشمېر خلک زړه ونه کړي، چې خپلې نجونې په کړکېچنو شرایطو کې ښوونځي و پوهنځي ته ولېږي، د دې لامل او عامل فرهنګي نه، امنیتي دی. خلک په خپلو نجونو ډاریږي.
موږ له تاریخي پلوه په داسې سیمه کې پراته یو، چې له بده مرغه د هیندوستان او نورو ګاونډیو زمکو د نیولو لپاره لوی لوی لښکرونه زموږ د هېواد پر سینه تېر شوي، دلته اوږدمهالې جګړې وې او په داسې جګړو او یرغلونو کې خلک په خپلو کورنیو په تېره بیا ښځینه وو ډارېدل. موږ د تاریخ په اوږدو کې پیاوړي ملي حکومتونه، مسئول پولیس او ډاډوړ امنیتي سیستمونه لرلي نه دي. موږ د کمزوریو اقتصادي – ټولنیزو شرایطو له کبله اخلاقي کوډونه ښه پاللي نه دي، بومي و دودیز کوډونه مو مات کړي او نوي و ستندرد هغه مو پلي کړي نه دي. دې ټولو ستونزو زموږ فیزیکي و رواني امنیت کمزوری کړی دی، په بېامنیتۍ کې تر ټولو ډېر زیان ښځینه وو او ماشومانو ته رسیږي، چې د ځانساتنې توان یې کم وي. د ناموس ساتنې و غیرت مفاهیم په خپله له همداسې ډار څخه ریښه اخلي. په ناامنه او بېباوره کړکېچځپلې ټولنه کې غیرت په یوه ټولیز ګروم بدلیږي او ناموسساتنه حیثیتي کیږي. دا ډار واقعیت دی، خو له فرهنګ سره هېڅ اړیکه نه لري.
که یو ملي او مسئول حکومت په ټول هېواد کې ډاډوړ شرایط حاکم کړي، ټولنیز اخلاق پیاوړي شي او خلک ونه ویریږي، د هرې سیمې افغانان به خپل ټول بچیان (نجونې وهلکان) ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي.
تر خپلواکۍ روسته په امانياو بیا ظاهرشاهي څلویښت کلنه دوره او په تېرو شلو کلونو کې د ښاري سیمو خلکو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځيو ته استولې. د کندهار، بدخشان، شبرغان او نورو لرې پرتو سیمو د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو عکسونه او د معارف لیکلی تاریخ وګورئ، ټولو قومونو او سیمو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځیو ته استولې.
خو پرعکس د ۱۳۷۰ لسیزې په پیل کې، چې د تنظیمونو حکومت و او پر نجونو د ښوونځیو رسمي بندیز هم نه و، مګر امنیت او ډاډ نه و. تنظیمي وسلوالو وحشت خپراوه او د خلکو ناموسونه خوندي نه وو، له ډېرو کمو سیمو پرته ګڼو خلکو، ان روښانفکرو ښاري کورنیو هم خپلې نجونې ښوونځیو او پوهنځیو ته نه پرېښوولې. ځکه هغه مهال ژوند او ابرو تر زدکړو لومړیتوب درلود.
ځينې ناخبره یا د غرض و مرض خاوند وګړي، له امنیتي شرایطو د خلکو همدغه ویره، په افغاني فرهنګ ورتپي او په غلطه د پاکیستانیو دا دعوه تکراروي، چې ګواکې – خدای مکړه!-د افغانستان خلک له فرهنګي پلوه د زدکړې، پوهنې او پوهې ضد خلک دي.
دغه اتهام او تور یو خورا ګواښمن او خطرناک تور دی، چې ښايي په وړاندې یې په کلکه ودریږو.
د قرغزستان د بېړنیو پېښو وزارت د مطبوعاتو دفتر وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د تر ټولو لویې زلزلې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه رامنځته شوه، د هرات د زرګونو ځپل شویو کسانو د تمویل په موخه شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې مرستو کې ۷۵ ټنه اوړه، ۲۰ ټنه بوره، ۵ ټنه د لمر ګلي غوړي، ۵۰۰ بسترې، په مساوي شمېر ګرمې کمپلې او توشکې او همدارنګه ژمنۍ جامې، خوراکي توکي او د شخصي حفظ الصحې توکي شامل وو.
دوی زیاتوي، چې قرغزي ژغورونکو د څه د پاسه ٢٧٠٠ کيلومتره واټن په اوږدو کې له زلزله ځپلو سره بشري مرستې کړې او د افغانستان هرات ښار ته څېرمه د فيض اباد کلي اوسېدونکو ته يې روغتيايي مرستې رسولې دي.
دوی وايي، چې د بشري مرستو پاتې برخه سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده.
د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه د ايران او ترکمنستان پولو ته څېرمه د افغانستان په هرات ولايت کې يوې زورورې زلزلې له دوو زرو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
لس زره کسان ټپیان شوي او په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي.