• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان شیعه عالمانو شورا: د هزاروو د نسل وژنې د کمپاین هدف د اسلامي امارت بدنامول دي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د افغانستان د شیعه عالمانو او مخورو شورا د «هزاروو د نسل وژنې»اعتراضونوه تفرقه اچوونکي وبلل. دې شورا په یوه بیان کې ویلي چې دا کمپاین د "اسلامي امارت د بدنامولو" لپاره پیل شوی او هیڅوک د هزاره په نوم وژل شوي نه دي.

د افغانستان د شیعه عالمانو او مخورو شورا چې داسې ښکاري چې دا اعلامیه یې د طالبانو تر فشار لاندې چمتو کړې، د هزاره ګانو د "نسل وژنې" پراخ کمپاین "لویدیځو یرغلګرو او د هغوی ګوډاګیانو" ته منسوب کړی چې په وینا یې دغه کمپاین په افغانستان کې د قومي شخړو د پیلولو لپاره پیل شوی دی.

دغې شورا ادعا کړې چې ډېری غړي یې هزاره دي او دا اقدام په کلکو ټکو غندي.

دغې ډلې نن په خپله خبرپاڼه کې د دغه کمپاين تنظيموونکي "بهرني" او "غير افغان" بللي او ويلي يې دي چې د هزاروو د نوي نسل مغول د تنظيم په څېر د حرکتونو له لارې تنظيم شوي دي.

د هزاره ګانو نوي نسل مغل تنظیم او د هزاره ګانو نړيواله شورا چې اولنی یې "د پاکستان د ګټو ساتنه کوي." او دويم يې "د لويديځوالو د لاس اله" ده.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې په دغه غورځنګ کې يو څو تنه هغه افغانان شامل دي چې کلونه کلونه يې د هزاره ټولنې د مشر لقب په خپل لاس کې درلود او د تفرقې او نفاق د رامنځته کولو او د ولس او خلکو د رايو د پلورلو ترڅنګ يې د شیعه او هزاره ټولنه په ګوندونو او "کمیشنکارانو ویشله چې د دې توکم لپاره یې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده."

دغه بنسټ ویلي، چې شیعه ټولنه او هزاره له دغو کسانو کرکه لري او دوی خپل استازي او مشران نه ګڼي.

دغې شورا د خپلې اعلامیې په یوه بله برخه کې د طالبانو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغې ډلې د شیعه ګانو د امنیت د تامین او په کابل او ولایتونو کې د خپلو ټولو فعالیتونو د امنیت د پوښښ په برخه کې شپه او ورځ صادقانه کار کړی دی. خلک له طالبانو مننه کوي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې غړي یې له ټولو ولایتونو او ولسوالیو څخه دي او دا بنسټ داسې نښه نه لري چې «د افغانستان په کوم ځای کې یو څوک د هزاره توب په تور وژل شوي وي».

په تېره اوونۍ کې د اروپا، امریکا او د نړۍ له نورو برخو څخه یو شمېر افغانانو په افغانستان کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» او د دشت برچي په هزاره سیمه کې د نجونو او ښځو د نیولو پر ضد لاریون وکړ.

د جمهوریت په څېر د طالبانو واکمنېدو سره هم په کابل او ولایتونو کې د هزاره مېشتو سیمو اوسېدونکي د چاودنو هدف ګرځېدلي.

دغه راز په دې وروستيو اونيو او مياشتو کې د کابل په لويديځ کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو خپلسري نيول زيات شوي دي. نیول کېدل یې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۳ میلادي کال په وروستیو دریو میاشتو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما له خوا په تازه چمتو شوي راپور کې یوناما ویلي چې دغه نیول کېدل به خطرناکې پایلې ولري.

د بشري حقونو د څار د ښځو د برخې مرستیالې هدربار په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې له نجونو او ښځو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د خوست او متحده عربي اماراتو ترمنځ بیا الوتنې پیل شوې

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت وايي، نن له خوست څخه د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې پیل شوې. دا وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت دا الوتنې به اونۍ کې دوه ځلې جمعه او دوشنبه ترسره کېږي.

