• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان ولسمشر: ۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زدکړو بې برخې دي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر د زدکړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې وویل؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي. نوموړي په اسلام اباد کې وویل، چې د دې ماشومانو د زدکړو لپاره باید بېړني ګامونه پورته کړل شي.

عارف علوي د دې ۲۶ میلیونه ماشومانو د زدکړو لپاره یو میکانیزم هم وړاندې کړ.

تېر کال په پاکستان کې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو شمېر ۲۳ میلیونه ښودل شوی و؛ خو سږ کال دا شمېر درې میلیونه نور هم ډېر شوی دی.

د پاکستان ولسمشر میاشت وړاندې هم د دې ماشومانو په هکله په یوه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، چې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو لپاره دې په جوماتونو کې د زدکړو اسانتیا برابره کړي

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په سند صوبې کې ناپېژاندو وسله والو درې پولیس تښتولي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د سند صوبې پولیس وايي، چې درې تنه پوليس هغه وخت وتښتول شول چې له رونټي له پوستې څخه خپلې قرار ګاه ته پر لار وو.

د سند پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پولیس نن چهار شنبه (د سلواغې څلورمه) د ناپېژاندو وسلوالو له خوا تښتول شوي دي.

اعلامیه کاږي، چې دا مهال د پولیسو یوه ډله د رونټي سیمې ته رسېدلې او د یادو پولیسو په لټه چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغې تښتونې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په روان کال کې د خپل ډول دویمه پېښه ده، چې په پاکستان کې رامنځته کیږي؛ له دې وړاندې یو پولیس په بلوچستان کې د وسلوالو له خوا تښتول شوی و.

چین له ازبکستان سره په نږدې اړیکو د روسیې د اوبو پر ځای په وچه تر اروپا ځان رسول غواړي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۰

چین د منځنۍ اسیا د پټلۍ په ګډون ازبکستان ته ځینو پروژو کې د نېږدې همکارۍ په وړاندیز له دغه هېواد سره خپل ډېپلوماټیک اړیکي نور هم زیات کړل. چین د پټلۍ دې پروژې سره نوې سوداګريزه لار جوړول غواړي؛ ځکه د روسیې له لارې سمندري لار ورته اوږده او ګرانه تمامېږي.

د چین شین هوا خبري اژانس وايي؛ د دغه هېواد ولسمشر شي جن پینګ نن په بېجینګ کې له ازبک سیال شوکت میرضیایف سره لیدنه کې خپلمنځي اړیکي له «ټولیز ستراتیژیک مشارکت څخه پر هر اړخیز ستراتېژیک مشارکت بدل کړل.»

بېجینګ له تاشکند سره د اړیکو د نوي څپرکي په پرانیستلو سره غواړي، چې د چین- قرغزستان او ازبکستان پتلۍ د جوړولو کار ژر تر ژره پیل شي.

پر دې پروژه په ۱۹۹۰ کلونو کې خبرې شوې وې؛ خو تازه یې هغه وخت اهمیت پېدا کړ، چې پر اوکرین په یرغل پسې په مسکو بندیزونه ولګېدل او له امله یې د چین او اروپا ترمنځ د روسیې له لارې پر ځمکنۍ لار د توکو لېږل بند شول.

د نوې لارې جوړېدو سره به د چین او اروپا تر منځ د توکو رسېدو وخت هم خورا کم شي.

چین د نړۍ مختلفو بازارونو ته د رسېدو لپاره د ورېښمو لار هم غځوي او په مقابل کې ازبکستان هم تر سوېلي اسیا د ځان رسولو لپاره د افغانستان له لارې تر پاکستان پټلۍ غځول غواړي.

تېره پنجشنبه د دې پټلۍ تړون په اسلام اباد کې لاسلیک شو او تازه د پاکستان او ازبکستان چارواکو پرون هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز: د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ټول ملت ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لرو

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، د دغه هېواد ځواکونه له ترهګرو سره جګړه کولی شي، خو د ټول ملت همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري. جنرال عاصم منیر نن په اسلام اباد کې د ځوانانو غونډې ته وینا کې دا هم وویل، چې دغه هېواد پوځ د هر ډول دسیسې او ګواښ په مقابل کې پوره تیار دي.

