
د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د دغه ولایت اوسېدونکي په روان ساړه ژمي کې د سون لرګیو له لوړو بیو شکايت او وايي چې د لرګیو بیې تر پخوا لوړې شوې او دوی يې د رانیولو وس نه لري. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي د واورې له تازه ورېدو سره په ګردیز کې ساړه نور هم زیات شوي.
د ګردیز ښار د عسکري فاملیو اوسیدونکي سیداجان منګل له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره په خبرو کې وويل چې د وزګارۍ او ګرانۍ له امله یې سږ کال د ژمي لپاره لرګي نه دي اخیستې، هغه وايي: «ساړه دي ډیر ساړه دي، لرګي نه لرو، تر پروسږ کال یې بیې ډیرې لوړې شوې، کارونه نشته چې پیسې هم نه وي نو لرګي په څه واخلو، نو څنګه به ژمی تیریږي، واړه مو ټول سینه بغل دي.»
ګردیز د پکتیا ولایت مرکز دی او ژمی یې تر نورو سیمو ډیر یخ وي، واورې پکې اوري او چټګ سوړ باد پکې لګیږي، د دغه اوسیدونکي د ژمي لپاره ان د مني په موسم کې لرګي ذخیره کوي او بیا په ژمي کې د خپلو کورونو او کارځیو په تودلو کې ترې ګټه اخلي.
حاجي شیر احمد احمدزی هم له په ګردیز کې د سون لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وايي سږکال د لرګیو بیې لوړې شوې او ډیری خلک یې د اخیستلو وس نه لري، هغه له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره په خبرو کې وويل چې دا مهال ډیرې داسې کورنۍ شته چې د خوړو ډوډئ نه لري نو لرګي به څنګه واخلي: «خلک داسې شوي لکه ژوندي مړي، داسې ساړه دي چې حيوان نه شي ورته ټينګیدای پاتې خو انسان شو، خلک غریبي ځپلي ډوډئ نه لري نو لرګي به څنګه واخلي، یو من لرګي په ۱۲۰ افغانۍ شوي چې د یو وخت لا سم نه کیږي»
ويل کیږي تېر کال د اتیا منه (خروار) لرګیو بیه شپږ زره افغانۍ وه او سږکال دغه بیه له اتو تر نهو زرو افغانیو پورې رسېدلې ده، د ګردیز اوسیدونکي وايي د طالبانو حکومت له غره د لرګیو پر راوړو بندیز لګولی نو ځکه د لرګیو بیې هم لوړې شوې، دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته پام وکړي.
څو ورځې وړاندې د پکتیا لپاره د طالبانو حکومت مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین له رسنیو سره د خپرو پر مهال ویلي و چې د دغو ستونزو د حل لپاره یې د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ ۱۰ زره ټنه د ډبرو سکاره مرکز ګردېز ته رالیږدولي دي. چې په دې سره د خلکو ستونزې تر یوه بریده حل شي.
پکتیا د سوېل ختیځ زون یو له هغو ولایتونو څخه دی چې غرونه يې په ګڼو ځنګلونو پوښلي دي، ژمی یې تر نورو سیمو ډیر سوړ دی، د غرونو خلک یې د سون لرګیو په پلور خپلې ورځنۍ چارې پوره کوي، د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته هم ترې د سون لرګي وړل کیږي، دا مهال د طالبانو حکومت د غرونو په لرګیو بندیز لګولی چې په دغه ولايت کې د سون لرګیو په بیو کې لوړوالی راغلی.