د طالبانو دا اعلامیې له مخې دا الوتنې به په متحده اماراتو کې اوسيدونکو افغانانو او نورو مسافرو ته ډير سهولتونه رامنځته کړي.

درې ورځې مخکې اریانا افغان هوايي شرکت ویلی و، د خوست او متحده اماراتو ترمنځ د کابل له لارې الوتنې پیلوي

د اریانا افغان هوايي شرکت دغه نوښت خوستوال چې ډېری ځوانان یې په متحده عربي اماراتو کې مسافر دی خوشال کړي دي.

که څه هم طالبانو ویلی چې خوست ته دا لومړنی نړیوال پرواز دی، خو دا پروازونه د اشرف غني په واکمنۍ کې پیل شوي وو.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون د طالبانو له خوا د رسنوالو پرلپسې بندي کول وغندل

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۰

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو له خوا د رسنوالو پرله پسې احضارول او نیول وغندل. دغه سازمان وايي، د رسنیو د ځپلو په دوام د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې طآلب استخباراتو ۳ خبریالان په کابل نیولي. دې سازمان د عزت الله ځواب نیولو ته اشاره نه ده کړې، چې له ۳ ورځو راهیسې بندي دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) د جاپان د کېوټو خبري اژانس د خبریال احسان الله اکبري نیول کېدو ته اشاره کړې، چې د طالبانو له بند نه ۹ ورځې وروسته خوشD شو.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د احسان الله اکبري نیول کېدل غندلي او ویلي یې وو، دا نیول د رسنیو له قانون کلکه سرغړونه ده، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د شکایتونو کمېسون باید له حقونو څخه د سرغړونې پیښې په جدي توګه وڅاري."

د دغه بنسټ په وینا، د جنورۍ په ۱۸مه په یوه بله جلا پېښه کې طالبانو د رسنیو دوه کارکوونکي راوغوښتل او بیا یې بندیان کړل.

په نیول شویو کسانو کې د ( ګردش اطلاعات ) مسوول او مدیر عبدالحق حمیدي او د دغې رسنۍ څښتن احمد جاوید رسولي شامل دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو دا کړنې "غیرقانوني" او د افغان رسنیو د ډارولو او خاموشه کولو په موخه بللې دي.

دغه بنسټ همداراز ټینګار کړی چې طالبان غواړي د بیان د ازادۍ خوندي ځای نور هم کم کړي.

د خبریالانو نړیوال سازمان د لیکوال او شاعر او د مینې مجلې چلوونکي عزت الله ځواب نیولو ته اشاره نه ده کړې.

د ښاغلي ځواب کورنۍ وايي، نوموړی له کابل څخه د چارشنبې په ورځ ننګرهار ته پر لار طالبانو له موټر کوز کړی او له هغه راهیسې ور سره بندي دی.
​

د پاکستان د لوی درستیز ګواښونکې څرګندونې او د طالب چارواکو چوپتیا

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له جدي ګواښونو ۴۸ ساعته تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. جنرال عاصم منیر طالبان مخاطب کړل او ویې ویل چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی او خبرداری یې ورکړ چې که اړتیا پېښه شي نو ټول افغانستان به وران کړي.

که څه هم د دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د رییس په ګډون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو غبرګون ښودلی، خو طالب چارواکي چوپه خوله دي.

د طالبانو د چوپتیا لامل لا هم معلوم نه دی. په افغانستان کې له څه باندې دوو کلونو راهیسې چې طالبان واک ته ورسېدل، د اسلام اباد د تمې خلاف، دغې ډلې د دغه هېواد په خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی. برعکس پاکستاني چارواکو طالبان تورن کړي چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځي ورکړي دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځه د طالبانو په اړیکو کې ترینګلتیا وخت په وخت د ډیورنډ کرښې په اږدو کي د نښتو لامل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکونو پر سر اختلافات هم د دې لامل شوي چې څو ځلې لارې تړل شوې دي.

خو د پخوانیو لفظي شخړو برعکس، چې تر ډېره یې د پاکستاني طالبانو له خوا د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو په تورونو تاکید کړی وو، اوس د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي طالبانو ته ګواښ کړی، چې پاکستان ته دې نه ګوري، که نه دا هېواد "د هر څه قربانۍ ته چمتو دی".

