• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د خوست او کابل ترمنځ الوتنې پیل شوې

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ټرانسپورټ وزارت نن له کابل څخه خوست ته د الوتنو پیلېدو خبر ور کړ او وايي، اونۍ کې به ده الوتنې ولري. دا وزارت وايي، هره جمعه او دوشنبه به له کابل څخه خوست او همدارنګه شنبه او سه شنبه به له خوست څخه کابل ته الوتنې ترسره کيږي.

د طالبانو دا اعلامیه په داسې حال ده چې درې ورځې مخکې اریانا افغان هوايي شرکت ویلی و، د خوست او متحده اماراتو ترمنځ د کابل له لارې الوتنې پیلوي.

د اریانا د اعلامیې له مخې، دا الوتنې به هره دوشنبه د کابل- خوست - العین ترمنځ وي او د شنبې او سې شنبې په ورځ به د العین- خوست – کابل ترمنځ وي.

د اریانا افغان هوايي شرکت دغه نوښت خوستوال چې ډېری ځوانان یې په متحده عربي اماراتو کې مسافر دی خوشال کړي دي.

که څه هم طالبانو ویلی چې خوست ته دا لومړنی نړیوال پرواز دی، خو دا پروازونه د اشرف غني په واکمنۍ کې پیل شوي وو.

د جمهوریت پر مهال د ناامنۍ له امله هم د خوست او کابل ترمنځ اونیزې الوتنې وې، خو د طالبانو راتلو سره بندې شوې وې.

د خوست او کابل ترمنځ لنډ واټن او امنیت ته په پام ښايي څوک الوتکو کې تګ ته زړه ښه نه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لوی درستیز ولې پټکې کوي؟

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۰
•
صفدر سلېمانخېل

د تېرې چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستیز اصف منیر د ځوانانو یوې غونډې ته په خطاب کې د افغانستان په اړه ډېرې توندې خبرې وکړې. د هند او حتا ایران په اړه یې هم چې څه وویل، نرمي پکې نه وه.

ده د افغانستان په اړه وویل چې د ایکي یوه پاکستاني ژوند ورته تر ټول افغانستان مهم دی. ده د هند په اړه هم د نهېلۍ خبرې وکړې. ویې ویل، هند د پاکستان له مفهوم سره روغه نه ده کړې نو څنګه ورسره روغه وکړو؟

که څه هم د ایران خارجه وزیر د پاکستاني لوري په بلنه اسلام اباد ته را روان دی خو د ایران په اړه خبره کې یې هم کتره کنایه وه.

ده وویل، ایران زموږ ورور اسلامي هېواد دی، په مونږ د دوی احترام لازم دی خو په هغوی هم زموږ احترام لازم دی. که په دوی زمونږ احترام لازم نه وي نو بیا به دغه شان حالت وي، لکه څنګه چې څو ورځې مخکې و.

جنرال منیر ولې دومره توند غږېږي؟

یو ځواب دا دی چې جنرال منیر په خپلو نورو ویناوو کې هم توند غږېدلی دی. دی ظاهرا تر سیاست په هغه سوټي زیاته تکیه کوي چې د پاکستان لوی درستیزان یې په لاسونو کې ګرځوي.

د تېر کال د مې په نولسمه نېټه زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې «یو چا را سره د پاکستان په سیالکوټ کې د دغه هېواد د پوځ عالیرتبه افسرانو ته د جنرال منیر خبرې شریکې کړې. زه د پاکستان د اینده په اړه هسې هم اندېښمن یم خو د لوی درستیز د خبرو اورېدو یقیني کړم چې د پاکستان حالات واقعا خطرناک دي.»

خلیلزاد زیاتوي چې دغسې دمدمي مزاجه، مغرور او عصباني سړی باید د یوه ملک لوی درستیز نه وي.

جنرال اصف منیر چې د پاکستان د نورو لوی درستیزانو برخلاف یې، په لویدیځ کې لوړې زدکړې نه دي کړي، په داسې وخت کې لوی درستیز شو چې دغه هېواد په سیاسي او اقتصادي بحران کې ایسار و او امنیتي اوضاع هم د ډاډ وړ نه وه.

له ده څخه طبعا لویه غوښتنه دا وه چې امنیتي حالات سم کړي خو پر عکس، د ده له راتلو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت لا خراب شوی دی. نو دی که یو څه د شخصیت په لحاظ عصباني وي، یو څه حالاتو هم عصباني کړی دی.

