د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې UNDP د جمعې په ورځ - د سلواغۍ ۷مه - په خپور کړي راپور کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ بحران او په ځانګړې توګه د برېښنا کمښت او د هغې پر پایلو کتنه کړې ده.
په دغه راپور کې راغلي، چې د بریښنا کمښت پر اړینو خدماتو لکه روغتیایي اسانتیاوې، ښوونې او روزنې، بشري مرستو او اقتصادي پراختیا باندې بد اغېز لري .
ملګرو ملتونو همدا شان د انرژۍ د تقاضا او عرضې تر منځ نا انډولتوب د افغانستان له بنسټیزو ستونزو څخه ګڼلی دی.
بریښنايي انرژۍ ته د محدود لاسرسۍ له امله، افغانستان په تیلو او جنراتورونو ډیر تکیه کوي او د خپلې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو لکه منځنۍ آسیا او ایران بریښنا ته سخته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د ۷۵ سلنه برېښنا په واردولو سره، یوازې خپله ۴۰ سلنه اړتیا پوره کوي، چې دې کار پر روغتیايي اسانتیاوو او ښوونځیو هم منفي اغېز کړی دی.
د دغه سازمان په وینا، د ولایتونو په روغتونونو کې هم د ورځې له ۵ تر ۶ ساعتونو برېښنا نه وي او ځینې ورځې په ځانګړي ډول په ژمي کې د برېښنا نه شتون تر ۱۲ ساعتونو هم غځیدای شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې د انرژۍ د ننګونو د یوې برخې د حل لپاره یې د لمریزې انرژۍ له پروژې څخه کار اخېستی، چې موخه یې انرژۍ ته د خلکو دوامداره لاسرسي او د هغوی د ژوند ښه کیدل دي.
د دغې طرحې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په ۲۰۲۳ کال کې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ۳۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۵ښوونځیو لپاره د لمریزې انرژۍ سیسټمونه فعال کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، لمریزه انرژي د هوا ککړتیا او ګران بیه جنراتورونو کارولو کچه کموي او د کاربن د تولید مخه نیسي. دغه بنسټ وايي، تر دې دمه یې څه باندې ۶۶۰ کورنیو ته چې د برېښنا له شبکې سره نه دي تړلي، د لمریزې انرژۍ سیسټمونه وېشلي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، دغې پروژې د افغانستان په مرکزي سیمو کې څه باندې ۱۷۲ زره کسانو ته پاکه او ډاډمنه برېښنا برابره کړې ده.