عاصم منیر د چهارشنبې په ورځ له پاکستاني محصلینو سره په خبرو کې وویل: "کله چې د پاکستاني اتباعو د امنیت او خوندیتوب مسله په کې شامله وي، [که اړتیا وي]، ټول افغانستان له منځه تللی شي."

د ایکسپریس ټریبیون په وینا، هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ به هغه کسان تعقیب کړي چې د "پاکستان پر ماشومانو" بریدونه کوي.

که څه هم د طالبانو رسمي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې ډلې یو شمېر سیمه ییزو قوماندانانو په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان عبدالحميد خراساني وايي، که د طالبانو مشر ورته اجازه ورکړي، نو دوی به پاکستان "د ځمکې له مخ پاک کړي".

هغه په ​​یوه ویډیو کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې، ویلي چې پاکستان باید له ملا هبت الله اخندزاده څخه مننه وکړي، ځکه د ده په وینا که د طالبانو مشر اجازه ورکړي، د دې ډلې جنګیالي به د ځمکې له نقشې څخه پاکستان ورک کړي.

هغه زیاته کړه چې ډیر ژر به د ټي ټي پي مجاهدین د پاکستان حکومت نسکور کړي.

د ملا عمر په دوره کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف هم د جنرال منیر پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي ضعیف په ایکس چینل کې لیکلي چې دی په ګوانتانامو کې له سلګونو پاکستانیانو سره بندي وو چې د ده په ګډون ډېری یې د پاکستان د استخباراتو له خوا پر امریکا پلورل شوي وو.

دغه طالب پلوي د عافیه صدیقي په نوم د یوې مېرمنې یادونه کړې، چې د ده په وینا دغو جنرالانو هغه په ​​کفارو پلورلې، چې اوس هم د امریکایانو په بند کې ده.
​

طالبان وايي د خوست او کابل ترمنځ الوتنې پیل شوې

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت نن له کابل څخه خوست ته د الوتنو پیلېدو خبر ور کړ او وايي، اونۍ کې به ده الوتنې ولري. دا وزارت وايي، هره جمعه او دوشنبه به له کابل څخه خوست او همدارنګه شنبه او سه شنبه به له خوست څخه کابل ته الوتنې ترسره کيږي.

د طالبانو دا اعلامیه په داسې حال ده چې درې ورځې مخکې اریانا افغان هوايي شرکت ویلی و، د خوست او متحده اماراتو ترمنځ د کابل له لارې الوتنې پیلوي.

د اریانا د اعلامیې له مخې، دا الوتنې به هره دوشنبه د کابل- خوست - العین ترمنځ وي او د شنبې او سې شنبې په ورځ به د العین- خوست – کابل ترمنځ وي.

د اریانا افغان هوايي شرکت دغه نوښت خوستوال چې ډېری ځوانان یې په متحده عربي اماراتو کې مسافر دی خوشال کړي دي.

که څه هم طالبانو ویلی چې خوست ته دا لومړنی نړیوال پرواز دی، خو دا پروازونه د اشرف غني په واکمنۍ کې پیل شوي وو.

د جمهوریت پر مهال د ناامنۍ له امله هم د خوست او کابل ترمنځ اونیزې الوتنې وې، خو د طالبانو راتلو سره بندې شوې وې.

د خوست او کابل ترمنځ لنډ واټن او امنیت ته په پام ښايي څوک الوتکو کې تګ ته زړه ښه نه کړي.

د پاکستان لوی درستیز ولې پټکې کوي؟

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

د تېرې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستیز اصف منیر د ځوانانو یوې غونډې ته په خطاب کې د افغانستان په اړه ډېرې توندې خبرې وکړې. د هند او حتا ایران په اړه یې هم چې څه وویل، نرمي پکې نه وه.

