• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمتيار د فلسطين په اړه د هاګ محکمې د پرېکړه هرکلی او د ټول وژنې د مخنيوي غوښتنه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د فلسطين د خلګو په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او دايې د غزې د خلګو لپاره یوه معنوي بريا بللې ده. د هاګ محکمې اسرايیل ته امر کړی، چې په غزه کې د ټول وژنې د مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکميتار د شنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکي، چې د هاګ نړيوالې محکمې پرېکړه د فلسطين لپاره يوه معنوي لاسته راوړڼه ده.

نوموړي دغه پرېکړه د اسراييلو د انزوا په مانا بللې.

هغه زياته کړه: « په غزه کې د مظلومو فلسطينانو د وژنې په اړه د هاګ نړيوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کوم، دا پرېکړه د غزې د مقاومتي مجاهدينو لپاره يوه معنوي بريا ده.»

حکمتيار ليکلي، چې په غزه کې دې د نسل وژنې مخنيوي وشي او غوښتنه یې کړې، چې په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخيستل شي.

هغه ویلي: «په غزه کې د صهيونیسټانو د وحشيانه نسل وژنې د بندولو لپاره لا زياتو، ګټورو او عملي اقداماتو ته اړتيا ده.»

د هاګ نړۍوالې محکمې په پرېکړه کې اسراييلو ته امر شوی، چې په غزه کې دې د ټول وژنې د مخنيوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي؛ خو په پرېکړه کې د اوربند یادونه نده شوې.

د محکمې ټولو قاضيانو دا پرېکړه کړې او ويلي يې دي، چې د فلسطينيانو د وژل کېدو مخه بايد ونيول شي تر څو فلسطينان له فزيکي او رواني زيان وژغورل شي

د فلسطین بهرنیو چارو وزیر هم د هاګ نړیوالې محکمې له لوري اسراییل ته د موقتو اقداماتو د امر هرکلی کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

چينايي رسنۍ: چین له افغانستان سره د نوي سړک پرانیستلو کې له احتیاطه کار اخلي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

چینايي رسنۍ وايي، ښايي بیجینګ د طالبانو هغه هیله پوره نه کړي چې غواړي د بدخشان د واخان له لارې افغانستان د چین له پراخ اقتصاد سره وصل شي. سوت چاینا مارنېنګ پوسټ وايي، د واخان له لارې دا سړک د چین له کورواک سینکیانګ سره نښلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د چین د مبارزې اوله کرښه ده.

د چینایي رسنیو د رپوټ له مخې، طالبانو د افغانستان او چین ترمنځ خپل لومړنی سړک بشپړ کړ، خو شنونکي تمه لري چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

چینايي چارواکو وخت ناوخت له طالبانو سره په لیدنو کې د دې ډلې په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده.

سوت چاینا مارنېنګ وايي، دې پروژې ته د بېجینګ د یوې شکمنې اقتصادي قضيې په توګه ګوري او له احتیاطه ور سره کار اخلي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت وړمه ورځ وویل، د دې سړک ۴۰ کیلومتره برخه یې جوړه او څه کم لس کیلومتره به هم په نږدې وخت کې بشپړه شي.

خو شنونکي په دې باور دي، چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

اوسمهال، چین په سینکیانګ ایالت کې له افغانستان سره په پوله کې کوم ګمرکي تاسیسات نه لري او داسې څه یې نه دي ویلي چې د یوې رسمي سرحدي نقطې د جوړولو وړاندیز وکړي.

اوس یوازې د چین سرحدي ځواکونه د واخان دهلیز په ختیځ کې د وخجیر په سرحدي سیمه کې ګزمې کوي، چې دغه سړک به ترې تېرېږي.

په دغه پروژه شاوخوا ۳۷۰ میلیونه افغانۍ یا څه کم شپږ میلیونه ډالر- لګښت راغلی او د پخواني حکومت لخوا د چینایي پانګونو د راجلبولو په نیت پیل شوې وه.

د دې پنځوس کیلومتره سړک د جوړولو چارې د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې له بدخشان ولایت څخه پیل شوې خو ډېر ژر د طالبانو لخوا د افغانستان د واک د بیرته ترلاسه کولو له امله وځڼډېدې.

خو اوس د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد باختر اژانس ته ویلي چې د سړک د جوړیدو چارې بشپړیدو ته نږدې شوي او د سړک قیر کول به ډیر ژر پیل شي.

