• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان د انرژۍ له ستر بحران سره مخامخ دی

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، افغانستان د انرژۍ له ستر بحران سره مخامخ دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې ۴۰ سلنه کورنۍ برېښنا ته لاس رسی لري او افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۷۵ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې ډول له منځنۍ اسیا څخه واردوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې UNDP د جمعې په ورځ - د سلواغۍ ۷مه - په خپور کړي راپور کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د انرژۍ بحران او په ځانګړې توګه د برېښنا کمښت او د هغې پر پایلو کتنه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د بریښنا کمښت پر اړینو خدماتو لکه روغتیایي اسانتیاوې، ښوونې او روزنې، بشري مرستو او اقتصادي پراختیا باندې بد اغېز لري .

ملګرو ملتونو همدا شان د انرژۍ د تقاضا او عرضې تر منځ نا انډولتوب د افغانستان له بنسټیزو ستونزو څخه ګڼلی دی.

بریښنايي انرژۍ ته د محدود لاسرسۍ له امله، افغانستان په تیلو او جنراتورونو ډیر تکیه کوي او د خپلې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو لکه منځنۍ آسیا او ایران بریښنا ته سخته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان د ۷۵ سلنه برېښنا په واردولو سره، یوازې خپله ۴۰ سلنه اړتیا پوره کوي، چې دې کار پر روغتیايي اسانتیاوو او ښوونځیو هم منفي اغېز کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، د ولایتونو په روغتونونو کې هم د ورځې له ۵ تر ۶ ساعتونو برېښنا نه وي او ځینې ورځې په ځانګړي ډول په ژمي کې د برېښنا نه شتون تر ۱۲ ساعتونو هم غځیدای شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، په افغانستان کې د انرژۍ د ننګونو د یوې برخې د حل لپاره یې د لمریزې انرژۍ له پروژې څخه کار اخېستی، چې موخه یې انرژۍ ته د خلکو دوامداره لاسرسي او د هغوی د ژوند ښه کیدل دي.

د دغې طرحې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په ۲۰۲۳ کال کې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د ۳۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۵ښوونځیو لپاره د لمریزې انرژۍ سیسټمونه فعال کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، لمریزه انرژي د هوا ککړتیا او ګران بیه جنراتورونو کارولو کچه کموي او د کاربن د تولید مخه نیسي. دغه بنسټ وايي، تر دې دمه یې څه باندې ۶۶۰ کورنیو ته چې د برېښنا له شبکې سره نه دي تړلي، د لمریزې انرژۍ سیسټمونه وېشلي دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، دغې پروژې د افغانستان په مرکزي سیمو کې څه باندې ۱۷۲ زره کسانو ته پاکه او ډاډمنه برېښنا برابره کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سترې محکمې یو لوړپوړی چارواکی جلال الدین حقاني په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډلې د سترې محکمې د مرکزي تمیز د عامه امنیت دېوان مشر جلال الدین حقاني په غزني ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې هغه د کابل او کندهار پر لویه لاره د سفر پر مهال په رامنځ ته شوې ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي حقاني په تېرو شلو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د طالبانو لپاره نه ستړي کېدونکي “جهادي خدمتونه” کړي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیه کې د دغه طالب چارواکي په اړه نور معلومات نه دی ورکړل شوی.

په تیرو میاشتو کې، په جوزجان ولایت کې د نشه یي توکو د دریو شریکانو تر منځ د یوې لانجې وروسته، د طالبانو سترې محکمې له دغو دریو تنو یو پر دې محکوم کړ چې دوو نورو شریکانو ته "۳۲۰ کیلو ګرامه پاخه تریاک" ورکړي.

د طالبانو د سترې محکمې یو جګپوړی چارواکی جلال الدین حقاني دغه پریکړه لاسلیک کړې وه.

تر اوسه د کابل او کندهار پر لویه لاره په ترافیکي پیښو کې څو تنه طالب چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په تېرو دوو کلونو کې مو نږدې ۴۰ زره پوځي وسایط ترمیم کړي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې شاوخوا ۴۰ زره پوځي موټر او ۸ زره بېلابېلې وسلې ترمیم کړي دي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ملاتړ د مرکز قوماندانۍ مرستیال وايي، دغه ډله هره اونۍ شاوخوا زر موټر ترمیموي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملاتړ قوماندانۍ تخنیکي مرکز، د دغه مرکز د ترمیم له څانګې یوه ویډیو خپره کړی او پکې لیدل کیږي چې د پولیسو یو شمېر رینجر موټر او بېلابېلې وسلي تر ترمیم لاندې دي.