د ښاغلي منېر داخبرې په داسې مهال دي چې په پاکستان په تېره پښتونخوا او بلوچستان کې بیا د امنیتي ځواکونو پرضد د وسلوالو بریدونو زور اخیستی دی.

د دې ډېری بریدونو مسوولیت پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپال په غاړه اخلي.

عاصم منیر په خپلو خبرو کې پر خواله رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دلته منفي پروپاګند په هېواد کې د بې باورۍ او ناهیلۍ لپاره کېږي.

د هغه په خبره، پکار ده چې د ورته خبرونو بیا کتنه وشي.

که څه هم جنرال عاصم منیر کومې مشخصې پېښې ته ګوته ونه نیوله، خو په وروستیو اونیو کې په اسلام اباد کې له بلوڅ پرلتوالو سره د امنیتي ځواکونو چلن خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو.

په ورته مهال په چمن کې هم زرګونو کسان له درې نیمو میاشتو راهیسې پرلت وهلي ناست دي او هره ورځ خپل غږ د خواله رسنیو له لارې له نړۍ سره شریکوي.

پاکستان کېد پښتون ژغورنې غورځنګ پر غونډو سربېره، د چمن پرلت او د بلوڅانو لاریون ته هم د دغه هېواد رسنیو کې ځای نه ور کول کېږي او دا درې واړه لوري د خپلو هڅو رسولو لپاره خواله رسنۍ کاروي.

د پاکستان او ازبکستان چارواکو د افغانستان له لارې پر ټرانسپورټ او پروژو پلي کولو خبرې وکړې

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

په افغان چارو کې د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو افغانستان کې پر روان وضعیت او د دغه هېواد له لارې د خپلمنځي تړاو لپاره پر ټرانسپورټ او اړیکتیايي پروژو خبرې وکړې. عصمت الله ایرګاشیف او اکرم دوراني پرونۍ لیدنه کې د افغانستان په برخه کې د خپلې همکارۍ د زیاتولو ژمنه هم وکړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د دوی خبرې د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلولو لپاره پر پټلۍ ور ټولې وې، چې پاکستانی لوری یې د سیمې نشلولو لپاره مهمه بولي.

دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز پیلېږي، مزار شریف کې افغانستان ته ننوځي او بیا د لوګر او پکتیا له لارې تر پېښور رسېږي.

تېره پنجشنبه په اسلام اباد کې د ازبکستان او طالبانو سفیرانو د پاکستان له پټلۍ وزیر سره د دې پروژې تړون لاسلیک کړ.

دا اقتصادي هڅې په داسې مهال دي چې دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان اړیکي خورا ترینګلي ښکاري او له امله یې دواړو لورو ته سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.

پاکستان نږدې دوه اونۍ وړاندې تورخم کې بې ویزې افغان موټروانانو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه او په مقابل کې طالبانو منځنۍ اسیا ته د دغه هېواد د لاریو د تګ مخه ونیوله.

له بیا بیا خبرو وروسته پاکستان پرون دا لار پرانیسته.

د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د نښلوونکې پټلۍ پر لار نقشه د ۲۰۲۱ کال لومړیو کې درې واړو هېوادونو هوکړه کړې وه..

د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د سیخ و برېښ له امله ۱۴ ماشومان مړه شوي دي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۳ GMT+۰

په پنجاب کې د سیخ و برېښ (سینه بغل) خطرناکې ناروغۍ د ۱۴ نورو ماشومانو ژوند اخیستی دی. د پنجاب د روغتیا څانګې په خبره، ټوله صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیخ و برېښ ۹۷۹ نوې پېښې راپور شوې دي.

د راپورونو له مخې، یوازې په لاهور کې تزره ورځ ۱۹۷ نوې پېښې ثبتې شوې چې له دې ډلې دوه ماشومان مړه شوي دي.

سږ کال په پنجاب کې د سیخ او برېښ ۱۰ زره ۵۲۰ پېښې راپور شوې، چې په کې ۲۰۸ کسان مړه شوي.

له بلې خوا، یوازې په لاهور کې د سینه بغل ۱۵۷۰ پېښې راپور شوي چې په کې ۴۷ کسان مړه شوي دي.

په پنجاب کې د سینه بغل له امله د مړو شمېر په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی، د تازه شمېرو له مخې په ټوله صوبه کې په یوه ورځ کې د سینه بغل له امله ۱۴ تنه نور ماشومان هم مړه شوي دي.