د ګټو او موخو په تغیر سره سیاسي او ټولنیز روایتونه بدلېدونکي دي؛ مګر د سیاسي او ټولنیزو روایتونو خشن تغیر بیا د اندېښنې او مکس وړ دی.
نېږدې ۴۰ کاله وړاندې د افغانستان او افغانانو په اړه د پاکستاني روایت پیل له دې وشو چې: ”افغانان مو ورونه دي، موږ د خپلو ورونو ملاتړ کوو او د دوی پر وړاندې د کېدونکي جبر خلاف یو”.
د ورورولۍ دا روایت بیا یو څه لا غښتلی شو او د نور محمد تره کي د واکمنۍ پر مهال پاکستاني سیاستوالو وویل: “افغانان قریش دي او موږ انصار، لکه څنګه چې انصارو قریشو ته پناه ورکړې وه موږ افغانانو ته پناه ورکوو”.
دغه روایت نسبتاً ډېره موده دوام وکړ او د افغان کډوالو پر سر راتلونکي میلیاردونه ډالر د پاکستاني اسټبلیشمینټ پر استحکام مصرف شو او یوازې پاتې شونې یې افغانانو ته ورکړل شوې.
د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته پاکستانی سیاسي روایت د افغانانو پر وړاندې نوی رنګ خپل کړ او له خپل منځي شخړو وروسته د طالبانو د لومړي ځل رامنځته کېدو سره سم دوی په افغانستان کې د مطلق اسلامي نظام غوښتونکي شول.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو او وروستیو میاشتو کې د پاکستان سیاست لکه تور او سپین داسې توپیر درلوده او کله چې ناټو افغانستان ته راغله جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې د یوه ډېموکراتیک او ولسواکه نظام ملاتړي او د افراطي ډلو مخالف دي.
تر ۲۰۰۴ کال پورې پاکستانی روایت د طالبانو خلاف او په افغانستان کې د جمهوري ارزښتونو پر ملاتړ راغوڼډ و؛ مګر د کوېټې شورا له جوړېدو وروسته په عمل او وینا کې تغیر محسوس شو.
پاکستان په ۲۰۰۶ کال کې د وزیرستان او پېښور شوراګانو د جوړېدو لپاره لار هواره کړه او خواره – واره طالبان یې سره بېرته راټول کړل.
له طالبانو ښکاره ملاتړ په ۲۰۱۱ کې برملا او د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر پنځلسمې پورې یې لکه د خوږې ګوتې په کوېټه، پېښور، وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې وساتل.
ان د طالبانو د کابینې په جوړېدو کې یې هم مستقیم رول لروده او د ای اېس ای د رییس د چایو پیاله اوس هم په پاکستاني او افغاني سیاسي حلقو کې د یو دایمي مثال په توګه کاریږي.
د جمهوري دولت له سقوط وروسته د ای اېس ای مشر فیض حمید په کابل کې
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په سیمه ییزه کچ سیمه ییز نظم او په نړۍواله کچه نړۍواله ارډر چلنج او لکه د اوکراین او غزې لویې جګړې رامنځته شوې، چې دې چارې یو شمېر اورپکو ډلو ته هم د لا ښه پرمختګ زمینه برابره کړه.
په پاکستان کې بلوڅ بېلتون پال، ټي ټي پي، الجهاد او ګڼې نورې ډلې بیا فعاله او ځینو نیابتي ډلو په مستقیم ډول هغو وسلو ته لاسرسی پېدا کړ، چې له امریکا څخه په افغانستان کې پاتې شوې وې.
تازه سیمه ییزو بدلونونو د پاکستاني پوځ صلابت هم چلنج کړ او پاکستان په بېساري توګه ناامنه او مخالفې وسلوالې ډلې غښتلې شوې.
پر کډوالو فشار راوړل، جبري ستنونه، د چمن – سپین بولدک پر لارې د وېزې او پاسپورټ جبري کول او پر افغانانو د ناامنیو د رامنځته کولو تورونه د پاکستاني پوځ د خشن روایت ابتدایي نښې وې.
تازه د پاکستان لوی درستیز په یوه بیانیه کې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان د بهرني سیاست د لومړیتوب په اړه ویلي، چې د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.