د دغه مرکز د وسلو د ترمیم د برخې مشر نایب خان په دې ویډیويي کې وايي، چې د مرکز کارکوونکي هر ډول درنې او سپکې وسلې ترمیموي. هغه ویلي، چې دوى د دغو وسلو د پرزو يوه زياته برخه پخپله جوړې کړي.

د دغه مرکز مرستیال عبدالستار سعادت هم په دغه ویډیویي کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ویلي، د دوی همکارانو په لویه کچه غیر فعاله ورکشاپونه بیرته فعال کړي دي.

ښاغلي سعادت زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې ټولټال ۳۸ زره ۲۵۳ موټر ترمیم شوي او هره اوونۍ لا هم شاوخوا ۱۰۰۰ موټرې ترمیمېږي.

د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د پخوانيو امنيتي ځواکونو د پوځي وسايطو یوه برخه له کاره لویدلې او د طالبانو لاس ته ورغلې وه. ډیری دغه وسایط د طالبانو په بریدونو او جګړو کې زیانمن شوي وو.

حکمتيار د فلسطين په اړه د هاګ محکمې د پرېکړه هرکلی او د ټول وژنې د مخنيوي غوښتنه کړې

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د فلسطين د خلګو په اړه د هاګ د نړيوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او دايې د غزې د خلګو لپاره یوه معنوي بريا بللې ده. د هاګ محکمې اسرايیل ته امر کړی، چې په غزه کې د ټول وژنې د مخنیوي لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکميتار د شنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکي، چې د هاګ نړيوالې محکمې پرېکړه د فلسطين لپاره يوه معنوي لاسته راوړڼه ده.

نوموړي دغه پرېکړه د اسراييلو د انزوا په مانا بللې.

هغه زياته کړه: « په غزه کې د مظلومو فلسطينانو د وژنې په اړه د هاګ نړيوالې محکمې د پرېکړې هرکلی کوم، دا پرېکړه د غزې د مقاومتي مجاهدينو لپاره يوه معنوي بريا ده.»

حکمتيار ليکلي، چې په غزه کې دې د نسل وژنې مخنيوي وشي او غوښتنه یې کړې، چې په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخيستل شي.

هغه ویلي: «په غزه کې د صهيونیسټانو د وحشيانه نسل وژنې د بندولو لپاره لا زياتو، ګټورو او عملي اقداماتو ته اړتيا ده.»

د هاګ نړۍوالې محکمې په پرېکړه کې اسراييلو ته امر شوی، چې په غزه کې دې د ټول وژنې د مخنيوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي؛ خو په پرېکړه کې د اوربند یادونه نده شوې.

د محکمې ټولو قاضيانو دا پرېکړه کړې او ويلي يې دي، چې د فلسطينيانو د وژل کېدو مخه بايد ونيول شي تر څو فلسطينان له فزيکي او رواني زيان وژغورل شي

د فلسطین بهرنیو چارو وزیر هم د هاګ نړیوالې محکمې له لوري اسراییل ته د موقتو اقداماتو د امر هرکلی کړی دی.

چينايي رسنۍ: چین له افغانستان سره د نوي سړک پرانیستلو کې له احتیاطه کار اخلي

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۰

چینايي رسنۍ وايي، ښايي بیجینګ د طالبانو هغه هیله پوره نه کړي چې غواړي د بدخشان د واخان له لارې افغانستان د چین له پراخ اقتصاد سره وصل شي. سوت چاینا مارنېنګ پوسټ وايي، د واخان له لارې دا سړک د چین له کورواک سینکیانګ سره نښلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د چین د مبارزې اوله کرښه ده.

د چینایي رسنیو د رپوټ له مخې، طالبانو د افغانستان او چین ترمنځ خپل لومړنی سړک بشپړ کړ، خو شنونکي تمه لري چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

چینايي چارواکو وخت ناوخت له طالبانو سره په لیدنو کې د دې ډلې په هکله خپله اندېښنه ښودلې ده.