د چین د لانژو په پوهنتون کې د سیاست او نړیوالو اړیکو د پوهنځي استاد ژو یونګبیاو وايي، طالبان د دې پروژې په بشپړولو سره غواړي خپلو ګاونډيانو ته وښيي چې دوی د افغانستان د اداره کولو توان لري.

هغه وايي: "دغه سړک پخپله په پراخه کچه په عملي توګه د کاریدو شونتیا او اقتصادي ارزښت نه لري." هغه زياته کړې چې افغانستان د واخان دهليز په لوړو غرونو کې د لويو لارو د جوړولو توان نه لري.

ښاغلی ژو وايي، چين په دغه سيمه کې ګمرکي تاسیسات نه لري، يوازې د وخجير لارې په اوږدو کې سرحدي پوله ساتي ځای پر ځای شوي، او داسې نه بریښي چې چین به دغلته پانګونه وکړي.

هغه وايي: "په دغه سیمه کې د سړک جوړول ډیر ګران او په لنډه موده کې هیڅ اقتصادي ګټه نشي رامنځ ته کولای."

چین د وخجیر سرحد د افغانستان د اورپکو او د چین د شینجیانګ سیمې ترمنځ د ترورېزم ضد لومړۍ کرښه ګڼي.

برازيلۍ: له ملګري پرته افغانستان ته لاړم، طالبانو کومه ستونزه راته جوړه نه کړه، بهرنۍ وم

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۰

یوه ۲۹ کلن برازیلۍ سیلانۍ له يوې اسپانوۍ رسنۍ سره افغانستان ته د خپل سفر خاطرې شریکې کړې دي. ناتالی کاسټرو ویلي، د طالبانو د نظریاتو مخالفه ده؛ خو سره له دې چې بې ملګري افغانستان ته په چکر لاړه، خو «ممکن هغوی په دې خاطر کومه ستونزه ورته جوړه کړې نه وي چې بهرنۍ ده.»

ناتالي کاسټرو له اسپانوي ورځپاني ال پاييس سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه ويلي، چې په پاکستان کې د ويزې غوښتلو پرمهال د طالبانو سفير ورته وويل: « لومړنۍ ښځه ده، چې افغانستان ته بې له ملګري او يوازي ځي.»

اغلې کاسټرو وايي: « ما په پاکستان کې د ویزې غوښتنه وکړه ځکه، چې هلته ارزانه ده؛ خو ما ډېر شکونه او وېره لرله.»

دغه سیلانۍ د خپلو خاطرو او کيسو په ادامه کې وايي: «له یو ساعت انتظار وروسته مې له سفیر سره وکتل، ویې ویل، ناتالي، موږ ستا کارونه، چې ته یې کوې خوښوو او موږ به تاته ويزه درکړو.»

د طالبانو دغه جګپوړي ديپلومات ورته وويل: «نړۍ ته ووايه، چې په افغانستان کې تر جګړې ډېر څه نور شته. موږ تاریخ او کلتور لرو. تاسو لومړنۍ ښځه یاست چې يوازي افغانستان ته د ننوتلو او سفر کولو اجازه لرئ.»

ناتالي کاسټرو یوه خبریاله ده، د ښوونکي او د الماريو جوړونکي لور ده. هغه پلان لري په ۱۸ میاشتو کې ۲۰۰ هېوادونو ته سفر وکړي تر څو د ګینس نړیوال ریکارډ مات کړي.

ویل کيږي په تیرو ۱۶ میاشتو کې د ۱۸۰ هیوادونو له لیدو وروسته هغه سايوپايو کې خپل کور ته را ستنه شوې او د وينې د زيات کمبود له ناروغۍ سره مخ ده.

د اسپانوي ورځپاڼې ال پایيس د راپور له مخې، د ناتالي کاسټرو انا د خپلي لمسۍ د سفر د لګښت لپاره خپل موټر پلورلی دی، ځکه چې د هغې لمسۍ د نړۍ لیدو ته لیواله وه.

ناتالي کاسټرو ویلي، چې ۱۹ ورځې په افغانستان کې وه او کله چې يې پلان درلود له مزارشریف څخه ازبکستان ته ولاړه شي له ستونزو سره مخ شوه.

دغه برازیلۍ ګرځندوی وايي، چې طالبانو د دې د تګ مخه ډب نه کړه، خو ازبک سرحدي ساتونکو ورته د ننوتو اجازه ورنه کړه، چې په وینا یې ځمکنۍ پوله تړل شوې وه.