لکه څنګه چې مونږ په افغانستان کې په سترګو ولیده او دغه شان د نړۍ د نورو هېوادونو تجربه ښیي، چریکي جګړه مار چې په یوه ملک کې د پښو ایښودلو ثابت ځای ومومي، بیا یې ختمول ډېره قرباني او ډېر امکانات غواړي.

په بلوچستان ایالت کې، چې د پاکستان د ټولې خاورې څلورڅلوېښت فیصده جوړوي، د پاکستان د دولت کنټرول ډېر کمزوری دی. کمزوری په دې مانا چې په ګڼو کلیوالو سیمو کې شورشیان محسوس یا نامحسوس حضور لري او پولیس هلته عادي تګ راتګ نه شي کولای.

دغه شان په ښارونو او ان د بلوچستان په مرکز کوټه کې په دوامداره ډول بریدونه کېږي. دغه شان د پښتونخوا ایالت وضعیت تر بلوچستانبهتره نه دی او کله نا کله په جنوبي پنجاب او ان کراچۍ کې د ترورستي پېښو خبرونه اورېدل کېږي.

په پاکستان کې د ناامنیو د ختمېدو توقع تر بل هر چا زیات له جنرال منیر نه کېږي او دی طبعا په خپلو اوږو باندې د دې توقع بار احساسوي او ناکراره کوي یې.

د جنرال منیر تونده لهجه نه یوازې د قهر بلکې د یوه سیاسي مصلحت پایله هم ده. دی غواړي چې په اوضاع باندې ځان مسلط وښيي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې هر څه یې په کنټرول کې دي.

دغسې ډاډ ته ځکه ضرورت شته چې دوامدارو امنیتي پېښو نه یوازې د خلکو بلکې د امنیتي پرسونل روحیه خرابه کړې ده.

د پښتونخوا او بلوچستان په اړه ځينې رپورټونه وایي چې هلته که څه هم بې روزګاري زیاته ده، خو ځوانان د پخوا برعکس، د پولیسو په لیکو کې شاملېدلو ته ډېر زړه نه ښه کوي.

شورشونه او غلچکي بریدونه چې په یوه هېواد کې دوامداره شي، په روحیې باندې ډېر منفي اثر کوي او جنرال منیر د یوه پوځي په توګه، له شورشیانو او ترهګرو سره په روانه جګړه کې، د روحیې د ساتلو په اهمیت تر بل هر چا ښه پوهېږي.

ده د چهارشنبې په ورځ په خپله تونده وینا کې شکایت وکړ چې د سوشل مېډیا له لارې د نهیلي او بې ثباتي لپاره پروپاګنډ کېږي.

خو واقعیت دا دی چې که اقتصادي حالت ښه وي او امنیتي ګواښونه موجود نه وي نو د سوشل مېډیا تبلیغات ناامیدي نه شي خپرولی.

جنرال منیر دا هم وویل چې پوځ له تروریزم نه جګړه ګټلای شی خو د ټول ملت ملاتړ ته اړتیا ده. مطلب دا چې دی د روحیې د کمزورۍ وېره لري او دا وېره یې په ځای ده مګر د دې وېرې د کمېدو لپاره چې دی په کوم ډول خبرې کوي، هغه شاید په پاکستان کې اندېښنې لا زیاتې کړي.

لکه څنګه چې مو وویل، ده هند بېخي د پاکستان د موجودیت دښمن وباله او دې ته ورته خبره یې د افغانستان په اړه هم وکړه. ده وویل چې افغانستان هیڅوخت له مونږ سره دوست نه و او مشکل دا دی چې زموږ خلک تاریخ نه لولي.

د ده د دې خبرو مانا خو دا راوځي چې دی له طالبانو سره نه بلکې له افغانستان سره مشکللري، یانې مشکل د لنډې مودې لپاره نه دی. د جنرال منیر دغسې څرګندونې د پاکستاني طالبانو د حمایت په اړه د ده ادعا هم کمزورې کولای شي، ځکه ستونزه همېشنۍ بولي.

پاکستان به په راتلونکو اونیو کې یو بل حکومت ولري خو څرنګه چې له امنیت، ستراتیژیکو مسایلو او خارجي سیاست سره اړوند موضوعات په دودیز ډول د دغه هېواد د پوځ په کنټرول کې دي نو د افغانستان په مقابل کې د پاکستان رویه به بدله نه شي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د ټي، ټي، پي جګړه مارو ته یې پناه نه ده ورکړې او د دوی د ادعا په ملاتړ کې دا خبره کولای شو چې پاکستان که په ایران کې د مخالفو بلوڅانو ښځې او ماشومان هم په توغندیو وژني، نو دلته په افغانسان کې خپلو مخالفو جګړه مارو ته ولې صبر کوي؟

داسې ښکاري چې که د ټي ټي پي جګړه مار په افغانستان کې حضور هم ولري، دا حضور ډېر محدود دی. کېدای شي ووایو چې د افغانستان خلاف د جنرال منیر توندې خبرې به د امنیت په ساحه کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره وې.