سوت چاینا مارنېنګ وايي، دې پروژې ته د بېجینګ د یوې شکمنې اقتصادي قضيې په توګه ګوري او له احتیاطه ور سره کار اخلي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت وړمه ورځ وویل، د دې سړک ۴۰ کیلومتره برخه یې جوړه او څه کم لس کیلومتره به هم په نږدې وخت کې بشپړه شي.

خو شنونکي په دې باور دي، چې بیجینګ به د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو پورې تړلو امنیتي اندېښنو له امله خپل جنګ ځپلي ګاونډي ته د خپلې ځمکنۍ پولې د بشپړ لاسرسي په اړه له احتیاطه کار واخلي.

اوسمهال، چین په سینکیانګ ایالت کې له افغانستان سره په پوله کې کوم ګمرکي تاسیسات نه لري او داسې څه یې نه دي ویلي چې د یوې رسمي سرحدي نقطې د جوړولو وړاندیز وکړي.

اوس یوازې د چین سرحدي ځواکونه د واخان دهلیز په ختیځ کې د وخجیر په سرحدي سیمه کې ګزمې کوي، چې دغه سړک به ترې تېرېږي.

په دغه پروژه شاوخوا ۳۷۰ میلیونه افغانۍ یا څه کم شپږ میلیونه ډالر- لګښت راغلی او د پخواني حکومت لخوا د چینایي پانګونو د راجلبولو په نیت پیل شوې وه.

د دې پنځوس کیلومتره سړک د جوړولو چارې د ۲۰۲۱ کال په می میاشت کې له بدخشان ولایت څخه پیل شوې خو ډېر ژر د طالبانو لخوا د افغانستان د واک د بیرته ترلاسه کولو له امله وځڼډېدې.

خو اوس د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد باختر اژانس ته ویلي چې د سړک د جوړیدو چارې بشپړیدو ته نږدې شوي او د سړک قیر کول به ډیر ژر پیل شي.

د چین د لانژو په پوهنتون کې د سیاست او نړیوالو اړیکو د پوهنځي استاد ژو یونګبیاو وايي، طالبان د دې پروژې په بشپړولو سره غواړي خپلو ګاونډيانو ته وښيي چې دوی د افغانستان د اداره کولو توان لري.

هغه وايي: "دغه سړک پخپله په پراخه کچه په عملي توګه د کاریدو شونتیا او اقتصادي ارزښت نه لري." هغه زياته کړې چې افغانستان د واخان دهليز په لوړو غرونو کې د لويو لارو د جوړولو توان نه لري.

ښاغلی ژو وايي، چين په دغه سيمه کې ګمرکي تاسیسات نه لري، يوازې د وخجير لارې په اوږدو کې سرحدي پوله ساتي ځای پر ځای شوي، او داسې نه بریښي چې چین به دغلته پانګونه وکړي.

هغه وايي: "په دغه سیمه کې د سړک جوړول ډیر ګران او په لنډه موده کې هیڅ اقتصادي ګټه نشي رامنځ ته کولای."

چین د وخجیر سرحد د افغانستان د اورپکو او د چین د شینجیانګ سیمې ترمنځ د ترورېزم ضد لومړۍ کرښه ګڼي.

برازيلۍ: له ملګري پرته افغانستان ته لاړم، طالبانو کومه ستونزه راته جوړه نه کړه، بهرنۍ وم

۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۰

یوه ۲۹ کلن برازیلۍ سیلانۍ له يوې اسپانوۍ رسنۍ سره افغانستان ته د خپل سفر خاطرې شریکې کړې دي. ناتالی کاسټرو ویلي، د طالبانو د نظریاتو مخالفه ده؛ خو سره له دې چې بې ملګري افغانستان ته په چکر لاړه، خو «ممکن هغوی په دې خاطر کومه ستونزه ورته جوړه کړې نه وي چې بهرنۍ ده.»

ناتالي کاسټرو له اسپانوي ورځپاني ال پاييس سره په مرکه کې، چې پرون خپره شوه ويلي، چې په پاکستان کې د ويزې غوښتلو پرمهال د طالبانو سفير ورته وويل: « لومړنۍ ښځه ده، چې افغانستان ته بې له ملګري او يوازي ځي.»