ناتالي کاسټرو افغانستان ته د خپل سفر د کيسو په دوام وويل، چې د افغانستان وېزه د يو ځل داخلېدو لپاره وه او هغه نه پوهېده، چې بیرته افغانتسان ته داخلېدای شي او که نه.

دغې مسافرې نجلۍ زیاته کړه: «له سوال کولو وروسته طالبانو هغې ته د ننوتو اجازه ورکړه او ویې ویل: ښه راغلاست خور.»

دغه برازیلۍ نجلۍ وايي: «کله چې زه کابل ته د تللو لپاره د بس تمځی ته د ټیکټ اخيستلو لپاره ورغلم، دوی حیران شول، چې یوه ښځه یوازې سفر کوي. دوی د طالبانو له یوه مشر سره اړیکه ونیوله.»

ناتالي کاسټرو وايي له دې زنګ وروسته د هغې سفر خوندي او شونی شو او په بس کې د هغې د ساتنې لپاره څلور نارینه مسافر ګمارل شوي وو.

هغې وویل داسې ښکاري، چې طالبان د هغې سفر د افغانستان د مثبتې نندارې لپاره د یو فرصت په توګه ښکاره کوي.

ناتالي کاسټرو د دې سوال په جواب کې، چې ايا په افغانستان کې د يوې ښځې لپاره يوازي سفر کول غيري معمول دی؟ هغې وويل «هو، اوس هم په ډېرو ځايونو کې منعه دی.»

طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول.

له محرم پرته د تګ منع کول یو له هغو سختو بندیزونو څخه دی، چې طالبان يې د افغانستان په ټولو ښارونو او لویو لارو کې پلي کوي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت موټر چلوونکو ته امر کړی، چې له محرم پرته ښځې پورته نه کړي.

پر همدې مهال دا ډله نارینه او ښځینه بهرنیو سېلانيانو ته د دې اسانتیاوې برابروي، چې د دې ډلې د حکومت یو "مثبت انځور" د ځان سره "نړۍ" ته وړاندې کړي.

د مسکو خبرداری: د روسیې پولو ته نژدې د ناټو تمرینونه د پوځي پېښو خطر زیاتوي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د روسیې پولو ته څېرمه د ناټو پلان شوي تمرینونه " پار,ونکي" بللي او ویلي یې دي، چې دغه تمرینونه د پوځي پېښو خطر زیاتوي. ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ، چې د « کلک مدافع» تمرین د اروپا لپاره «ناوړه پایلې» لرلی شي.

ناټو په اروپا او شمالي اتلانتیک کې له سړې جګړې وروسته خپل تر ټولو ستر پوځي تمرینات پیل کړي دي.

ټاکل شوې، چې دغه تمرین د دغه ایتلاف د غړو هېوادونو د څه باندې ۹۰ زرو ځواکونو سره د «مې میاشتې» تر پایه دوام وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، چې په دې تمرينونو کې به د ناټو د غړو هېوادونو ځواکونه د څو مياشتو لپاره د ناروې او رومانيا په خاوره کې د هغه هېواد پولو ته څېرمه فعاليت وکړي.

د هغې په خبره؛ « دا يو قصدي ګام دی، چې موخه يې د وضعت خرابول دي.»

د پوځي کميټې مشر راب باير په دې وروستيو کې د ناټو د تمريناتو پيل ته په اشارې سره وويل؛ « موږ باید پوه شو، چې دا خبره د ډاډ وړ نده، چې موږ به په سوله کې يو او له همدې امله موږ له روسيې سره د جګړې لپاره د ناټو ځواکونه چمتو کوو.»

هغه ټینګار وکړ، چې د ناټو اتحاد باید د جګړې لپاره چمتو وي او "د ناڅاپي پېښو تمه" وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ناټو د دغه لوړپوړي چارواکي څرګندونو ته په اشارې سره وویل، چې د ناټو له نورو چارواکو يې هم ورته خبرې اورېدلې دي.

مېرمن زاخارووا وويل په دې توګه ناټو غواړي چې د میلیونونو اروپایانو او امریکایانو په سترګو کې خپل موجودیت او لوړ پوځي لګښتونه توجیه کړي او همدارنګه د « کيف رژيم لخوا زموږ د هېواد په وړاندي» د پيل شوې جګړې له «ناکاميو» د خلکو پام واړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یادونه وکړه، چې د هغه هیواد «د ناټو پر هیوادونو د برید پلان نه لري.»