ده د افغانستان په اړه وویل چې د ایکي یوه پاکستاني ژوند ورته تر ټول افغانستان مهم دی. ده د هند په اړه هم د نهېلۍ خبرې وکړې. ویې ویل، هند د پاکستان له مفهوم سره روغه نه ده کړې نو څنګه ورسره روغه وکړو؟

که څه هم د ایران خارجه وزیر د پاکستاني لوري په بلنه اسلام اباد ته را روان دی خو د ایران په اړه خبره کې یې هم کتره کنایه وه.

ده وویل، ایران زموږ ورور اسلامي هېواد دی، په مونږ د دوی احترام لازم دی خو په هغوی هم زموږ احترام لازم دی. که په دوی زمونږ احترام لازم نه وي نو بیا به دغه شان حالت وي، لکه څنګه چې څو ورځې مخکې و.

جنرال منیر ولې دومره توند غږېږي؟

یو ځواب دا دی چې جنرال منیر په خپلو نورو ویناوو کې هم توند غږېدلی دی. دی ظاهرا تر سیاست په هغه سوټي زیاته تکیه کوي چې د پاکستان لوی درستیزان یې په لاسونو کې ګرځوي.

د تېر کال د مې په نولسمه نېټه زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې «یو چا را سره د پاکستان په سیالکوټ کې د دغه هېواد د پوځ عالیرتبه افسرانو ته د جنرال منیر خبرې شریکې کړې. زه د پاکستان د اینده په اړه هسې هم اندېښمن یم خو د لوی درستیز د خبرو اورېدو یقیني کړم چې د پاکستان حالات واقعا خطرناک دي.»

خلیلزاد زیاتوي چې دغسې دمدمي مزاجه، مغرور او عصباني سړی باید د یوه ملک لوی درستیز نه وي.

جنرال اصف منیر چې د پاکستان د نورو لوی درستیزانو برخلاف یې، په لویدیځ کې لوړې زدکړې نه دي کړي، په داسې وخت کې لوی درستیز شو چې دغه هېواد په سیاسي او اقتصادي بحران کې ایسار و او امنیتي اوضاع هم د ډاډ وړ نه وه.

له ده څخه طبعا لویه غوښتنه دا وه چې امنیتي حالات سم کړي خو پر عکس، د ده له راتلو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت لا خراب شوی دی. نو دی که یو څه د شخصیت په لحاظ عصباني وي، یو څه حالاتو هم عصباني کړی دی.

لکه څنګه چې مونږ په افغانستان کې په سترګو ولیده او دغه شان د نړۍ د نورو هېوادونو تجربه ښیي، چریکي جګړه مار چې په یوه ملک کې د پښو ایښودلو ثابت ځای ومومي، بیا یې ختمول ډېره قرباني او ډېر امکانات غواړي.

په بلوچستان ایالت کې، چې د پاکستان د ټولې خاورې څلورڅلوېښت فیصده جوړوي، د پاکستان د دولت کنټرول ډېر کمزوری دی. کمزوری په دې مانا چې په ګڼو کلیوالو سیمو کې شورشیان محسوس یا نامحسوس حضور لري او پولیس هلته عادي تګ راتګ نه شي کولای.

دغه شان په ښارونو او ان د بلوچستان په مرکز کوټه کې په دوامداره ډول بریدونه کېږي. دغه شان د پښتونخوا ایالت وضعیت تر بلوچستانبهتره نه دی او کله نا کله په جنوبي پنجاب او ان کراچۍ کې د ترورستي پېښو خبرونه اورېدل کېږي.

په پاکستان کې د ناامنیو د ختمېدو توقع تر بل هر چا زیات له جنرال منیر نه کېږي او دی طبعا په خپلو اوږو باندې د دې توقع بار احساسوي او ناکراره کوي یې.

د جنرال منیر تونده لهجه نه یوازې د قهر بلکې د یوه سیاسي مصلحت پایله هم ده. دی غواړي چې په اوضاع باندې ځان مسلط وښيي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې هر څه یې په کنټرول کې دي.

دغسې ډاډ ته ځکه ضرورت شته چې دوامدارو امنیتي پېښو نه یوازې د خلکو بلکې د امنیتي پرسونل روحیه خرابه کړې ده.