اغلې کاسټرو وايي: « ما په پاکستان کې د ویزې غوښتنه وکړه ځکه، چې هلته ارزانه ده؛ خو ما ډېر شکونه او وېره لرله.»

دغه سیلانۍ د خپلو خاطرو او کيسو په ادامه کې وايي: «له یو ساعت انتظار وروسته مې له سفیر سره وکتل، ویې ویل، ناتالي، موږ ستا کارونه، چې ته یې کوې خوښوو او موږ به تاته ويزه درکړو.»

د طالبانو دغه جګپوړي ديپلومات ورته وويل: «نړۍ ته ووايه، چې په افغانستان کې تر جګړې ډېر څه نور شته. موږ تاریخ او کلتور لرو. تاسو لومړنۍ ښځه یاست چې يوازي افغانستان ته د ننوتلو او سفر کولو اجازه لرئ.»

ناتالي کاسټرو یوه خبریاله ده، د ښوونکي او د الماريو جوړونکي لور ده. هغه پلان لري په ۱۸ میاشتو کې ۲۰۰ هېوادونو ته سفر وکړي تر څو د ګینس نړیوال ریکارډ مات کړي.

ویل کيږي په تیرو ۱۶ میاشتو کې د ۱۸۰ هیوادونو له لیدو وروسته هغه سايوپايو کې خپل کور ته را ستنه شوې او د وينې د زيات کمبود له ناروغۍ سره مخ ده.

د اسپانوي ورځپاڼې ال پایيس د راپور له مخې، د ناتالي کاسټرو انا د خپلي لمسۍ د سفر د لګښت لپاره خپل موټر پلورلی دی، ځکه چې د هغې لمسۍ د نړۍ لیدو ته لیواله وه.

ناتالي کاسټرو ویلي، چې ۱۹ ورځې په افغانستان کې وه او کله چې يې پلان درلود له مزارشریف څخه ازبکستان ته ولاړه شي له ستونزو سره مخ شوه.

دغه برازیلۍ ګرځندوی وايي، چې طالبانو د دې د تګ مخه ډب نه کړه، خو ازبک سرحدي ساتونکو ورته د ننوتو اجازه ورنه کړه، چې په وینا یې ځمکنۍ پوله تړل شوې وه.

ناتالي کاسټرو افغانستان ته د خپل سفر د کيسو په دوام وويل، چې د افغانستان وېزه د يو ځل داخلېدو لپاره وه او هغه نه پوهېده، چې بیرته افغانتسان ته داخلېدای شي او که نه.

دغې مسافرې نجلۍ زیاته کړه: «له سوال کولو وروسته طالبانو هغې ته د ننوتو اجازه ورکړه او ویې ویل: ښه راغلاست خور.»

دغه برازیلۍ نجلۍ وايي: «کله چې زه کابل ته د تللو لپاره د بس تمځی ته د ټیکټ اخيستلو لپاره ورغلم، دوی حیران شول، چې یوه ښځه یوازې سفر کوي. دوی د طالبانو له یوه مشر سره اړیکه ونیوله.»

ناتالي کاسټرو وايي له دې زنګ وروسته د هغې سفر خوندي او شونی شو او په بس کې د هغې د ساتنې لپاره څلور نارینه مسافر ګمارل شوي وو.

هغې وویل داسې ښکاري، چې طالبان د هغې سفر د افغانستان د مثبتې نندارې لپاره د یو فرصت په توګه ښکاره کوي.

ناتالي کاسټرو د دې سوال په جواب کې، چې ايا په افغانستان کې د يوې ښځې لپاره يوازي سفر کول غيري معمول دی؟ هغې وويل «هو، اوس هم په ډېرو ځايونو کې منعه دی.»

طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو ډېر محدودیتونه ولګول.

له محرم پرته د تګ منع کول یو له هغو سختو بندیزونو څخه دی، چې طالبان يې د افغانستان په ټولو ښارونو او لویو لارو کې پلي کوي.

په تېرو دوه نیمو کلونو کې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت موټر چلوونکو ته امر کړی، چې له محرم پرته ښځې پورته نه کړي.

پر همدې مهال دا ډله نارینه او ښځینه بهرنیو سېلانيانو ته د دې اسانتیاوې برابروي، چې د دې ډلې د حکومت یو "مثبت انځور" د ځان سره "نړۍ" ته وړاندې کړي.