د ناټو تمرین

ناټو په اروپا او شمالي اتلانتیک کې له سړې جګړې وروسته خپل تر ټولو لوی پوځي تمرینات پیل کړي دي.

وروستی ورته تمرین په ۱۹۸۸ کې د شوروي اتحاد او لویدیځ ترمنځ د سړې جګړې په جریان کې ترسره شو.

سږ کال د سویډن په ګډون د دغه ایتلاف د غړو هېوادونو د څه باندې ۹۰ زرو ځواکونو تمرینات به د مې میاشتې تر پایه دوام وکړي.

له ۵۰ زیاتې جنګي بېړۍ، ۸۰ جټ الوتکې او ۱۰۰ زره جنګي وسایط به په اروپا او شمالي اتلانتیک سمندر کې په دې تمرین کې ګډون لري.

د «۲۰۲۴ کلک مدافع» تمرین کې به د ناټو غړي د اتحاديې لومړی سېمه یيز دفاعي پلان تمرين کړي، چې د روسيې احتمالي بريد ته د ځواب ويلو څرنګوالی توضيح کوي.

د ناټو په اعلامیه کې د روسیې مستقیم نوم نه دی یاد شوی؛ خو د ناټو په ستراتیژیک سند کې مسکو د ناټو د غړو پر وړاندې تر ټولو «مهم او مستقیم» ګواښ بلل شوی دی.

دا تمرین د ناټو د غړو هېوادونو لپاره د روسیې له خوا پر اوکراین له یرغل وروسته يوه مهمه پېښه ده، چې په تېرو ۷۰ کلونو کې د اروپا په خاوره کې تر ټولو ستره جګړه بلل کېږي.

مشهور افغان قاري برکت الله سلیم په کابل کې وفات شو

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د وتلي قاري برکت الله سلیم کورنۍ وايي، نوموړی نن په کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې وفات شو. د برکت الله سلیم ورور افسرخان افغانستان انترنشنل پښتو ته وویل، قاري سلیم له شپږو میاشتو ناروغ او اسلام اباد کې بستر و.

د نوموړي په خبره، لس ورځې مخکې یې ښاغلی سلیم کابل ته ولېږداوه، خو بیا یې هم د کور په ځای روغتون ته یووړ او نن ځايي وخت ۱۲ بجې وفات شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او طالب چارواکو په ګډون ګڼو افغان شخصتیونو د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

برکت الله سلیم د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې زېږېدلی او کابل کې لوی شوی و.

قاري سلیم پر افغانستان سربېره مصر کې هم د قرات زدکړې کړې وې او په دې برخه کې یې نړیوالې جایزې هم ګټلې وې.

نوموړي په کابل کې مدرسه درلوده او د قرات په برخه کې یې سلګونه شاګردان روزلي دي.

قاري سلیم یو وخت په کابل پوهنتون کې د اسلامیاتو استاد او پښتون شاعر هم و.

نوموړی د ناکامه مینه په نوم د شاعرۍ کتاب هم لري او په چاپي رسنیو کې یې شعرونه هم چاپ شوي دي.

د ایران په سیستان بلوچستان کې ۹ پاکستانیان یوه کور کې ووژل شول

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ایران رسنۍ وايي، د دغه هېواد د سیستان بلوچستان په سراوان ولسوالۍ کې نهه بهرني وګړي په یوه کور کې وژل شوي دي. د بلوڅانو د حقونو اداره وايي، دا کسان پاکستاني مزدوران و او په پېښه کې درې نور تپیان شوي هم دي.

د ایران مهر خبري اژانس وايي، دا کسان د سراوان ولسوالۍ په سیرکان سیمه کې نن سهار وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په ایران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو دا کسان مزودران بللي دي.

نوموړي دې کسانو پر وژل کېدو خواشیني ښودلې ده او له ایراني چارواکو یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

مدثر ټیپو پرون ایران او د ایران سفیر پرون اسلام اباد ته ستون شو.

پر پاکستان د ایران له توغندیز برید وروسته اسلام اباد خپل سفیر ور بللی و.

ایران نږدې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د بلوچستان صوبې پر پنجګور توغندیز برید وکړ او په مقابل کې یې اسلام اباد هم د سیستان بلوچستان په سراوان کې توغندیز برید وکړ.