البته، که افغانستان په واقعي مانا حکومت لرلای او داسې کسان ورباندې واکمن نه وای چې له ښځو سره دښمني او نورې ډېرې چارې یې خپلو خلکو او دنیاوالو ته د خندا وړ دي، نو هاله به جنرال منیر له خپل ټول عصبانیت سره سره یو څه احتیاط کولای.

د جنرال منیر له خبرو یوه ورځ وروسته د پاکستان د خارجه وزارت سکرټري سجاد قاضي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ادعا وکړه چې په سیالکوټ کې یې د لږ تر لږه دوه پاکستانیانو په ترور کې د هند د حکومت د لاس لرلو په اړه موثق اسناد موندلي دي.

هغه جنرال منیر چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوه پاکستاني د ژغورنې لپاره د ټول افغانستان د بربادۍ خبره کوله، د پنجشنبې په ورځ یې د دوو پاکستانیانو په وژلو تورن کړي هندوستان ته څه ونه ویل.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.


د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې «نۍ» خپل فعالیتونه د لنډې مودې لپاره وځنډول

۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د دغې ادارې مشر عبدالمجیب خلوتګر د یوه ويډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې د سیاسي او نابرابره شرایطو له امله د دوی د مشرتابه پلاوي پرېکړه کړې چې سر له همدغې میاشتې به د لنډمهال لپاره د افغانستان دننه خپل فعالیت ودروي.

خو نوموړي هیله مندي ښودلې چې:« په راتلونکې کې به په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیزو شرایطو له بدلېدو سره سم به خپلو فعالیتونو ته د پخوا په شان دوام ورکړو .»

هغه که څه هم د دغه دفتر د بندېدو په اړه زیات جزییات نه دي په ډاګه کړي؛ خو همدومره یې ویلي، چې د نۍ اداره به په دې اړه په مناسب فرصت کې بشپړ جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

دغې ادارې ۱۸ کاله د افغانستان د ازاده رسنیو او د خبریالانو د ملاتړې ادارې په توګه یې فعالیت لاره.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نامساعده شرایطو له کبله د خبریالانو د خوندیتوب کمیټو او ځینو ملاتړو ادارو له افغانستانه بهر په تبعید کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

دا مهال په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان تر سختو فشارونو او بندیزونو لاندې دي، چې ډېریو خبریالانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړي او د خبریالانو خپل سرې نیونې هم زیاتې شوې دي.

د دغې ډلې له بیا واکمنېدو سره ډېری رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې هم دي.

اتمر: د جنرال منیر څرګندونې به د دواړو هیوادونو پر اړېکو بدې پایلې ولري

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر ناسمې څرګندونې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو بدې پایلې ولري.

ښاغلي اتمر د پنجشنبې په ورځ خپره کړې اعلامیه کې ویلي: “د پاکستان په ملي امنیت کې د جنرال منیر مهم رول ته په پام سره د هغه څرګندونې باید نه یوازې د دې هیواد د کورنیو او بهرنیو پالیسیو په جوړولو کې، بلکه د افغانستان، ګاونډیانو او نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې راپورته کړي.”

د چهارشنبه په ورځ؛ جنرال منير د پوهنتونونو زده کونکو سره د یوې غونډې کې، ویلي و چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.
عاصم منیر طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې «مونږ چمتو یو هر څه قرباني کړو.»

نوموړي دغه راز ویلي و چې کله چې د یوه پاکستاني وګړي بحث رامنځته کیږي، نو د اړتیا په صورت کې ټول افغانستان له منځه وړلی شي.
هغه ادعا کړې ووه چې پاکستان پنځوس کاله پنځه میلیونه افغانانو ته ډوډۍ ورکړې ده.

ښاغلي اتمر په خپره کړې اعلامیه کې د جنرال منیر هغه څرګندونې چې ویلي و: "د یو پاکستانی ژوند د ټول افغانستان څخه ډیر مهم دی" غیرمسوولانه بللي او ویلي یې دي‌ چې د افغانستان خلکو هیڅکله پاکستان ته هیڅ زیان نه دی رسولی او نه یې د زیان رسولو اراده لرلې ده. هغه زیاته کړې چې افغانانو د لسیزو راهیسې د مهاجرینو په توګه د پاکستان د خلکو او د هغوی د ملاتړ ستاینه کړې ده.

