ایرنا خبري اژانس وایي ایران سږکال افغانستان ته ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات صادر کړي دي

د ایران په سرحدي ښارګوټي تایباد کې یوه سیمه ییز چارواکي ایرنا خبری اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تر جدی میاشتې پورې ۶۷ زره ټنه کرنیز محصولات د اسلام کلا له پولې افغانستان ته صادر شوي دي. دغه چارواکي وويل، په دغو محصولاتو کې سبزي، بېلابېلې تازه او وچې مېوې شاملې دي.