د پښتونخوا او بلوچستان په اړه ځينې رپورټونه وایي چې هلته که څه هم بې روزګاري زیاته ده، خو ځوانان د پخوا برعکس، د پولیسو په لیکو کې شاملېدلو ته ډېر زړه نه ښه کوي.

شورشونه او غلچکي بریدونه چې په یوه هېواد کې دوامداره شي، په روحیې باندې ډېر منفي اثر کوي او جنرال منیر د یوه پوځي په توګه، له شورشیانو او ترهګرو سره په روانه جګړه کې، د روحیې د ساتلو په اهمیت تر بل هر چا ښه پوهېږي.

ده د چهارشنبې په ورځ په خپله تونده وینا کې شکایت وکړ چې د سوشل مېډیا له لارې د نهیلي او بې ثباتي لپاره پروپاګنډ کېږي.

خو واقعیت دا دی چې که اقتصادي حالت ښه وي او امنیتي ګواښونه موجود نه وي نو د سوشل مېډیا تبلیغات ناامیدي نه شي خپرولی.

جنرال منیر دا هم وویل چې پوځ له تروریزم نه جګړه ګټلای شی خو د ټول ملت ملاتړ ته اړتیا ده. مطلب دا چې دی د روحیې د کمزورۍ وېره لري او دا وېره یې په ځای ده مګر د دې وېرې د کمېدو لپاره چې دی په کوم ډول خبرې کوي، هغه شاید په پاکستان کې اندېښنې لا زیاتې کړي.

لکه څنګه چې مو وویل، ده هند بېخي د پاکستان د موجودیت دښمن وباله او دې ته ورته خبره یې د افغانستان په اړه هم وکړه. ده وویل چې افغانستان هیڅوخت له مونږ سره دوست نه و او مشکل دا دی چې زموږ خلک تاریخ نه لولي.

د ده د دې خبرو مانا خو دا راوځي چې دی له طالبانو سره نه بلکې له افغانستان سره مشکللري، یانې مشکل د لنډې مودې لپاره نه دی. د جنرال منیر دغسې څرګندونې د پاکستاني طالبانو د حمایت په اړه د ده ادعا هم کمزورې کولای شي، ځکه ستونزه همېشنۍ بولي.

پاکستان به په راتلونکو اونیو کې یو بل حکومت ولري خو څرنګه چې له امنیت، ستراتیژیکو مسایلو او خارجي سیاست سره اړوند موضوعات په دودیز ډول د دغه هېواد د پوځ په کنټرول کې دي نو د افغانستان په مقابل کې د پاکستان رویه به بدله نه شي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د ټي، ټي، پي جګړه مارو ته یې پناه نه ده ورکړې او د دوی د ادعا په ملاتړ کې دا خبره کولای شو چې پاکستان که په ایران کې د مخالفو بلوڅانو ښځې او ماشومان هم په توغندیو وژني، نو دلته په افغانسان کې خپلو مخالفو جګړه مارو ته ولې صبر کوي؟

داسې ښکاري چې که د ټي ټي پي جګړه مار په افغانستان کې حضور هم ولري، دا حضور ډېر محدود دی. کېدای شي ووایو چې د افغانستان خلاف د جنرال منیر توندې خبرې به د امنیت په ساحه کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره وې.

البته، که افغانستان په واقعي مانا حکومت لرلای او داسې کسان ورباندې واکمن نه وای چې له ښځو سره دښمني او نورې ډېرې چارې یې خپلو خلکو او دنیاوالو ته د خندا وړ دي، نو هاله به جنرال منیر له خپل ټول عصبانیت سره سره یو څه احتیاط کولای.

د جنرال منیر له خبرو یوه ورځ وروسته د پاکستان د خارجه وزارت سکرټري سجاد قاضي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې په سیالکوټ کې یې د لږ تر لږه دوه پاکستانیانو په ترور کې د هند د حکومت د لاس لرلو په اړه موثق اسناد موندلي دي.

هغه جنرال منیر چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوه پاکستاني د ژغورنې لپاره د ټول افغانستان د بربادۍ خبره کوله، د پنجشنبې په ورځ یې د دوو پاکستانیانو په وژلو تورن کړي هندوستان ته څه ونه ویل.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.