ښاغلي اتمر د جنرال منير دا ادعا چې "په بلوچستان کې اورپکي له اوږدې مودې راهيسې له افغانستانه ملاتړ تلاسه" بې بنسټه بللې او د پاکستان د پوځ د لوړ پوړو چارواکو دا ډول څرګندونې یې نا مسووله او افغانانانو ته سپکاوی په ګوته کړی دی.

نوموړي ویلي چې اوس دا وخت رارسیدلی چې د پاکستان پوځ خپلو خلکو سره صادقانه برخورد وکړي او په دې پوه شي چې د ګاونډیو پر وړاندې د ترهګرې د تمویل سیاست یې ناکام شوی دی. د هغه په وینا، په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان او په افغانستان کې ښکیلو ۴۰ هیوادونو د ترهګرۍ د ملاتړ د عواقبو په اړه پاکستان ته خبرداری ورکړی و، خو پاکستان دغه خبرداري له پامه غورځولي و.

راشد خان د ملا له عملیات وروسته د پاکستان په سوپر لیګ کې د احتیاط له مخې نه لوبیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د ملا له عملیات وروسته د احتیاط له مخې د پاکستان له سوپر لیګ څخه وتلی او په دغه لیګ کې به ونه لوبیږي.‌

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ په تېرو درېیو فصلونو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبیدلی و او په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې سرلیګونه ګټلي وو.

هغه د ډسمبر په میاشت کې د لیګ له خوا د لوبیدونکو لوبغاړو په ډله کې شامل شوی و؛ خو دا باور هم موجود و، چې ښايي د ۲۰۲۴ کال په لوبلړیو کې لوبه ونه کړي.

نوموړی په تېر نومبر میاشت کې د ترسره شوي عملیات څخه وروسته د احتیاط لپاره په رسمي توګه له دغه ټورنمنټ څخه وتلی دی.

د پاکستان قلندرز لوبډله کولی شي، چې د راشد په ځای بل لوبغاړی خپلې ډلې ته اضاله کړي.‌

راشد د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې د هند شل اوریزو لوبو لړۍ په جریان کې د خپلو افغان ټیم له ملګرو سره هند ته سفر کړی و؛ خو د عملیات وروسته د درملنې د پروسې له امله یې په لوبو کې ګډون ونه کړ.

هغه تر دې وړاندې د بیګ باش او سویلي اسیا په شل اوریزو سیالیو کې هم د نه ګډون فیصله کړې وه.‌

افغان ډلې مشر روزونکي جوناتن ټراټ ویلي: "مونږ غواړو ځان ډاډه کړو، چې د هغه د ملا سره له پوره احتیاطه کار اخلو."

ټراټ وايي: "هغه یو بانفوذه لوبغاړی دی؛ موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغه سل په سلو کې لوبو ته چمتو دی او روغتیا ته یې اندېښنه نه شته. کله چې هغه اماده شو، لومړۍ کس به وي چې د کرکټ میدان ته به راګرځي. یو څو نورې معاینې او ټسټونه یې باید وشي؛ تر څو چې اطمینان حاصل چې هر څه ښه پرمخ روان دي. زه هیله لرم چې هغه ژر لوبو ته راستون شي، مګر مونږ په دې کې بېړه نه کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: موږ د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څارو

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو اړوند سرغړونې جدي څاري او په دغه برخه کې د امریکا استازي کار کوي.

ویډانټ پټیل په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې په دغه برخه کې به امریکا خپلې نه ستړې کېدونکو هلو - ځلو ته دوام ورکوي؛ تر څو امریکا ته ډاډ حاصل شي، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې طالبان ځواب ویوونکي شي.

پټیل زیاته کړه، چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت ښکېل دی او د وزارت د رهبرۍ سربېره د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري هم یاده مساله څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د کابل سربېره په یو شمېر لویو ولایتونو کې د حجاب په پلمه د مېرمنو او نجونو نیول دوام لري.

د یادې مسالې په تړاو ملګرو ملتونو هم خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استارې رینا امیري د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په پار پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ښځې او نجونې له زده‌کړو بې برخې شوې او هیلې یې مړاوې شوې دي.

هغه وایي؛ نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو او نجونو د زده‌کړو د حق په ملاتړ کې همغږې پاتې شي.